کور / هراړخیز / دپښتواوپښتنوپه بڼ كې ورستى ګل هم ورژيد

دپښتواوپښتنوپه بڼ كې ورستى ګل هم ورژيد

 مرحوم خادم وايي:دمېندوسرغوړيږي دزامنوپه بلوغ


                          وطن دښوځلموپه سرفخر كوي


 ګرانولوستونكونه پوهيږم دكوم ځاى  څخه يې  شروع كړم قلم دهغه چاپه وير دغم اوښكې تويوي چې  دهغه  دپښتون،باغيرته،بايمانه،باناموسه،دينداره، په وطن اوخپلواكۍ مين،داصيلواوسوچه پښتنودلارې  مشعل اودپښتنودملي فلسفې دڅيړونكى اوښوونكى  په ناڅاپي مړينه ژاړي چې دروان كال اوروانې  مياشتې  په پنځلسمه نيټه (١٥)داسمان هغه ستورى راپريوت چې په اوريدويې  غوږونه كاڼه اوسترګووينې تويې  كړې  دادقلمي توري خاوند مرحوم قدرت الله حدادفرهادوود ده دشخصيت سره هرافغان اشنايي لري  چي زما اړيكې   ورسره پخوانۍ  مګر وروستي يولس كاله ديادونې  وړبولم. ورځني  حالات څيړل اوهم به يي يوه نيمې  ټوكې  اودتيرومشرانويادونه راتازه كولچي داسلسله دروانې  مياشتې  څوارلسمې  نيټې  ته راورسيده اودښه قسمتهچي په اخري شپه مودټيليفون  پواسطه خبرې  وشوي نورې  خبرې موبلې شپې  ته پريښودې  ځكه زمازوي كنشكاء وركره ميلمه وواوهلته دغرمې  ډوډۍ وخت وونومخه ښه موسره وكړه اوپرې  مي چې  هرڅومره تيلفون وشرنګاوه فايده يې  ونكړه چي بلاخره يي دمرګ جرنګې  وټنيګيده په هرتقديرګرانو وطنوالوماچې  په دومره اوږده موده كې  چې  اوريدلې دي پس دشاربلويي كوچ ستاسوحضورته ږدم.


   .سپيڅلتيا:ده پخپل ټول ژوند كې  هيڅ نوع اختلاس،رشوت اوټګي برګي


 په ورسپارل شوودندو كې  نه ده كړې  اومادياتوته تسليم شوي نه  وو،اود


 رحمن باباد دې  شعرڅخه متاثروو.


پادشاهانوكه قصرونه كړل اباد.مادعشق عمارتونه كړل اباد


 نوم دكوم يوپادشاه هسي ياديږي.لكه نوم دمجنون اودفرهاد


 زه رحمن دزمانې  له جوره درومم.خپل صاحب لره په درداوفرياد


 ٢ .متانت:دې  دومره متين شخص ووچي هيڅكله قدرت،پيسواودوطن په سر


 معاملې  ته په ګونډوشوي نه دى تل هسكه غاړه ولاړوو.


٣ .ريښتنولې:دى  دومره رښتينې  ووچې  په مجالسواوخپلوليكنوكې  اړولې


 خبرې  نه كولي.


٤. پښتونولي:ده هرڅه.شرافت،ښه شخصيت په پښتنولۍ  كې  ليده.


٥. پوهه:د ده دپوهې كچه دومره لوړه وه چې  داسياډيروتاريخ پوهانوورته


 ځانونه تسليم ګڼل.


٦.خوي اوعادت:دې  دومره خاكساره اوبې  كبره انسان ووچي دحضرت


 عمرفاروق (رض)دلارويانوپه صف كي شميرل كيداي شوو.


٧.كورنۍ:اولادونوته ښه پلار ميرمنې ته څښتن وواودفرهادكورنۍ ته دهغوي


 دوياړنوښه ساتونكي وو.


٨.دوستان:دوستانوته يو ښه دوست،وروراوپوخ ملاتړى وو.


٩.ټولنه:افغاني  ټولنې  ته ريښتونى  خادم اوپه چوپړكې  يي نه ستړى كيدونكى


 مبارزوو.


١٠.پښتانه:پښتنوته دسراومال تيراوديوې  ښې  راتلونكى  په اميدليكنې  كولې


 اوديوروڼ سباپه ارمان وو.


١١.اسلام:په اسلامي اصولوپابنداوداوسني  كړكيچ اواشغال څخه دخلاصون


 لاريې  داوسني  ملي مقاومت اوداسلام دلارې  دسرښندونكواوديويشتمې  پيړۍ دحربي


 قوماندان ملاءمحمدعمرمجاهدپه لارښوونه كې  ليدله.


ګرانوعزيزانوكه هرڅومره وليكل شي بياهم قلم اوكاغذبه يي توانايي ونه لري


 خوپه پاى  كې  راځئ  راسره د دعالاسونه دالله تعالاج دربارته لپه كړوچي مرحوم


 حداد فرهادته دې  په جنت فردوس اودانبياوواواولياوپه صف كې


 حساب كړي كورنۍ اودوستانواوپه مجموع كې  ټولوپښتنوته دزړه صبروركړي


 اوزه خپلې  خبري دمرحوم خليق په شعر راټولوم.


اي اسمانه ولي نه شوي رانسكور.اى افتابه ولي نه يي دغمه تور


 لويو!غرونوولي ريزمريزنه شوئ.   ونوبوټوولي نه سوزئ په اور


 ځمكې ،پړق له ډيره درده ولي نه چوي.ستادپاسه څومره ويردى  څومره شور


 ستاكاسه خوډكه شوي معلوميږي.يقين نه دى  چي ته وپاى  څه نور


 نن دى  واردى  چي څوك وژنى  اوڅوك نيسى .تل به نه وي ستادظلم باغ سمسور..