کور / تازه خبرونه / کرمې اواورکزۍ کې له طالبانوسره نښتې ،٤٧ طالبان مړه

کرمې اواورکزۍ کې له طالبانوسره نښتې ،٤٧ طالبان مړه

پاړه چنار:دمشرق اردوژبې ورځپاڼې په خپلې نننۍ گڼې اوويب پاڼې کې خبرورکړې چې په منځنۍ کرمې اوپه اورکزيوايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونواو طالبانو ترمنځه په نښتوکې ٤٧ طالبان وژل شوي اوله ٥٠ څخه زيات ټپيان دي ،بلخوا دوه امينتي سرتيري وژل شوي دي او ديوډگروال په گډون ١٥ امنيتي سرتيري ټپيان دي او دري يې تري تم دي ،په سيمه کې دطالبانو خلاف عمليات روان دي په منځنۍ کرمه کې ١٦ طالبان وژل شوي او ١٨ ټپيان دي ،او٤پټنځايونه يې ويجاړ شوي دي ،دجواکي په سيمه کې هم ٢٠ طالبان وژل شوي او ٣٠ ټپيان دي ،اوداورکزيوايجنسۍ په ښاديزي سيمه کې ١١ طالبان وژل شوي او٥ طالبان او٦ امنيتي سرتيري ټپيان دي په عملياتوکې هوايي ځواک هم برخه اخيستې ده