کور / تازه خبرونه / کندهار: دميوند هوټل پر ځای تفريحي پارک جوړيږي

کندهار: دميوند هوټل پر ځای تفريحي پارک جوړيږي


کندهارښاروالۍ د ښاري ماسټر پلان سره سم د کندهار ښار په زړه کي د ميوند په نوم د دوه پوړيزه هوټل او ترڅنګ يې د نورو سوداګريزو سرايونو او ګدامونو د نړولو چاري پيل کړې.


ددې هوټل او نورو سرايونو پر ځاى به د پلان سره سم يو تفريحي پارک جوړ سي او ورسره سم به دې مهمه ساحه کي د ګڼي ګوڼي مخه هم ونيول سي.


دکندهار ښاروالۍ د مرستيال محمد نسيم رضايي په خبره چي په شهېدانو څلور لاري کي ددې هوټل او څنګته يې د نورور تاسيساتو نړونه د عمر فاروق د جامع جومات د رغوني د پلانيوه برخه ده چي په چټکۍ سره پرې کار روان دى.


هغه زياته کړه،چي دکندهارمخکيني ښاروال غلام حيدر حميدي دغه پلان چمتو کړى و،چي نن يې عملا دنړولو چاري پيل سوي.


درضاييدڅرګندونو له مخي ددې هوټل دنړېدو سره جوخت به ددې مارکيت په څنګ دنور په نوم مارکيټ دنړولو چاري هم پيل کړي.


هغه زياته کړه،چي که چيري نورمارکيټ هم ونړول سي،نو ديوه تفريحي پارک په خوا کي به دموټرونو لپاره پارکينګ يا تمځاى هم جوړکړي.


دکندهارڅو تنه ښاريان هم ددې هوټل په نړېدو سره خوښ ښکارېده او وويل،چي ددې کار په ترسره کېدو سره به ديوه پراخ ښار درلودونکي اوسو.


دميوندهوټل يوه دوکاندار،چي خپل ددوکان اړوند توکي يې بارول په خپلو خبرو کي وويل،چي دښاروالي له لوري ورسره ژمنه سوې ده،چي دحضرت عمربن خطاب دجامع جومات په مارکيټ کي به دوکانونه ورته ورکړي.


دکندهارمرستيال ښاروال محمد نيسم رضايي په ورته وخت کي وويل،چي دخلکو دستونزي دمخينوي لپاره به دهوټل دنړولو نوري چاري دشپې له لوري ترسره کړي.


ديادوني وړده،چي دميوند په نوم دغه هوټل چي دکندهارښار ددوهمي ناحيې اړوند دشهيدانو څلورلاري جنوب لوري ته پروت و، ديوه هوټل په ګډون پکښي سلګونه دبېلابېلو توکو دوکانونه موجود وه ، دغه هوټل کلونه کلونه هاخوا دښار په منځ کي جوړ سوى و،چي دامهال دخلکوپه وړاندي يوسرخوږى و.