کور / تازه خبرونه / پاکستان شیري رحمن واشنګټن کې سفیره وټاکله

پاکستان شیري رحمن واشنګټن کې سفیره وټاکله

اسلام اباد : دبي بي سي پښتوڅانگې دخبر له مخې په واشنګټن کې د پاکستاني سفیر حسین حقاني تر استعفی ورکولو یوه ورځ وروسته، پاکستان په امریکا کې شیري رحمن خپله سفیره وټاکله.
په واشنگټن کې د پاکستان سفير حسين حقاني په خپل ټويټر اکاونټ باندې خبر ورکړى چې له خپلې دندې يې استعفى ورکړې ده.د پاکستان حکومتي تلوېزیون ویلي، چې شیري رحمن د تېرې سه شنبې په ورځ، له لومړي وزیر سره وکتل او بیا یې لومړي وزیر د سفیرې د ټاکلو اعلان وکړ.شیري رحمن وړاندې د اطلاعاتو وزیره وه او دا مهال د پاکستان د سرې میاشتې رییسه ده.