کور / هراړخیز / دحداد فرهاد،یاداوفریاد!

دحداد فرهاد،یاداوفریاد!

ډیرتفاوت شته په انسان کي دمعني په لحاظ
            واړه لګیادي ځیني ځان ځیني جهان جوړوي      الفت



په خواشینۍ سره مي خبرترلاسه کړچي نومیالي مؤرخ ،تکړه لیکوال اوغښتلی مبارزارواښادقدرت الله حدادفرهادچي په ۱۹۳۰ز،کال کابل کي زوکړی ؤ،د۱۳۹۰ل،دلیندۍ په ۲۵مه نیټه دامریکاپه ویرجیناایالت کي ملک الموت ته خپله ساه وسپارله ، هسک څښتن (ج)دي مرحوم ته خپله رضاء ورنصیب کړي ،کورنۍ ،دوستانواوقریبانوته دې صبرجمیل ورپه برخه کړي .روح دې ښاد،یاددې تل وي 
ارواښادحداد دشلمي میلادي پیړۍ په وروستۍ نیمایې اودیویشتمي هغې په لومړۍ لسیزه کي  دافغان مظلوم ولس لپاره په سیاسي ،فرهنګي اوټولنیزوبرخوکي بېساري خدمتونه ترسره کړي دي .په ۱۳۵۷ل،کال دثورکودتاچیانوبندي کړاواتلس میاشتي یې دزندان دتوروتموشاته تېري کړې .نوموړي دتېروڅوکلونوراهیسي د«پیښي ،اندېښنې اوڅرګندوني »ترسرلیک لاندي دګران هیوادپرروانوحالاتوزیاتي لیکني کړي چي زیاته برخه یې  دساپي دپښتوڅیړنواوپراخیتامرکزپه ویبپاڼه www.scprd.com،وحدت ورځپاڼه اونوروکي  په پرله پسې توګه خپرې شوي اوبیاپه کتابي بڼه چاپ شوي  دي ،دغه رازیې په وروستیوپنځلسوکلونوکي د«افغان ملي تاریخ »په نوم په دوه ټوکه کي خورا معتمداومفصل  تاریخ لیکلی اودنیکه مرغه چاپ شو ی هم دی  .
خدای بخښلی حدادفرهاد دسپېڅلي احساس ،ټینګي ارادې ،استقامت اوشجاعت څښتن مشرؤ،تل یې داسلام اوهیوادڅخه دفاع کړې اوددښمنانوپرضدیې پرېکنده دریځ درلود،هغه دزیاتروګوندي ملګروبرعکس وافغانستان ته دامریکا- ناټوپوځیانوراتګ دنړیوالوبین الدولي اوبشري نورمونوخلاف بربنډیرغل باله ،دکرزي په مشري دکابل رژیم یې کاملایوه بلواکه اوګوډاګۍ اداره بلله .دکابل رژیم اودهغه  دیرغلګروبادارانوپرضدمقاومت کونکي یې ستایل ،په کړونویې ویاړکاوه ، په هغوی (طالبانو)پوري یې دافغانستان دخپلواکۍ اودافغان ولس دسوکالۍ هیلي غوټه کړي وې  آن چي دهغوی ددریځ ننګه اوکلک ملاتړیې کاوه ،دطالبانوتحریک یې دافغانستان اسلامي امارت  اورهبریې دعالیقدرامیرالمؤمین ملامحمدعمرمجاهدپه القابویاداوه .داؤ  دمرحوم حدادفرهادیاد،په لاندي کرښوکي یې فریادته غوږشئ !


۱-دناټو يوه ټانکر باندې چاودنه، پنځه ويشت نور بشپړ سوځولي دي
۲-په ٢٠٠١د ٩/١١ کې چې کومه پېښه په نيويارک او واشنګټن کې شوې وه) د افغانستان اسلامي امارت سره يې هيڅ اړه نه درلوده
۳-د تاريخ د خپلواکۍ څلى همدغه شپږ طالبان دي چې د ناټو او امريکا له پوځونو سره يې د ١٣٩٠د وږي په ٢٤ شل ساعته جگړه وه.
