کور / تازه خبرونه / لوړ رتبه دولتي پلاوي له نېش ولسوالۍ ليدنه وکړه

لوړ رتبه دولتي پلاوي له نېش ولسوالۍ ليدنه وکړه

په کندهار کي لوړ رتبه دولتي چارواکو ددې ولايت د نېش ولسوالۍ څخه د چهارشنبې په ورځ ليدنه وکړه او هلته يې له نژدې د خلکو سره د هغوى پر ستونزو، مشکلاتو او وړانديزونو خبري وکړې.


ياد لوړ رتبه پلاوي چي کندهاروالي يې مشري کول پکښي ددې ولايت امنيه قومندان ، د سکتوري ادارو ټولو رئيسانو او په کندهار کي د ميشتو نړيوالو مرستندويه ادارو استازو برخه اخستې وه.


کندهار والي او ورسره پلاوي په پرونۍ ليدنه کي هلته له ولسوال، د امنيتي ځواکونو له قومندانانو او سلګونه قومي مشرانو او مخورو سره وليدل.


نېش د کندهار په شمال کي د هغو ولسواليو کي په کتار کي راځي چي څه باندي دوې اوونۍ وړاندي پکښي د افغان ملي پوليسو په مشرۍ پراخ چاڼيز عمليات پيل سوې او تر دې دمه ګڼ شمېر سيمي له وسلوالو مخالفينو او ماينونو څخه پاکي سوي دي.


په شمال کي ددې ليري پرتې ولسوالۍ اوسېدونکو په پرونۍ ليدنه کي وړانديز وکړ چي په لومړي قدم کي دي له دې ولسوالۍ تر اروزګان ولايت غځېدلى ٤٣ کيلو متره سړک په پاخه او اساسي ډول ورغول سي څو ورسره د خلکو ستونزي پاى ومومي او په اسانه سره د ولايت تر مرکزه رسيدګي وکولاى سي.


هغوى د څښاک د پاکو اوبو نه شتون، د روغتيايي مرکزونو او ښوونځيو کم شمېر، د ولسوالۍ په کچه د سکتوري ادارو د استازو نه شتون او په ټوليزه توګه د لومړنيو خدماتو نه وړاندې کېدا د خپلو اساسي ستونزو په توګه يادي کړې او ددې ستونزو د حل لپاره يې ولايتي اداره ور وننګول.


کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د نېش ولسوالۍ اوسېدونکو د غوښتنو او وړانديزونو تر اورېدا وروسته له هغوى سره ژمنه وکړه چي د کرهڼي د ودي لپاره به سمدستي دې ولسوالۍ ته پنځه تنه مامورين استخدام کړي او د نورو ذکر سوو ستونز د حل په موخه به هم په ولايتي او هم مرکزي کچه خبري او اقدامات وکړي.


هغه زياته کړه چي راتلونکې اوونۍ به د وزيرانو شورا په جوړېدونکې غونډه کي د ګډون پرمهال هم ددې ولسوالۍ د اوسېدونکو غوښتني او وړانديزونه ګډونوالو ته واوروي تر څو په لوړه کچه هم ياده موضوع مطرح سي.


والي د خپلو خبرو پرمهال وويل چي دولت ددې وړتيا لري چي په ليري پرتو ولسواليو کي هم د خپلو خلکو سره له نژدې وويني او د هغوى ستونزو حل لاري ومومي، هغه په عين حال کي غوښتنه وکړه چي ولسي وګړي دي د هغو پروژو او کارونو چي د دولت لخوا د ولس د ژوند ښه کولو په موخه په لاره اچول کيږي ملاتړ وکړي.


د کندهار د پوهني رئيس پوهنيار نجيب الله مجددي وويل چي نېش د کندهار ولايت د سرد سېره وسواليو په کتار کي راځي چي اوس د ښوونيز کال پاى ته رسېدا ته لږ وخت پاته دى خو په وينا يې چي د نوي ښوونيز کال له پيل سره سم به ټولو اورېدل سوو ستونزو ته د پاى ټکى کښېږدي.


په کندهار کي سيمه ييزي دولتي ادارې له يو نيم کال کابو دوو کلونو راهيسي هڅي پيل کړي څو د ټولي چاري له مرکزه وسواليو ته وغځوي او په ليري پرتو ولسواليو کي ولسي وګړو ته اړين خدمات وړاندي کړي.