کور / تازه خبرونه / دپښتوژبې ستراديب اوتاريخپوه قدرالله حداد ومړ

دپښتوژبې ستراديب اوتاريخپوه قدرالله حداد ومړ

دافغان ملت سترلارښود اودافغان ملي تاريخ اوملي فلسفې راژوندي کونکي تاريخپوه قدرت الله حداد
دافغانستان په وخت بيګاماښام دامريکا په ورجينياښارکي ومړارواښادقدرت الله حداد دزياتې مودې راپديخواناروغه و اوسره له ناروغۍ يې هره ورځ دافغانستان په ملي تاريخ اوملي فلسفه دساپي ويبپاڼې ته ليکنه کوله ددي فاني دنيانه دتل لپاره ولاړقدرت الله حداد د افغان ملت ګوند د موسس غلام محمد فرهاد، چې په پاپا مشهور و، ورور و قدرت الله حداد، چې له اره د میدان اوسېدونکی و، د ۱۹۳۰ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه په کابل کې زېږېدلی.
قدرت الله حداد په ١٣٣٠ ل هـ کال د انيس په جريدې کې کار کړى، بيا د ښاروالۍ په رياست کې د پامير جريدې خپرول ورته سپارل شوي، وروسته د اقتصاد د جريدې مرستيال شوى دى.
ښاغلى حداد ((فرهاد)) څلور کاله د ژورناليزم کورس ولوست، رسمي سند يې ترلاسه کړ او د رحمان بابا لومړنۍ جايزه ور په برخه شوه، بيا د سرې مياشتې د تبليغاتو مدير شو، لس کاله يې ماموريت کړى او د پښتو ملي ژبې ښوونيز کورسونه يې هم چلولي دي .
په ١٣٤٥ ل هـ کال کې د ((افغان ملت)) د جريدې مسوول چلوونکى وټاکل شواو د ملي پيدايښت پر ارزښتونو يې د مشرانو اندونه راټول کړل. د ده د کار په بهير کې ((افغان ملت)) جريده دوه ځلي مصادره شوې او دى محکمې ته غوښتل شوى دى.ښاغلي حداد دوه يمه درجه مطبوعاتي جايزه هم اخيستې او د ټولنيزو، کلتوري او تاريخي څېړنو تل ته ورکوز شوى دى. هغه وخت چې د افغان سرې مياشتې د تبليغاتو مسوول و د ايران زلزله ځپلو ته يې پنځه ويشت زره ډالره نغدي مرسته رسولې او هلته يې له ايراني تکړه ليکوال علي دشتي او شاعر رهي معیري سره کتلي او د پښتو ژبې په باره کې يې ورسره بحثونه کړي دي.
په ١٣٥٠ ل هـ کال کې د بنگله دېش نړيوال سيمينار ته لاړاو د سولې د ټينگولو په بحث کې یې برخه واخیسته. دغه راز يې په کلکته کې د مهاجرو کمپونه لیدلي دي .
په ١٣٥٧ ل هـ کال کې د ثور د خونړۍ کودتا پر مهال اتلس مياشتې بندي شو؛ خو په تقدیر کې یې هلته مرګ نه و لیکل شوي، ژوندى ترې راووت. په ١٣٦٠ ل هـ کال کې پېښور ته مهاجر شو
کله چې له پېښوره کلېفورنيا ته مهاجر شود افغانان وپرپېښو، اندېښنواو تاريخي شتون يې ((د افغان ملي تاريخ)) دوه ټوکه د پښتو او پښتنوخوا خوږو ته وليکل او ((د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز)) پر لگښت چاپ او خپاره شول چې د لوستونکيو له تاوده هرکلي سره مخامخ شوي دي .
خداى بخښلې حداد دناروغتياپر وخت خپلې کورنې ته ويلي وو که امکان يي درلود خپلې خاوري ته مې ورسوئ اوکه تاسې ته زياته مشکله وه نوپه ويرجينياکې مې خاوروته وسپارئ دا اوس نده خرګنده چي کورنې به يي څه ډول تصميم نيسي دساپي دپښتوخيړنواو پراختيا مرکزبنسټوال امام الدين ساپي ،دهغه کورنۍ او ددفترټول کارکوونکي يي په مړينه دارواښاد دکورنۍ سره داغم شريک بولي
اروايي ښاده
دساپي پښتوخيړنواوپراختيامرکزپيښور