۴-د اکتوبرپر ٧ اود تلې ١٥ د امريکا يرغل پرامن او روښانه افغانستان باندې وشو
دلوي جرګي په  نامه غونډه
۵-بلواکي خپلواکي نه شي کيداى ، له تاريخه زده کول په سياست کې لومړى ګام دى
۶-د امريکا ددفاع وزير داخبره چې دافغانستان جګړه به وګتي  څه مانا لري ؟
دافغانستان جګړه لکه چې سکندر گټلى وه يا چنګيز ، بيا انګريزانو او پخوانى شوروي اتحاد کوم ښيى ؟ دى دې له کوم تاريخپوه سره وغږيږى په نړۍ کې په هر پوهنتون کې تاريخپوهان او دتاريخ څانګې  شته دکتابونو اتلسونو شمېر ډير دى ، ليکوال سره څه کتابونه او تاريخي  اتلسونه شته په دې برخه کې له ځانه څه نه وايي .
کله چې سکندر پاکتيسيا Poctycia  ته راغى ، ده يو بډاى موړ ودان هېواد وليد ، تر دې چې هغه يونانيان دلته وليدل چې دکار او غريبۍ  دپاره راغلي  ؤ ساکو پښتنو دسکندر لښکرې  وشړلې  او پاکتيسيا يې خپلواکه کړو  بيا لوى افغانستان تر شمالي  هند پراخه  شو .
دپاکتيسيا Poctycia  نوم په دغه نوم املا او تلفظ دهيرودت په کتاب کې ليکل شوى چې هغه دتاريخ پلار بلل شوى او لومړنى تاريخ دى . نو دغه نوم دلته کار ول کيږي چې دهيرودت کتاب په ټولې نړۍ کې شته او په ټولو ژبو ژباړل شوى . بيا چې دپاکتيسيا هېواد ډيرې  پيړۍ ؤ څو دچنګيز افت راغى له هغه سره جګړې  وې  چنګيز له افغانستان څخه سلطان محمد خوارزم شاه وغوښت چې ده ته يې په لاس ورکړى هغه يې په لاس ورنکړ . دسکندر او چنګيز ترمينځ مودې  کې چې ډيرې  پيړى وى لس ملي افغان امپراتوۍ  تيرې  شوي  لوى افغانستان او افغانان په خپل قوت ؤ اوس هم هماغه ملي فلسفه ده چې ژوندۍ ده . دامريکا ددفاع وزير بله خبره داده چې جګړه دپاکستان له مرستې پرته  نه شى ګټلى که داسې وي ، پاکستان هم په اسلامي روحيه جوړ شوى دى له اسلام سره به څومره جفا کوي ؟ چې پښتانه ووژني پښتنو داسلام دپاره پاکستان منلى دى چې اسلام نه وي . په پاکستان کې پښتانه خپله لار ګوري  بيا به افغانستان او پاکستان په دې حال نه وى پښتنون به شتون لري په لارى سم . ځکه سربيره له اسلام پښتونولي  ده  چې له اسلام سره يوشانى ده  .
ګرشاسب بابد دسيستان دتاريخ له مخې داسلام زيرى ورکړى ؤ چې مونږ به مسلمانان يو کله چې اسلام راشى موږ به داسلام دپاره قرباني  ورکړو دسيستان تاريخ يو معتبره تاريخ دى ملک الشعرا بهار تصحيح کړى او لغات يې شرحه  کړيدي  دسيستان تاريخ يو بې سارى  سند دى چې په مهال ليکل شويدى .
