کور / خبرتیا او پيغامونه / دعوت خوپوخ زلمی شو مبارک مبارک

دعوت خوپوخ زلمی شو مبارک مبارک

دیوهېوادپال، ولس پال  درانه او منلي هڅاندافغان  په لاس اېښودل شوی نیالګی (دعوت)ثمر ته ورسېد.


دا نیالګی دهجرت، غربت او لاس تنګي په داسې بدوحالاتو کې کښېښود شو، چې درا ټوکېدو، زرغونېدو، لویېدو،سپړېدو او په ثمر راتلو هېلې یې زیاتې نه وې خو دیو متین او سنګین انسان په همت یې دا ټول پړاونه او مزلونه په بریا سره ووهل مبارک دې وي بیا هم مبارک .


درویشت کلن دعوت نن هغه ښایسته اوصالح اولاد ته پاته کیږي، چې نه یوازې دخپل پلاراوکورنۍ  په سترګو کې خوږ لګي، بلکې کلیوال اوسېموال هم سترګې پسې اړوي (له نظره مه شې ګرانه دعوته)


احساس مې په غربت کې اوښکې تویه کړي له سترګو


چې لولمه لیکنې دپتمنو په دعوت کې


دهیلومات  وزری مرغی بیا په الوت  راشي


امید دی چې افغان ولس ژوند وکړي  په عزت کې


دا چې زموږ دهیلو دا مات  وزری مرغی به څه وخت  سرمنزل ته په الوت  شي  لا خو وخت  ډېر دی  خو بیا هم  ددې تمه شته، چې یواوبل  ته  دلاس  ورکولو په  صورت کې دې لوړ ارمان ته ورسېږو.


 را ګرزم  د دعوت  میوه لرونکي نیالګي ته، چې  ایښودونکی  یې یو داسې پتمن افغان دی، چې دتوصیف لپاره یې  دپوره الفاظو په  را ټولولو کې ځان عاجز ګڼم .


زموږ دا ګران افغان محمدطارق بزګر نومیږي دبزګر صاحب لنډ ژوندلیک ددرانه لیکوال ښاغلي ««حبیب الله غمخور »» په لیکنه کې چې لینکونه به یې ددې لیکنې په وروستۍ برخه کې تاسو ته وړاندې کړم لوستلای شئ .


دښاغلي بزګر صاحب  دهمت ، هېوادپالنې  او متانت په اړوند زموږ نورو درنو افغان لیکوالو خپل ښایسته نظریات وړاندې کړي  خو کوم څه، چې ما دبزګر صاحب په اړوند ترلاسه کړي هغه داسې دي :


ــ داوچت کرکتر اولوړو اخلاقو لرونکی .


ــ دپراخې سینې (حوصلې) څښتن .


ــ ماهر او هېوادپال ژورنالست .


ــ جزاب، حلیم اوصابر انسان .


ــ پالونکی، مرستندوی اوحقبین .


ما پخپل  ژوند کې  یو ځل هم  بزګر صاحب  له  نږدې  څخه  نه دی لیدلی  خو څو ځلې مې  ورسره  تیلیفوني  اړیکه نیولې ده البته مخکې له  تیلیفوني  اړیکو ما دبزګر صاحب اوصاف او کردار د هغه  په درانه انځور کې انځورول خوکله مې چې تیلیفوني اړیکه ورسره ټینګه  شوه نو دې  ته  یې اړېستم ، چې یوڅو هر اړخېزۍ پوښتنې  ورڅخه وکړم جالبه خو داوه ، چې زما داوږدو پښتنوځواب به یې په یو څو لنډو جملو کې پوره کاوه .


که به  خبرو په غایب  شخص   پورې  تړاو درلود نو دبزګر صاحب نظر به مطلق بې  پلوه  و دا په  دې مانا، چې بزګر صاحب خپل تګ لوری سم ټاکلی و .


دپورتنیوجملو په وړاندې کولو سره دا هم وېیلای شم، چې ددعوت نوښتګر هم بزګر و هم زرګر .


زرګر په دې مانا، چې ویې کولای شول په خپل لوړ استعداداو خلص سره  زموږ  درانه او زرین لیکوالان دځان خواته  ور جزب  او ددعوت خپرونې پرې زرینې او رنګینې  کړي  دا کار هر څوک هم نه شي کولای  دا زغم، صبر، حوصیله اوصادقانه اړیکې غواړي .


دیادولوده، چې موږ غم لړلي افغانان (پښتانه) له نېکه مرغه نه یوازې بزګر صاحب لروبلکې، له ټول افغان څخه یې  رانیولې تر لراوبر،تل افغان، بېنوا،خبریال،لوی افغانستان،  سپرغۍاو یو څو نورو پورې داسې هېوادپال افغان وېبپاڼې چلوونکي لرو ، چې دسړي  زړه  پرې باغ باغ شي .


زه  دغو ټولو درنو وېبپاڼو چلوونکو ته په دې تاریخي او دردوونکو شېبو کې  له پاک رب څخه دلا ډېرو نورو بریاوو غوښتنه کوم  دوی دې تل هسک او بریالي وي .


دخپلې لیکنې  په وروستۍ  برخه کې په  موږ ګران  بزګر صاحب  ته  دبې شمېرو مبارکیو ترڅنګ  په  ډېر درنښت سره  نه یوازې ده بلکې زموږ  نورو ګرانو او درنو افغان ویبپاڼوچلوونکوته دا وړاندیز کوم، چې دخپلو قلمي همکارانو انځورونه  هر وخت دهغوی له لیکنو سره یوځای خپاره کړي که کوم څوک خپل انځور او پېژندنه نه ورلېږي دا به په دې مانا وي، چې هغه له  یادو ویبپاڼو او ملت سره دغداري نېت لري .


زمادوړاندیز دنه منلوپه صورت کې دې بزګرصاحب اودا نور درانه افغان  ویبپاڼې چلوونکي  دهغو مرموزو  او مغرضوکسانولیکنې کوم، چې خپل شهرت اوانځورونه  نه ورلېږي یاخپرې نه کړي اویا دې په داسې یوه ټیټه او ځانګړې کتګوري کې خپرې کړې ، چې دلوستونکو زیات نظر نه پرې لګي .


په اخېر کې یوځل بیاددعوت  درانه چلوونکي محمد طارق بزګر ته دزړه په مینه ددعوت  دپاخه زلمیتوب


مباره کي وایم