کور / تازه خبرونه / پاکستان:د افغان سولې مشري بايد د افغانانو په لاس كې وي

پاکستان:د افغان سولې مشري بايد د افغانانو په لاس كې وي

ملګري ملتونه:داى پي پي دخبر له مخې پاكستان وئېلي دي چې د افغانستان د كشالو خاتمه د نړيوالې ټولنې لخوا د مرستې لړۍ سره تړلې ده٬بايد د سولې د عمل مشري د افغانانو په لاس كښې وي او مقصد يۍ پوخ امن راوستل وي۔په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مرستيال آستازي رضا بشير تارړ د عمومي اسمبلۍ غونډې ته د افغانستان په صورتحال د بحث په مهال خپله وينا كښې ووئيل چې پاكستان په افغانستان كښې د سولې د داسې عمل ملاتړ كوي چې په كښې ټولې مخالفې ډلې شاملې كړې شي۔ده ووئيل چې د بد اعتمادۍ يا د يرولو او انتقام په ځائ د روغې جوړې عمل پاې ته رسولو لپاره د مذاكراتو اړتيا ده۔پاكستاني آستازي په خپله وينا كښې يو ځل بيا د دې لوظ څرګندونه وكړه چې پاكستانې حكومت په افغانستان كښې سولې لپاره لوظ لري ځكه چې په افغانستان كښې د بدآمنۍ دومره آغېز د نړۍ په بل هېواد نه دې شوې چې څومره يۍ په پاكستان شوې۔ده ووئيل چې په افغانستان كښې د تاريخ افسوس ناك فصل ختمول غواړو ځكه چې دا د دواړو هېوادونو د اولس په ګټه ده۔پاكستاني استازي ووئيل چې كه د افغانستان اتل اولس روغې جوړې ته چمتو وي نو هيله ده ملګري ملتونه٬او آئي سي او نورې نړيوالې ادارې به د دوي ملګرتيا وكړي۔پاكستاني استازي ووئيل چې د افغانستان پرمختګ او د جنګ له امله د پېدا شويو مسئلو حل لپاره د طاقت د استعمال په ځائ د داسې ستراتېژۍ ضرورت دې چې په كښې د منطقې نور هېوادونه هم مهم كردار ولري۔د پاكستان او افغانستان د اړيكو په اړه ده ووئيل چې دواړه هېوادونه سياسي٬ مذهبي٬اقتصادي٬كلتوري او تاريخي رشتې لري او د دواړو هېوادونو ترمينځه د پلاوو تبادله كېږي۔پاكستان په افغانستان كښې په يو شمېر پروژو كار كوي۔په افغانستان كښې د امنيت بهترۍ لپاره پاكستان په درې اړخيزه كمېسيون كښې هم شامل كړې شوې۔په پاك افغان پوله د غېر قانوني تګ راتګ مخ نيوي لپاره نه يوازې 1000 پوستې جوړې كړې شوېدي بلكې په دغه سيمه كښې 1 لاكه 20 زره عسكر هم په ځائ كړې شويدي۔ده ووئيل چې د تېرو 30 كلونو څخه پاكستان د لاكونو په شمېر افغان كډوالو ته پنا وركړې د كومو شمېره چې اوس كمه زياته 27 لاكه ده او پاكستان يو افغان كډوال هم تراوسه په جبري توګه وطن ته نه دې ستون كړې۔پاكستاني استازي نړيوالې ټولنې ته خواست وكړو چې هغه دې په افغانستان كښې امن لپاره خپل كردار ترسره كړي۔