کور / تازه خبرونه / ځمکه نوره هم مخ په ګرمیدو ده

ځمکه نوره هم مخ په ګرمیدو ده

د ملګرو ملتونو د هوا پيژندنې نړیوالې ادارې په خپل کلنی راپور کې د ځمکې د منځۍ ګرمۍ درجه مخ په لوړیدو ښودلې، ویلي یې دي چې تیر کال موږ د قطبي کنګلونو د ډير ویلی کیدو شاهدان و.
ددې راپور له مخې په تیرو پنځلسو کلونو کې موږ دیارلس ګرم کلونه درلودل چې سږ کال یعنی دوه زره یولسم د دیارلسو ګرمو کلونو په منځ کې لسم ځای لري.
د ارام سمندرګي یخو څپو نړۍ له ګرمۍ څخه ساتله، خو په ختیځه افریقا کی اوږدې وچکالۍ، په ټایلنډ، استرالیا او شاوخوا اړوندو سیمو کې راغلو سیلونو د نړۍ د اوبو او هوا درجه اغیزمنه کړه
د ملګرو ملتونو د هوا پيژندنې نړیوالې ادارې خپل کلنی راپور د جنوبي افریقا په دوربان کې د دوه سوو هغه هېوادونو ګډې غونډه کې وړاندې کړ، چې هڅه کوي نړۍ د مخ په لوړیدونکې ګرمۍ څخه وساتي.