کور / هراړخیز / دقوس له ١٨ نېټې ٢٥کاله او يوه ورځ تېرېږي

دقوس له ١٨ نېټې ٢٥کاله او يوه ورځ تېرېږي


ژوند د اوښکي په څېر دى  کله چي دسترګودباڼو دبېخو په جيږنو کي را پيدا سي کوچنيوالي او طفوليت دوره تمثيلوي ددې اوښکو شفافيت هم دا سي وي لکه دکوچنيوالي مر حله سادګي ، پاکي ، پاکه زړه توب، مينه او ….يې  مله وي لامل يې همداسي چي  دکوچنيوالي ددورې غوندي دهريوه په زړه کي دجذابيت ولوله را ژوندۍ کړي خو کله چي دا اوښکه پر بارخوګانو ((اننګو)) را توى سي ځانته بل کيف اخلي داوښکي په مماس دبارخو پر غولي تېرېدل يې دځوانۍ له هغو شېبو سره مله سي چي احساس پيا وړئ  کړي کله چي دځوانۍ په دې مرحله دفعالت لپاره هدف لټېږي ،  ورځيني تېره سي  دا اوښکه په داسي حال کي دګرېوانه پر ټټر پرېوزي چي دانسان دپوخوالي دپړاو لړۍ له څلوېښت کلنيه پيل کړي او همدا سي چي اوښکه چي دګرېوانه پرټټراو ګرالبو ځان جذبوي هغه سي همدا،داده پوخوالي پړاوونه تېر سي چي پر ټټر داوښکو دوچېدو سره سم  انساني موقتي ژوند هم هغه وروستۍ سلګۍ ووهي
هو!
همدا سي ده ددې سلګۍ لپاره  دژوندانه داختتام په دستور بېلابيلي بهانې ، وسيلې ، او ټوټکې وي  خو يوه خبره چي په هر اړخ کي توافق پر راځي هغه دژوند وروستۍشېبه ده چي هيڅ کله بيا ددې دنيا پر مخ نه را ګرځي
نه غواړم چي درومانټيکي فلسفې په غېږه درياليزم په ژبه دې ليکني ته دوام ورکړم ولي داسي يوه شېبه چي له نن څخه پوره ٢٥کاله او يوه ورځ تېرېږي دهغې سه شنبې ورځي دسهار دلس بجو او لسو دقيقو په ياد داليکنه کوم ، کوم چي دکندهار ښارپر مرکزي نقطه دهرات دروازي ((شهيدانوپرچوک ))دروسيو الوتکو بمبارد ، د٦٥٠ تنو ژوند ځيني واخيست ، زخمي يې کړل بې لاسو او بې پښو يې کړل
ددې پيښې اصلي لامل په پاشمول کي ديوې غټي قوي  چي په يوه اړخ کي يې دهغه وخت حکومت ددوهم لمبر قول اردو او روسي لښکر په بل اړخ کي مجاهدين ول ديوې پراخي جګړې شاهد وو چي وروستۍ پايله کي دمجاهدينو دبرياليتوب له امله دهرات دروازې پرچوک همدا حادثه را منځته سوه دې حادثې نه يوازي دا چوک تر خپل تاړاک لاندي را ووست بلکه ور سره تر څنګ دمېخانيکي لېسې دشرقي دېوال په دباندي اړخ کي داوبو زخيرې ته څېرمه چي اوس پرې کورونه ودان او هماغه وخت دناجو باغ په نامه دناجوګاو يو پراغ ځنګل بلل کېده په اړخ کي يې دشوروي اتحاد دهغه وخت جوړ اته ټېره موډرن زرې پوښ په کښي ويجاړ سو
دهغې ورځي دشهيدانو دياد ترڅنګ دافغان دټول اولس دهغو شهيدانو پر روحانو دي درود وي چي زموږ لپاره يې سرونه بازلي دي .


داياداښت زماليکوال په لسکلنۍ کي  دمتعليمۍ ددورې له کتابچې څه دى  .