پاکستان او هندوستان کې ډير مسلمانان دى دهغو هم خاطر ساتل په کار دى ترکشمېر پورې . امريکا او ناټو دواړه دښه حکومت کولوخبره کوي ښه  حکومت ښه خلک کولاى شى له فاسدو خلکو ښه حکومت غوښتل شونى نه دى دکابل خلکو په خپلو لاريونونو  کې وغوښتل چې اوسنى چارواکي خپله بويه محاکمه شي  دافغانستان خلک په لومړي  سر کې له چارواکو تقوى او سپيڅلتيا غواړي چې اوس داسې نه ده  او تقووى نه ليدل کيږي . په کندهار کې داعتضا الدوله په وينا څومره انګليسى اسيران چې غازيانو نيولى هغه يې ونه وژل هغوى يې داسلام دين ته راوبلل په هغو کې يو شمېر چې په اسلام مشرف شول هغويې پرېښودل هغوى چې اسلام ونه مانه هغوى ووژل شول په هغه لښکر کې د هندوستان له بيلو برخو انګليسى پوځ سره ؤ غازيانووويل چې درې ورځې دى څوک له خپلو کورونوڅڅه وځى . بيا به هغه خلک ونيول چې ښکاره  افغانان ؤ له انګليسانو يې پېسې او انعامونه اخستى ؤ هغوى يې ټول کړل بيا يې ووژل او تارومار کړل ددغو ملي خاينانو دځينو نومونه يې ليکلى دي  لکه محمد کلان خان  پوپل زى محمد رحيم نورزى ، مير افضل پوپل زى دا هغه مشران ؤ چې ولس ته يې ويل چې انګليس لوى دولت دى څوک يې زور نه لري ځانونه مه بربادوئ  دوى په همدې وبال ووژل او تاسى وګورئ دين او دنيايي  بايلودل کرغړن نومونه يې په تاريخ کې پاتى شول اوس بيا هغه حال دى دوى چې خپل ملت ووژني او دخلکو کورونه او ځمکې  اخلي ډير ژر به داسې شي .
بيا  محمد عطا خان له خپل لښکر سره دابوالحسن کلي ته راغى په همدې وخت شهزاده صفدر جنګ ته خبر ورسيد چې يو شمېر انګليسان له خزانې  او نور سامان سره له شکار پور څخه شالکوټ   ته راغلي  او له هغه ځاى نه کندهار ته تلل ، شهزاد صالو خان اچکزي  محمد صديق  خان باميزي  مير افضل خان اڅکزي  او کاکړان او دتيزين خلکو خزانې  او سامان ترلاسه کړل انګليسان يې ووژل افغان پوځيانو په کچلاغ کې په  انګليسانو باندې بريد وکړ  او هغوى ته يې کلکه ماته ورکړه چې اوه  سوه انګليسان ووژل شول دافغانانو له پلوه ديرش تنه شهيدان او ټپيان شول پاتې انګليس پوځ دپاينده خان دکلا په لور وتښتيداو هلته يې خپلې پاتې  خزانې  او سامان وسوځول .
دافغانستان په تاريخ کې  ډيرې  خبرې  چې نه دي  ليکل شوى په دغې ليکنې  لوستل کيږي چې يو شمېر په صورت کې افغان ياديدل به ماهيت کې نه ؤ دادى په دې څير بيا دي 
بهيرد حمزه بابا ګلپاڼې
ستا په مينه کې چې تيرې  څو لهجې  دي 
هم هغه مې دژوند ځلندې  نقطې  دي 
نن وسواس راسره مل کړو ستا خبرو
دومره ډيرې  خوږې  لګي  چې ترخې دي
دا رڼا دسباون ده که يار راغى
حمزه ګوره ډيوې  بلې  دي  که مړې  دي 
بلواکي خپلواکي نه شي کيداى ، له تاريخه زده کول په سياست کې لومړى ګام دى


 
پاکتيسيا Pocticyلوى افغانستان ، تاريخ ، جغرافيه او ملي فلسفه :
١٣٩٠هـ ل، عقرب ٢٨، د 2011م نومبر١٩
بلواکي خپلواکي نه شى کيداى وګورئ دا مير شيرعلي  خان کتنه ( له لاردارل ميو) دهند انګليسي حاکم سره : امير شير علي خان وويل زما دپلار لوى امير دوست محمد خان تړون له جانس لارنس سره په جمرود کې په يوه ماده کې داسې راغلې ؤ دبرتانيې  دولت ستاسو په کورنيو شخړو کې دچا پلوي نه کوي هرڅوک چې امير شي هر ګوره هغه به دبرتانيې  له دوست سره دوست وي او دښمن سره يې دښمن  . امير شير علي  خان وويل : دومره په کار دى چې دافغانستان نوم هم وي يعنى دافغانستان دولت او دښمن به دبرتانيې  دوست او دښمن وي لارميو  دشير على خان داخبره ونه منله چې داسې کيداى نه شي او ته په دې برخه کې څه نه شى ويلى دا به زمونږ سياست وي . سياسي  ټکى دادى چې ستا دوست بۀ زما دښمن وي يا دښمن دى زما دوست اوس ځينې افغانستان کې وايي پاکستان زموږ دښمن دى يا ايران کيداى شي دواړو هېوادونو سره دامريکا انګليس دوستي  وى له تاريخ يې زده کړي  که دا تړون وشي دا په کې نه شى کيداى  او بلواکي بلواکي وي هغه خپلې ګټې  او تاوان ته ګوري  سره له دې چې حامد کرزى يې نورې  خبرې کوي هغوى سره نورې .
