کور / هراړخیز / پښتون او د هغه صفات

پښتون او د هغه صفات

د دنیا د اکثرو ملتونو د تنزل او لویدو داسې ډیر سببونه دي چې هغه به ترې په اسانه نشي اوچتیدای ددې په بدل کې د پښتون ملت سپورې ستغې ورځې او شاته پاتې کیدو عواقب وڅيړي سړی دې نتیجې ته رسیږي که ددې ملت د ځان نه د بې اتفاقي میکروب وویستل شه اقبال او اتفاق یې برابر شه د پیسې سره یې مینه ختمه شو ه او دا پیسه د خپل ورور او عزیز په عزت ولګوله د هغه عزت او خپل عزمت یې خپل وګڼل بیا سوال نه پیدا کیږي چې دا …لیونی ملت د نورولپاره د اقبال ستوری نشي خو له بده مرغه دا دوه داسې ژورې دده په څټ پورې نښتي دي چې دده ټول توان یې ختم کړی دی دم درهله پروت دی که د خپل لودي ابراهیم د خپلې کجاوې نه نه وای را غورځولی مغلو به دی نه وو ځورولی که د فهر مان پیر روښان پښې دوی نه وې نیولې نن به د تاریخ څه بله کیسه وه که ده خوشاله خان په ډاګه نه وای پریښی د ننګ تاج به یې اوس په سر وو که د ه خپل سره بیوفایی نه کولای د جندول عمراخان به ترې فرینګیانو نه وای در په در کړای بیا وروسته چې د ملکد آزادۍ د سر پرې د سړو حالت وڅیړي نور یې هم زړه بد شي چې دغه ننګیالي ددوی نه په څه حال وو که چیرې ده په خپل میر زمان خان ننګ کړای وای د هغه لوڼو به دشین کوړک په کڅو کې ولې وږي ټولول او د ارسلا خان کجیرې لوڼه به د فرنګي په مخ کې ولې سر تور سر تلې خو دغه بې اتفاقي او ددولت بې کچه مینه چې دی ځان خرڅ کړي ملت را و پورزوي او دغه بې اتفاقي د غاړې زیندۍ شۍ نن هم چې دده په سیمه څه روان دي چې د ننګ خاوندان ور باندې د سرونو بازۍ کوي بې ننګان ورته هر کلی وای تاریخ خپل ځان تکراروي تش د ننګ په خبرو څه نه کیږي او نه څوک ننګیالی کیږي او نه دا روان حالات څوک د تاریخ له پآڼو لرې کولای شي
عجیبه دې ده ځواني
عجیبه دې ده خاني
اې پښتونه پوه دې نشوم
په وراني په وداني
دا دې لا نوی هنر دی
چې خپل ورور وژنې بې هیڅه
فرنګي ته خو ټینګ نه یې
چې یې کړلې پیزواني
چې پټکی یې پر پری وي په حجره کې ناست زمری وي
ناست د مرچو وي په څټه
د ځان نه ویني ثاني
وای پلار مې بهادر وو او نیکه مې سکندر وو
چې د ځان تپوس ترې وکړې بس هی هی وي اماني
په غریب همسایه نر وي یا په ښځه زورو روي
د جنګ وخت کې پټ کور ناست وي خو د جنګ وي ارماني
غني نه ددوی دوا شته نه طبیب ورته ورتلی شي
د خدای فهر پرې لګیا دی چې ژر ژریې کړي فاني


پښتون چې په حقیقت کې پښتون وي ده کې به داسې صفات و ي چې د هغې په وجه تاج دده په سر څه په پښو ایښودل پکار دي د کومو صفاتو غوښتنه چې دده پښتو دده نه کوي او کومې پښتو چې دی پښتون کړی دی ایا دغه ددنیا په بل قام کې شته ؟دی نهنګ نه دی چې د بل په حقونو خیټه واچوي غاصب دې شي او بل دې تیر کړي دی شمشتۍ ده ځکه چې بل څوک یې لواړ تیر نکړي ددې نړئ د پاره د ایمان او عقیدې زیری دی دی د لارې په ملګري هم ځان وژني د…ده د پناه او ملمستیا فلسفه رنګ نسل قام او مذهب ته نه ګوري که پناه اخیستونکی دده د زوی قاتل هم وي خو هغه به دده په پناه او امن کې وي هغه نه ځان مخکې وژل دده فرض وي پښتون ددومره لویې سینې څښتن وي او پردی مخ پرې دومره ګران وي چې د قتل او خون غوندې ماملې کې ورته ننواتې راشي وبه یې بښی او ددغې بښلو سره به د خپل لوی زړه ثبوت و


ښځه چې د انسان په ژوند کې اهمه او ضروري برخه لري د پښتون په کاله کې د ډیر عزت وړ ده ددنیا ډیر قومونه ښځې ته څه حیثیت ورکوي حیا او عزت یې د بازار د لولۍ نه زیات نه وي ځکه خو کلبونه پرې ښایسته کوي تر دې چې نسوانیت یې ختموي که پښتو ته وکتلی شي د ښځې د لوړ مقام له ورایه څر ګندیږي چې هغه لوی زړی پښتون چې قتل غوندې شی په ننواتې بخښي خو د ښځې په باره کې نه ننواتې کولی شي او نه بښلی شي متل دی چې اوبه د سره واوړي شادو خپل بچیی هم د پښو لاندې کوي خو اصیل داسې نه کوي اول به دغه سر په اوبو کې غرقیږي وروسته به بچي ته زور سیږي ځکه خو وایی چې :
د سپينو تورو په بریښنا کې
یار مې مړوند دلاسه کلک نیولی وونه .
 
پښتون د حیا خاوند دی شرم لري پرده لري نه خپله پرده پورته کوي نه داسې کول په بل چا نه پیرزو کوي په ده خپل عزت ډیر ګران دی ځکه د بل چا بې عزتي نه کوي دا وجه ده چې دی ددوست د پاره وریښم او ددښمن د پاره سنګین ګټ دی.