کور / تازه خبرونه / قاري یوسف احمدي: ایکسپریس تریبیون دروغ وايي

قاري یوسف احمدي: ایکسپریس تریبیون دروغ وايي

طالب ویاند قاري یوسف احمدي د پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس تریبیون هغه خبر رد کړ چې ګواکي طالب مشر ملا محمد عمر پکې د یوه مکتوب پر اساس له پاکستاني طالبانو غوښتي و چې له پاکستان حکومت سره د جوړجاړی وکړي او ټول پام د په افغانستان کې د کفارو په ضد جهاد ته راواړوي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي په یوه رالیږل شوي ایمل کې ویلي چې ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه د نامعلومو کسانو له خولې دا راپور ((د افغانستان د اسلامي امارت مقام )) پورې تړي، چې دا راپور موږ په کلکه ردوو او له رسنیو غواړو چې ناتائید شوي راپورونه خپاره نه کړي.