کور / تازه خبرونه / په کندوزکې دکورش لوبې لپاره دډګر دبنسټ ډبره کیښودل شوه

په کندوزکې دکورش لوبې لپاره دډګر دبنسټ ډبره کیښودل شوه

ددی وړاندی د کورش فدراسیون لوبې د کندوز ولایت په بیلابیلوځایونوکې په پراګنده ډول ترسره کیدلې ،دغه فدراسیون په وروستیوکې پدی وتوانیده چې کورش سیالیو لپاره ددغې لوبې مینه والوپه مرسته یوځانګړې ډګرپرانیزه وکړئ.

په کندوزکې د کورش لوبې مسوول استادمحمدانور وایې« چې د کورش لوبې لپاره ډګربه ۲۰ متره اوږدوالې ،۸متره سورولرې اوهمدارنګه د ننداره چیانولپاره یولوی هال چې په آهن چادر به پوښلې وی هم په پام کې نیول شویدی چې ټولیزلګښت یې ۳۵۰۰۰امریکاېې ډالره کیږی خوهغه جوته نکړه چې لګښت به یې د چاله لورې ورکول کیږی. »

په همدې ترڅ کې استاد محمدانور زیاته کړه« اووه اته کاله پخواچې د کورش لوبه په بین المللې کچه رسمې شوې نه وه په کندوزکې یې ګڼې ستونزې درلودی آن مونږبه خپل تمرینونه دوښوپه سرباندی ترسره کول خودڅه مودې راهیسې چې مونږ د کندوزځوانانود کورش په برخه کې داخلې اوبهرنې ښې لاسته راوړنې راوړلې له هغې وروسته دالمپیک ملې کمیټې پام هم دغې لوبې ته راواوخوښت نویادې کمیټې زمونږ سره دوسائلوپه برخه کې په ځانګړې ډول دتوشکوپه برخه کې مرسته وکړه.»

له بلې لورې د کندوزپه ولایت کې د نوور لوبومینه وال وایې د کورش د ډګرجوړیدل دکندوز ولایت ټولو ورزشکارانود یوځای کیدنې اوانسجام لپاره یوښه اقدام دی په دی چارې سره به د پهلوانې لوبه چې په کندوز ولایت کې ډيره پخوانې سابقه لرئ نوره هم رونق ومومې. سربیره پردی دوی دالمپیک دملې کمیټې مسوولینونه غوښتنه وکړه چې یاد ولایت دی لدې وروسته له پامه نه غورځوی.

په کندوز کې دکرکټ فدراسیون مسؤل نورعالم فرید وايې « کندوزپه پهلوانې کې قدرتې ښه نوم لری تل یې د پهلوانې په برخه کې په نړیواله کچه دافغانستان نوم اوچت کړئ په دی سره به ځوانان نور هم وهڅیږی چې یادې لوبې ته زیاته پاملرنه وکړئ»

همدارنګه په کندوزکې د ورزش مشرعبدالغفورقیومې وایې « بالاخره د کورش فدارسیون سره سلاته ورسیدوچې دسپین زرشرکت ځنې ځمکه واخلواود کورش لپاره مستقل ډګرجوړکړو زه په پای کې دسپین زرشرکت له رئیس نه مننه کوم.»

ددی ترڅنګ په کندوزکې یوشمیرځوانان چې د کورش لوبغاړې یامینه وال دی د کورش فدراسیون دغه نوښت ستایې اوله دی کبله خوښې څرګندوی، د چاردرې ولسوالې ۲۰کلن پهلوان ګلبدین چې په سل کیلوګرام وزن کې لوبه ترسره کوی وایې « مخکې مونږځانګړې ځای نه درلوده ډیری وختونه به زورواکانو مونږ لوبې ته نه پریښودلوکله به یوځای کله به بل ځاې لوبه کیدله ،واقعاْ د کورش لپاره د ډګرجوړل یوه اړتیاوه وه چې ترسره شوه.»

دمګړې د کندوزولایت مرکزاو ولسوالیوپه ګډون ۵۷۰ تنه پهلوانان د کورش فدراسیون سره ثبت اوراجستردی چې ددی منځه ۹ تنه پدې توانیدلې چې د هیوادملې ټيم غړیتوب ترلاسه کړئ.