کور / تازه خبرونه / هالنډ: دهر افغان پوليس روزنه نيم مليون ډالره مصرف لري

هالنډ: دهر افغان پوليس روزنه نيم مليون ډالره مصرف لري

د هالنډ په پارلمان کي يو وار بيا په کندوز کي دافغان پوليسو روزلو پر سر ناندرۍ توديږي ، هغه ګوندونه چي پخوا یې هم ددغه ماموريت سره مخالفت کاوه وړاندوينه يې کړېوه چي په افغانستان کي د اداري فساد له امله به د هر افغان پوليس روزنه په نيم مليون ډالره تمامه سي چي ددې خطر هم سته چي هغه افغان پوليس د طالبانو په ډله کي ودريږي .


د يوې هالنډۍ ورځپاڼي د څېړني له مخي هالنډيانو ته کندوز کي د هر افغان پوليس روزنه په نيم مليون ډالر تماميږي ، د ازادۍ ګوند نيوکه کوي چي دهر پوليس د روزني په لګښت افغانانو ته يو – يو مکتب جوړېدای سي چي تر قيامته به د افغانانو ماشومان زده کړه پکښي کوي .


د روزل سووپوليسو څخه ترلاسه سوو مالوماتو ښودلې ده چي ډېرو پوليسو ټولټال څلور ساعته روزنه ليدلې ده .


دا ناندرۍ پر داسي مهال رامنځته سوي دي چي هالنډ غواړي په افغانستان کي د پولیسو روزلو ماموريت ته پراختيا ورکړي .