کور / راپور / په کندوز کې د ماشوم پروړاندی تاوتریخوالې کچه لوړه شوی

په کندوز کې د ماشوم پروړاندی تاوتریخوالې کچه لوړه شوی

لراوبر: چهارشنبه، دلیندۍ دویمه ۱۳۹۰ 
د افغانستان په شمال ختیځ کی د بشري حقونوخپلواک کمیسیون چارواکی د ماشومانوپروړاندی د زورزیاتې د کچی دلوړیدو څخه اندیښنه څرګندوی. 
دبشری حقونودڅار ادارې چارواکی وایی چی د قانون نه پلی کیدل،د کارلپاره دسالمې فضاء نه شتون،دبشپړامنیت نشتوالی،اوپه ټولنه کی د فقربیوزلی دکچې لوړوالې هغه لاملونه دی چی د ماشومانوپروړاندی یې دتاوتریخوالې کچه لوړه کړیده اوماشومانودیته اړیستلی شویدی  چې دیومړي ډوډوی لپاره دسهارنه ترماښامه پوری په کوڅواو واټونوکې شاقه کارونه ترسره کړئ.


همدارازپه  کندوزکې د کاراوټولنیزوچاروریاست چارواکی د ماشومانوپروړاندی زورزیاتی منی ، خوزیاتوی چی دوی په دی برخه کی ګامونه پورته کړی خولاستونزی پرځای پاتې دی. 


په شمال ختیځ زون کی د بشری حقونوخپلواک کمیسیون دماشومانود حقونود ساتنې امر بسم الله وزیری چی د دوشنبې په ورځ یې په کندوزکی دماشومانودنړیوالی ورځی دلمانځلوپرمهال وینا کوله ویې ویل چی سږنې کال د تیرو۸ کلونو په پرتله د ماشومانوپروړاندی د تاوتریخوالی څخه ډک کال وو.


نوموړی زیاته کړه ترڅوچی افغان دولت دبازارونو،کوڅواوواټونوڅخه ماشومان ددرندوکارونوڅخه راټول نکړی دغه ستونزه اولړۍ به په راتلوونکې کې دافغان دولت پروړاندی په یوي پراخې ننګونی  واوړی.


په کندوز کې دماشومانودحقونودساتنې مشربسم الله وزیرې زیاته کړه په یاد ولایت کې دافغانستان دبشرې حقونودڅارخپلواکه اداره له دی اړخه  ډیره اندیښمنه ده چې د روان کال په اتومیاشتوکی دتیرکال په پرتله ۷ مورده دقتل قضیی ، ۷ دجنسې تیري پېښي  رامنځ ته شوی چې دتیرکال په پرتله دارقم پورته تللی ،همدارنګه وزیري زیاتوی د پخوا په مقایسه په کندوز کې پرماشومانوباندی د درنو کارونوکچه هم  ډیره شویده.  وزیرې له دولتی اونادولتی ادارو نه کوم چې دماشومانوپه برخه کې کارکوي وغوښتل چی د ماشومانو اوسنۍ حالت ته په پام کې نیونی سره له کوچنیانوسره مرسته وکړي ترڅودهغوی دژوند په حالت کې بدلون راشئ.همدارنګه نوموړی زیاته کړه چې د قانون نه پل کیدل ،نا امنی اوفقربیوزلې ددی باعث شوی چې په ماشومانوباندی دی شاقه کاروبار کچه لوړه شئ. 


بل لورته دکندوزد کاراوټولنیزوچارورمشره میرمن معصومه یقین وایی موږ ۶۰ په سلوکی ماشومان خوندی ځایونوته لیږدولی ترڅوله دغی لاری وکړای شو ماشومان له شاقه او درنو کارونوڅخه وژغورو.


د کندوز ولایت د کار اوټولنیزو چارو ریسه میرمن معصومه یقین په کندوز کې پرکوچنیانوباندی دشاقه کارونو له امله اندیښنه څرګندوی او زیاتوی داسی نه چی زمونږ ځوانان دتعلیم اوتربیې پرځای غریبې ته لاس وانه چوی ممکن په راتلوونکې به دوی پرټولنه بارشئ، هغه وایې مونږپه کندوز کې یوشمیر ماشومان لرو چې له کوره تيښته کوی ، شاقه کارونو ته ګمارل کیږی خو له ددی سره بیاهم مونږپه کندوز کې دماشوم دملاتړ اداره لروپه کم شمیر کې مودهغوی لپاره دتعلیم ترڅنګ دحرفوی زده کړو آسانتیا برابره کړیده ، په دغه ولایت کې ۵۰۰ کوچنیان په وړکتون کې ترروزنې لاندی دی همدارنګه ۸۵ تنه نور په بیلابیلوروزنیزومرکزونوکې ترحرفوی زده کړو لاندی  نیول شوی مګر دغه امکانات دماشومانولپاره بسنه نه کوی مونږله مرستندویه ادارو نه غواړی ترڅو په یاد ولایت کې دکوچنیانوحالت ته جدی پاملرنه وکړئ.


په عین حال کی دکندز یوشمیرماشومان چی د ماشوم ورځ د لمانځنې لپاره خوشاله بریښی خوله خپلونوروهمزولونه غوښتنه لري چی لاس له درندوکارونوڅخه پورته تعلیم او ښوونځی ته مخه کړی ترڅوپه راتلونکی کی سوکاله راتلوونکې ولري.


یوولس کلنه حلیمه چې ددغې ورځي د لمانځنې له امله خوښه ده ،دماشوم ورځ دنړۍ ټولوکوچنیانو اوپه ځانګړی توګه د کندوز کوچنیانو ته مبارک وایې مګر ترڅنګ یې له دولت نه غواړی چې دماشومانواوسنې حالت ته پاملرنه وکړئ او آینده نسل سم وروزی.


د شمال ختیځ زون دبشری حقونود خپلواک کمیسیون چارواکواندیښنه وروسته له هغی راولاړیږی چی دامهال په زیاتروولایتوکی کمکئ ماشومان د ځان اوکورنۍ ته د یوی مړی ډوډی پیداکولو په موخه په شاقه او درنو کارونو ګمارل کیږی اوافغان دولت هم تراوسه ددغی ستونزی دله منځه وړلوپه برخه کی کوټلی ګامونه نه دی پورته کړی نوهمدا لامل دی چې ورځ تربلې دکوچنیانوپروړاندی دتاوتریخوالې کچه لوړیږی.