کور / تازه خبرونه / دچارسدې په تنګي كې مشاعره وشوه

دچارسدې په تنګي كې مشاعره وشوه

تنګي : د قلم طاقت پښتو ادبي تحريك تنګي تر سېوري لاندې د پښتو يوه آزاده مشاعره د چارسدې تنګي سيمه كښې وشوه۔ چې مشري يې پير يار محمد طوفان وكړه ۔ اوپه دې مهال سيد سراج الاسلام مشر مېلمه ؤ۔ دې نه ځان ته زلمي ټولنيزکارکوونکي منظور بشر شهيد د خاص مېلمه په توګه په دې مشاعره كښې ګډون كړې و۔ د مشاعرې د چار تنظيم چيئرمېن آزاد هشتنغري ترسره كړې او د تنظيم صدر خاطر اشنغري په دې مهال كوربه ؤ۔ مشاعره كی ثاني ګل سانې سمندر٬ ښائسته الرحمن پروېز شېدا٬ يحي جان سائل ٬ محبوب ګل ياسر ٬ ګوهر علي ګوهر٬ شېدا عمرزۍ ٬ اختر ٬ سهېل شاد دلاور غرڅنى ٬ بېدر اتمانخيل٬ بلال ګل آبادي ٬ صابر شاه صابر٬ خان عمرزى ٬ عاصم خيال ٬ دولت خان دولت ٬ سراج باچا او آزاد آشنغرې خپل كلامونه وړاندې كړل۔