کور / تازه خبرونه / قبايلي طالبان: د پاکستان د حکومت سره یې خبري کړي دي

قبايلي طالبان: د پاکستان د حکومت سره یې خبري کړي دي

که څه هم مخکي د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرواترو راپورونه خپرېدل، خودالومړی ځل دﺉ چي دتیري شنبې په ورځ د قبايلي طالبانویومعلوم رهبر مولوي فقیر محمد دخپل نوم په ښودولوسره تائیدکړه، چي دوى دپاکستان دحکومت سره د سولي موافقې ته نيژدې دي.
د موافقې له مخي به دغه ډله د پاکستان دحکومت په وړاندي خپل څلورکلن سخت دریځ پای ته رسوي خوپه افغانستان کي به دهر فعالیت له پاره ازاد وي. بلي خوا ديوه راپور له مخي ویل کیږي چي پاکستان ۴۱۵زنداني طالبان ازدا کړل.
مولوي فقیرمحمد په یوه تلیفوني مرکه کي وویل چي دحکومت سره ددوی داړیکو بهیر ښه روان ؤ او ژر دﺉ چي د پاکستان د حکومت سره یورسمي پرېکړه لیک هم لاسلیک کړي. نوموړي دپاکستان د حکومت سره د سولي شرطونه څرګند نه کړل، خومخکي یې څرګندوني کړي وې چي دوى به دپاکستان د فوځ اوامریکا ترمنځ خړپړتیا رامنځ ته کوي. ددوى داڅرګندوني دپاکستان اوامریکا داوږدمهال اړیکو په اړه د واشینګټن اندېښنې راوپارولې. د پاکستان لومړی وزیر یوسف رضا ګېلاني وايي چي د ده حکومت د طالبانو سره د ډیالوګ د پالیسۍ له مخي همدې موافقې ته رسېدلی دﺉ. دپاکستان حکومت مخکي ویلي وه چي دوي به ترهغه مهاله دوسله والوطالبانوسره سوله ونه کړي ترڅو چي تسلیم سوی نه وي. که څه هم دپاکستان حکومت دسولي دخبرو خبرتائیدوي خوواشینګټن دشک په سترګه ځکه ورته ګوري چي نوموړي ګروپ په تېرو څلورو کلونو کي حداقل ۳۵۰۰۰ خلګ یې وژلي اودالقاعدې سره تړاو لري. دپاکستان اوامریکا دواړو ترمنځ اړیکي داسي مخ په کښته راواني دي چي دپاکستان په تاريخ کې هیڅ ساری نه دئ ليدل سوی.

سرچینه: نیویارک ټایمز