کور / تازه خبرونه / پاکستانيان دخپلو ۲۶ وژل کېدو په اړه بېړنۍ غونډه کوي

پاکستانيان دخپلو ۲۶ وژل کېدو په اړه بېړنۍ غونډه کوي

تر هغه وروسته چي د خيبرپښتونخوا د مومندايجنسۍ په سيمه کي د ډيورنډ کرښي په ۱۸ کيلومتري کي د ناټو پوځونو د پاکستان پوځ په يوه مرکز کي ۲۶ پوځيان ووژل د پاکستان د لومړي وزير په ګډون بېړنۍ غونډه جوړيږي . تر اوسه پوري د دې پېښي په اړه د پنجاب ايالت په ځينو برخو کي يو شمېر کسانو مظاهرې کړيدي او ځينی لاري يې بندي کړيدي . پاکستاني چارواکي وايي چي ناټو ته يې ددې پيښي په اړه رسمي احتجاج وړاندي کړئ دی .


د يادوني وړ ده چي يو کال مخکي هم په دې سيمه کي د ناټو په بمباري کي پاکستاني پوځيان وژل سوي و خو شمېر يې تر ډې کم و .