کور / راپور / د افغان محصلینو اتحادیې «ویښتابه»مجله پرانیسته

د افغان محصلینو اتحادیې «ویښتابه»مجله پرانیسته

د اسلام اباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د افغان محصلینو اتحادیې په (۴قوس/۱۳۹۰ل)نېټه د ویښتابه مجلې لومړنۍ ګڼه د یوې غونډې په ترڅ کې خپره کړه. غونډه د جمعې له لمانځه وروسته پیل شوه چې په لسګونو محصلینو د پوهنتون افغانو استادانو هر یوه، د شریعیې پوهنځي استاد ډاکتر فضل الرحمن او د عربي ژبې او ادب د پوهنځي استاد ډاکتر ګل محمد باسل هم ګډون کړی و. د ویندویۍ چارې محمد نادر پرمخ وړلې. په سر کې قاري صاحب حمیدالله نجیب د قرانکریم څو مبارک ایتونه تلاوت کړل.


د غونډې لومړنی ویناوال، ډاکتر فضل الرحمن و. استاد، د افغان محصلینو اتحادیه د دغه نوښت له امله وستایله چې افغان محصلینو ته یې د لیکنو د خپرېدا زمینه برابره کړې ده. ډاکتر فضل الرحمن محصلین وهڅول چې دې خپرونې سره همکاري وکړي، ځکه دا یوازې د اتحاديې مسؤولیت نه دی چې دا مجله پرمخ بوځي. استاد وویل:« هر څوک دې په خپلې-خپلې څانګې کې د دې مجلې لپاره لیکنې او ژباړې وکړي». استاد له اتحادیې وغوښتل:« د مجلې د خپرېدا وخت ښايي ځانګړی شي او وخت پر وخت خپره شي». ډاکتر فضل الرحمن د مجلې په هکله د همکارۍ ډاډ ورکړ. استاد فضل الرحمن د خپلو خبرو په پای کې له افغان محصلینو وغوښتل چې د خپل وطن په هلکه خپل مسؤولیتونه درک کړي او بې تفاقۍ او دښمنۍ له منځه یوسي.


د غونډې دویم ویناوال، د عربي ژبې او ادب پوهنځي استاد، ډاکتر ګل محمد باسل و. استاد د مجلې د لومړنۍ ګڼې د خپرېدا له امله ډېره خوښي څرګنده کړه او د مجلو او رسنیو پر ارزښت یې رڼا واچوله. استاد باسل هم د افغانانو پر اتحاد او یووالي ټینګار کاوه. همداراز استاد له محصلینو وغوښتل څو خپل قلمونه وڅرخوي.  ډاکتر باسل زیاته کړه:« دښمنانو موږ په قومي، سمتي، ژبني او حتی مذهبي نومونو وېشلي یو، ښایي دغو خبرو ته نور د پای ټکی کښېږدو».


د غونډې درېیم ویناوال، د افغان محصلینو د اتحادیې رئیس ګل رحمان منګل و. ښاغلي رئیس د خپلو خبرو په پیل کې د غونډې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه. منګل ګډونوالو ته د مجلې په باب معلومات ورکړل. ده وویل:« دا یوه علمي، فرهنګي او ټولنیزه خپرونه ده». ګل رحمان منګل د مجلې د نامه (ویښتابه) په اړه وویل چې (ویښتابه) د افغانستان د نامتو مفکر علامه سید جمال الدین افغان پروژه وه، څو مسلمانانو د ښکېلاک پرضد ویښ او بیداره کړي. د افغان محصلینو د اتحادیې رئیس هم افغان محصلین یووالي او اتفاق ته وبلل او ویې غوښتل چې د نفاق او بدبینۍ بدغونې کرښې له منځه یوسي. په پای کې ښاغلي منګل د مجلې له مسؤول مدیر، ښاغلي زاهد جلالي نه هم مننه وکړه چې د مجلې په اړه یې هڅې کړي دي.


د غونډې په پای کې محصلینو د ۲۰روپو په بیه مجله وپېرېده. غونډه د مازدیګر له لمانځه سره سمه له دعا وروسته پای ته ورسېده.