پاکستان او ايران هغوى ته تر افغانستان ډير ارزښت لري . دامير شير علي  خان خبره چې ونه منله شوه ډير پښمانه او خواشينى بيرته کابل   ته راغى په دې کې يې ځوى هم مړ شو شير على خان غوښتل چې روسيې سره خبرې  وکړي   انګليسانو دويم بريد په افغانستان باندې پيل کړ او افغان انګليس دويمه جګړه شوه بيا په ميوند کې کندهاريانو جګړه وکړه .
که په ميوند کې شهيد نه شوى
خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه
دا زمونږ خور ملالۍ  وه زمونږ وروروڼو ته عزيزه  وه  ميوند يې وساته دغه دامير شير علي  خان داستان ډير دى په سراج التواريخ کې ثبت دى .


دلوي جرګي په  نامه غونډه
دافغانستان تاريخ او ځانګړې  ورځ : له بده مرغه ١٣٩٠هـ ل دلړم  ٢٥ او ٢٠١١ م دنومبر ١٦ هغه ورځ ده چې لس کاله وړاندې ١١،٩ ورځ وه له هغې نن د افغانستان په کابل کې دهغه موخې  څرګندې  شوې ، افغانستان ته نورې ستونزې  زرغونې شوى ځکه دافغانستان ملي فلسفه له هغه پردۍ  ده کومه  چې  دلويې جرګې په نامه غونډه کې وويل شول امريکا انګليس سره پوځي اډې په يو څير ومنل شوى ، نو افغانستان چې له دې ځان باسي بيا هغه اوږد مهاله جګړې  راغلې  وي  .
استاد احمد علي  کهزاد وايي په  افغانستان کې له لرغوني  مهالونو  تراوسه ملي اصول دي  چې تراوسه ساتل شوى هغه يې په مادى چاپيريال کې هم ښودلي دي  وايي کله چې سکندر راغى هغه اباد ښارونه او ښه قوانين دلته وليدل هر څوک په خپل کار پوهيده ښه نظم او امنيت ؤ . استاد کهزاد  داو ستايي اصولو خبره  کوي وايي : درڼا او تياره په برخه کې رڼا ښه بولي په ککړ او سپيڅلي  کې سپيڅلى په دروغ او رښتيا کې رښتيا ښه بولي په حلال او حرام کې حلال همداسې په ټولو چارو کې په خپلواکۍ  او بلوا کۍ  ،کې  خپلواکي غوره بولي . نن دلويې جرګې په غونډې  کې داصول وغورځول شول درښتيا په ځاى دروغ ومنل شول  دخپلواکۍ  پر ځاى بلواکي خوښه شوه . هرڅه واوښتل همدادى چې دغه پريکړى نه منل کيږي نو سوله به هم نه وي جګړى به وي څو تاريخي سپيڅلى  پير راشي ، دمګړۍ خودا وشول بيا پاتې کيدى نه شي دتاريخ په اږدو کې چې جګړې  وي هغه همدې باندې وي . افغانانو چې په  اتلسمې  پيړۍ کې له ايران سره جګړه وکړه دواړه خواوي مسلمانان ؤ خو بلوا کي  او تيرى ؤ نو ميرويس نيکه دعدالت او سپيڅلتيا غږ وکړ کله چې داسې شو خپل او نور ورسره شول ملي يوالي جوړ شو ځکه هوډ او هدف لوړ وټاکل شو دا يو ښکلى او په زړه پورې تاريخ دى چې دايران او هند په نيولو کې ميرويس نيکه او احمد شاه سره يوازې پښتانه ؤ دوى دظلم دلرې  کولو او دعدالت دراوستو دپاره کار وکړ . دا چې خپل امنيت نه شي ساتلى په امريکا او انګليس ځان وساتي ته خوبه وساتل شي هغوى له تا څه غواړي ؟ رحمان بابا وايي :
