کور / تازه خبرونه / توريالي ويسا د ناټو لخوا ماشومانو وژل وغندل

توريالي ويسا د ناټو لخوا ماشومانو وژل وغندل

د کندهار په ژړۍ ولسوالي کي د ناټو د بمباريو په نتيجه کي اووه ماشومان وژل سوي او دوه نور زخميان دي .


د کندهار ولايت څخه لراوبر ته په رسېدلي خبر کي راغليٍ چي تېره ورځ غرمه مهال د کندهار ولايت په ژړۍ ولسوالي کي  د هغوپنځو تنو مخالفينو له ډلي چي غوښتل يې د همدې ولسوالۍ د سياچوۍ په کلي کي پر لاره ماينونه ښخ کړي دوه هغه يې وژل سوي دي او درې نور تښتېدلي دي .


د ايساف ځواکونوالوتکي پاته درې تنه ماين ښخوونکي هم تعقيب کړي او پر هغه کوڅه يې چي دوى پکښي پټ سوي وه بمونه اچولي چي په نتيجه کي يې شپږ تنه ماشومان شهيدان سوي او درې نور ژوبل دي.


 په ژوبل سووماشومانو کي د يوه ټپونه ډېر ژور وه او له پيښي يو ساعت وروسته يې ساه ورکړه.


کندهار ولايت مقام ددې هوايي بريد شهيدانو ته د فردوس جنت، زخميانو ته د عاجلي شفا او کورنۍ اودوستانو ته يې د جميل صبر د غوښتني تر څنګ دغه ډول ړانده هوايي بريدونه په سختو ټکو کي غندلي او په کلکه يې غوښتنه کړې چي نور دې دا او دې ته ورته ټول بريدونه د صفر کچي ته راټيټ سي .


د خبرپاڼي له مخي ددې پيښي د بشپړڅېړنو او پلټنو لپاره يو بلا صلاحيته پلاوى ټاکل سوى او له نن سهار څخه يې پلټنه پيل کړې دي .