کور / تازه خبرونه / ځوانان: د39 عدد په کارولو د خرافاتو مخه ونيسئ

ځوانان: د39 عدد په کارولو د خرافاتو مخه ونيسئ


په افغانستان کي د تېرو څو کلونو راهيسي د ۳۹ نمرې په اړه داسي ويل کېدل چي ددغه شمېرې کارول د ناوړه خلکو کار دی ، وروسته داخبره تر دې کچي پراخه سوه چي خلکو په موټرپلورنځيو کي هغه موټر په ډېره ټيټه بيه هم نه اخيست چي په نمبر پلېټ کي به يې ۳۹ عدد کار سوئ و . تېره اوونئ د عنعنوي لويي جرګې پرمهال د څلوېښتو کمېټو دټاکلو پر مهال د ۳۹ کمېټې غړو ددې عدد سره مخالفت وکړ بالاخره ددوی د کمېټې شمېره ۴۱ وټاکل سوه . په دې کار سره لويه جرګه او د خلکو استازي په افغانستان او بهر کي تر سختو نيوکو لاندي راغلل چي بېله هيڅ ډول دليل څخه په لوی لاس په ټولنه کي د ستونزو او خرافاتو رامنځته کولو ته لمن وهي .


په لويه جرګه کي د ۳۹ شمېرې پر سر په اصطلاح د ولس نماينده ګانو تر منځ ددې شرموونکي پېښي وروسته اوس په افغانستان او نړۍ کي لوی شمېر ځوانانو اوهغو افغانانو چي نه غواړي ټولنه يې ددغه ډول جاهلانه اوازو پر بنسټ د ستونزو سره مخامخ سي په انټرنټي سايټونو لکه فېسبوک ، ټويټر ، ګوګل پلوس او يوشمېر نورو ويبپاڼو کي د ۳۹ خپل د خوښي شمېرې په توګه کارولې ده او په پرله پسې پراخو بحثونو کي له نورو افغانانوغواړي چي د ۳۹ شمېرې لرونکو شيانو څخه په استفاده ددغو خرافاتو مخه ونيسي .