کور / تازه خبرونه / په کندوزکې معیوبین د بیکارې نه ګیله من دی

په کندوزکې معیوبین د بیکارې نه ګیله من دی

د کندوز د کاراوټولنیزوچارو رئیسه میرمن معصومه یقین چې ادارې فسادسره دمبارزې نړیوالې ورځ په مناسبت په یو کنفرانس کې ویناکوله وویلې د دوی ریاست په تیروڅوکلونوکې هڅه کړی چې د بیکارې کچه معیوبینواومعلولینوراښکته کړی مګر هغې اعتراف وکړچې ورځ تربلې دغه ستونزه مخ په ډیریدو ده اوپه ټولنه کې د بیکارې کچه ورځ په ورځ زیاتیږی.

د کندوز دکاراو ټولنیزو چاروریاست چارواکې وایې ددی لپاره چې معیوبین اومعلولین په ټولنه کې فعال او رغنده رول ولوبوي یاد ریاست یوشمیرکسانوته کارې زمینه برابره کړیده.

د کندوز ولایت دکاراوټولنیزو چارو رئیسه میرمن معصومه یقین وایې « په ټول کندوز ولایت د ۳۰۰۰ زره په شاوخواکې معیوبین اومعلولین موجود دی چې ددی ډلې نه ۲۱۸۰ کسانودکاراوټولنیزوچارو ریاست سره ځانونه ثبت اوراجسترکړیدی،یاد ریاست سږکال ۴۴۰ تنوته کارې زمینه مساعده کړیده. »

ددی ترڅنګ دیاد ولایت یوشمیر معیوبین اومعلولین دفقر،بې روزګارې،په دولتې اونادولتې اداروکې بډواو ادارې فساد اواقتصادي ستونزوڅخه سخت سرټکوي اوله دولت اواړونده ادارو نه په کلکه غواړې چې یادوستونزو ته ځان ورسوي.

یقین وایې ریاست یې هڅه کوي چې دټولنې دغه قشرته دهرې ممکنه لارې نه چې لازم ځانګړې پروګرامونه چمتوکړي ترڅوپه یاد ولایت کې دمعیوبینو اومعلولینو دبیکارې کچه راکمه کړي شي.

میرمن معصومه وایې دځینوخیره موسسوپه مټ يې یوشمیر معیوبواومعلولوکسانولپاره کارې زمینه برابره کړی چې په دی برخه کې دسویډن کمیټې اومیرسې کارپ موسسې مرستې دیادولو دی.

مګر بل لورته په کندوزکې ګڼ شمیرمعلولینو اومعیوبین دهغه معاش ځنې چې دکاراوټولنیزوچارو ریاست لخوا ورته ورکول کیږی راضې ندی، دوی له افغان دولت او اړونده مرستندویه ادارو نه غواړې چې دټولنې دغه محروم قشرسره خپلې مرستې ونه سپموئ.

ګل آغا چې خپله پښه یې له لاسه ورکړی وایې «مونږچې کله ډاکټرانوته ځوزمونږ معذوریت ته نه ګورئ ، دوی بایدزمونږ څخه نیم فیس واخلې ځکه کوم معاش چې مونږته دولت راکوي په هغې هیڅکله زمونږ کوزاره نه کیږی. »

همدارنګه ۲۲ کلن سیدنسیم وایې « زه تل په یونوم اوبل نوم د حقوقو دغوښتنې نارې اورم لکه دښځو حقوق اوداسې نور مګر یوه ورځ هم زمونږدحقوقوپوښتنه ،نه نړیوالو اونه هم دولت وکړه معیوبین له ګڼوژوند ستونزوسره مخ دی اړونده اداروته لازم دی چې ددی محروم قشر اواز واوری په دی هیوادکې ځنې دمړښته وپړسیدل، او مونږبیا بیګاه ته ډوډی نلرو.»

په افغانستان کې دری لسیزوتپل شویوجګړو ددی هیواد په میلیون انسانان معیوب اومعلول کړل مګر تراوسه پورې دافغانستان دولت ددی ستونزې اومعضلې ته دحل کومه لازمه لاره نده موندلې دهیوادپه هرګوټ کې یاد قشر د ګڼوستونزو په ډیرو بدوحالاتوکې ژوند تیروئ.