څه سيالي  برابرى ده
دطالب او دمطلوب
مونږ ته مشرانو خبرې  کړيدي  او لارې يې ښودلى نو څوک چې دپلار او نيکه نه اوري هغوى غله او سوالګر شي 
ناخلفه مشه لوى دچا په در
بله مهمه خبره په دغه  لويې جرگې کې دا شوى چې کرزى له لويې جرګې پوښتنه کوي هم طالبانو سره څنګه سوله   وشي ؟ دا خبره څرګنده ده طالبانو ويلى دى په کومه توګه خبرو ته چمتو دي لومړى بهرني عسکر دې  وايستل شي  اساسي  قانون دې  لغوه  شي  او دوى چې حکومت ځان بولي
 په افغانستان  کې تلپاتې  بهرنۍ  پوځي اډې   غواړي . همدغه اساسي قانون به ساتي ، شمالي  ټلواله او ستميان به چارواکي وي دوه مخالفې  خواوي دى طالبانو چې لس کاله يې ټولې نړۍ سره جګړه کړيده په پوځي توان کې له هيچا بيرته نه دى خداى دى وساتي يو ملت څه غواړي دين ، ناموس او خپلواکي ولري دغو دريو غوښتنو ته څوک ټټر وهلى شي ؟ دا هغه درې غوښتنې  دي  چې دحامد کرزى دولت يې نه شى کولاى او نه يې غواړي دحضرت صاحب دعا گانې  يې هم په لارې  کولاى نه شى .
خوى که په داشان وي دل ازار ستا
څه ښادي  به کاندي  طلبګار ستا
حيف چې اوريدى شي  ليدى نه شى
حسن ولطافت پرې  وار ستا
خداى زده  چې ته  يار دکوم يوه يې
هر طرف ياران دي  صدهزار ستا


د اکتوبرپر ٧ اود تلې ١٥ د امريکا يرغل پرامن او روښانه افغانستان باندې وشو.


پاکتيسيا Poctyciaلوى افغانستان، تاريخ، جغرافيه او ملي فلسفه.
١٣٩٠هـ ل، تله ١٥، د ٢٠١١م اکتوبر٠٧ نن وروسته له لسو کلونو جگړې، وينې او ويجاړ هېواد دى فاسد بې کفايته لاسپوځى حکومت، وچکالي  او سوالگرى  دولت دى. له پوهنتون تر کليو د خلکو نيول دي ښځې، نارينه او ماشومان په شهادت رسيږي، نن په کابل کې لاريون و، چې امريکااو ناټو دې له افغانستان څخه ووځي، څوک چې پردى خپل، خپل پردى وبولي هغه به داسې وي.
لس کاله وړاندې د بريد په مهال په يوه بمبارۍ کې د امريکايي الوتکو کورونه وران کړل  خاورو لاندې يو ټپي سپين ږيرى کندهارى په تلويزيونو کې وليدل شو. په خاورو سپېره رنگ سور په وينو و يوه خبره يې وکړه : ((دلته نه القاعده شته، نه طالب خبره بل څه ده دا نه ده)) د شهيد خبره وه  چې خداى پوهېدلي وو خپلې غاړې يې  دژوند په وروستۍ شېبې کې خلاصې کړې.د شمالي ټلوالې ستميان خوشحاله و حامد کرزى په خپلې وينا کې وويل :د افغانستان د نيک مرغۍ پېر دى. کوم شهادتونه ويجاړتياوې فساد، غلا، غصب تالان، ناورين دومره چې شمارل يې گران شو.
