کور / تازه خبرونه / ایران: د برتانیا په سفارت برید شوی

ایران: د برتانیا په سفارت برید شوی

لسګونو قهرجنو زده کوونکو د ایران په پلازمینه تهران کی د انګلستان په سفارت برید کړی دی
دوی د انګستان بیرغ ته اور واچوه او همدا ډول يې له تیلو جوړ لاسی بمونه د سفارت منځ ته واچول.
زده کوونکو د ایران بیرغ د انګستان پر سفارت وځړاوه ، ځینو له دوی د سفارت منځ ته ننوتلی او له کړکیو څخه یې د انګستان سفارت اړوند اسناد بهر ته غورځولی.
دا برید په داسې مهال کیږي چې انګستان پر ایران باندې د لا سختو بندیزونو غوښتونکی دی.
د ایران پارلمان تیره یک شنبې پریکړه وکړه چې له انګلستان سره اړیکی کمی کړي.
ویل کیږي چې ایران غواړي اتومي پروګرام ته لاس رسی ولري او ددې پلان لپاره یې ځينې کارونه تر سره کړی هم دی.