کور / راپور / پکتيا : يو ښوونځى جوړ او ګټي اخستني ته وړاندي سو

پکتيا : يو ښوونځى جوړ او ګټي اخستني ته وړاندي سو

د څه د پاسه یو میلیون افغانیو په ارزښت ښوونځی ته ودانۍ جوړه شوه
د اریوب ځاځیو ولسوالۍ د مرکزی لیسی لپاره دوه بلاکونه بشپړ او ګټی اخیستنی ته وړاندی شول
په دغو دوه بلاکونو شاوخوا یو میلیون افغانۍ لګښت راغلی چی د پوهنی وزارت له پرمختیایی بودجی یی لګښت ورکړل شوی
دغه ودانۍ په ۲۵ جریبه ځمکه کی له ټولو اړینو ملحقاتو سره د سادات مومند شرکت لخوا په پاخه او اساسی ډول د ۱۸ میاشتو په ترڅ کی بشپړه شوه
ددی ودانی د پرانیستی پر مهال د پکتیا د پوهنی ریس انجنیر محراب الدین شفق وویل چی ددی ودانۍ په جوړیدو د اریوب ولسوالۍ د مرکزی لیسی ستونزی تر ډیره بریده حل کیږی
د غه ښوونځی کی ۲۵۰۰ زده کوونکی زده کړه کوی چی د زرو نورو زده کوونکو کنجایش هم لری .