کور / تازه خبرونه / د بن کنفرانس د ولسمشر کرزي په وينا پرانيستل سو

د بن کنفرانس د ولسمشر کرزي په وينا پرانيستل سو

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د بن دوهم نړۍ وال کنفرانس پرانيستى او له نړۍ والي ټولني يې وغوښتل چي د راتلونکو لسو کلونودپاره له افغانستان سره نوري مرستي هم وکړي.
ولسمشر کرزي پر نړۍ واله ټولنه ږغ وکئ چي تر ٢٠١٤ کال وروسته افغانستان يوازي پرېنږدي او له هيواد سره يې مسلسلو مرستو ته دوام ورکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيري چي هم په دې غونډه کي يې ګډون کړى وويل ولسمشر کرزى دي نړۍ والي ټولني ته ژمنه ورکړي چي په خپل هيواد کي به فساد له منځه وړي او په ٢٠١٤ کال کي به د ولسمشرۍ شفافو انتخاباتو ته لاره هواروي.
د بن کنفرانس چي له طالبانو سره د سولي خبري يوه له اصلي موخو ګڼل سوې، د طالبانو کوم استازي ګډون نه دئ پکښي کړى.
تر دې دمخه ځينو رسنيو دا ادعا هم کړې وه چي د طالبانو له خوا مولوي وکيل احمد متوکل او ملا عبدالسلام ضعيف چي اوس دواړه په کابل کي اوسېږي ګډون کړى دئ، خو له آزادۍ راډيو سره مولوي متوکل او ملا ضعيف دواړو د طالبانو استازيتوب رد کړ او ويې ويل چي دوى په کابل کي دي.
د بن کنفرانس به سبا او بل سبا هم دوام وکړي.