کور / تازه خبرونه / لختن شتاین ۲۶ شینګن هېواد شو

لختن شتاین ۲۶ شینګن هېواد شو

د لختن شتاین هېواد چې د اروپا، یو له دریو وړو هېوادونو څخه دی، نن د شینګن هېوادونو له ډلې سره یو ځای شو.

لختن شتاین په دوه زره اتم کال کې له شینګن سیمې سره د یو ځای کیدو غوښتنه کړې وه، خو ځینې شرطونه یې باید عملي کړي وای چی له هغه ډلې د پولو د ساتلو، امنیت او ځینې نور راځي.

نن اروپايي اتحادیې په خپله ورځنۍ غونډه کې پریکړه وکړه چې ورسته له دې لختن شتاین هم یو د شینګن هېوادونو له ډلې دی چې تګ ته به یې د شینګن د هېوادونو کسان ویزې ته اړتیا ونه لري.

د شینګن تړون د نیدرلنډ، فرانسې، جرمني، لوګزامبورګ او بلجیم لخوا د نولس سوه پنځه اتیایم کال د جون په څوارلسمه نیټه د لمړي ځل لپاره لاس لیک شو.