عاليقدر اميرالمؤمنين ملامحمد عمر مجاهد او اسلامي امارت طالبانو د لوى افغانستان تاريخ وساته، يرغلگر يې له خوځېدو وغورځول، دوى باندې ليکوال سره نور څه نه و د افغانستان، پاکتيسيا تاريخ و له هغه پوهيده څه روان دي. خو هغه سپين ږيرى ټپي او بيا شهيد کندهاري ته حيران دي، چې هغه څنگه پوهيده پرته له دې هم د افغانستان عامو خلکو خپل تاريخ تل ساتلى دى. د دانگليستان سفير بيا وويل چې هغه (بې ادبه کلمه يې وويله) نه پريږدو چې طالبان بېرته راشي.
PressTvيو خبر و چې انگليسي ورځپاڼې گارډين نه اخستل شوى و. انګليسانو دېرش ملکي خلک شهيدان د دوى په خوله وژلي ښځې او ماشومان په کې و دوه څلوېښت ټپيان و. دا پوځ د انگلستان شاهي پوځ دى. د گډو پوځونو افغان لاسپوڅو ناټو امريکا په يوه عملياتو کې اووه کسه شهيدان کړي يو دېرش يې نيولي دي په دې د بشر د حقوقو مؤسسې خپله اندېښنه ښودلې ده.


د تاريخ د خپلواکۍ څلى همدغه شپږ طالبان دي چې د ناټو او امريکا له پوځونو سره يې د ١٣٩٠د وږي په ٢٤ شل ساعته جگړه وه.


پاکتيسيا Poctyciaلوى افغانستان، تاريخ، جغرافيه او ملي فلسفه.
١٣٩٠هـ ل د وږي٢٣ د ٢٠١١م د اګست ١٦
نن په تبصرو کې ماتو خلکو حقاني او پاکستان باندې خبرې کولې چې دا شپږ فدايان د حقاني له خلکو ؤ، او جوړو نه يې پاکستان کې  شوې وه، دا څه وينا ده د شپږو تنو او شل ساعته لويه جگړه يادوي چې الوتکې هوا کې الوتلي په ځمکه امريکا، اروپا او افغان بې دمې اردو او پوليس ؤ، چې وايي سارى نه لري، دمه او سارى نه لري، پنډ پنډ جنرالان لري، د ناټو او امريکا پوځي مشران د غچ او بدل اخستو خبرې کوي، چې هغه به د شپې له مخې عام خلک په بمباريو ووژني او شهيدان به يې کړي، د کابل د تلويزيون په وياړ ويل چې وروسته له شلو ساعتو مهاجمين ووژل شول، چې عکسونه بدرنګه ؤ و نه ښودل شول، دوى له ښکته تر پورته رنګ نه پېژني، تاريخ دا رنګ پېژني او ملي فلسفه يې پېژني.
محبت هم حمزه څورنګ بدل شي
په اول کې اطمينان ؤ اوس خطر شو
حمزه بابا د غزل بابا دى خو د ملي فلسفې هم بابا دى، دا هر چا ته اول کې اطمينان بيا خطر شي،
که تاريخ وپوښتل شي هغه يې وايي، يرغلگرو دا ځله سبق واخيست، دوى به رنګ بدل کړي چې د دوى رنګ د تاريخ سيلابونو يوړ.
ته چې خپله بې عقلي هوښياري بولي
کاشکې بيامومې د غوښتو په نرخ  شولې
په امريکا کې څه حال دى؟ ليکوال څو کرښې له سمو سرچينو ليکي ځکه:
قناعت مې تر خرقې لاندې اطلس دى
پټ له درست جهان پادشاه ظاهر ګدا يم
له ٩/١١ وروسته چې لس کاله ووتل امريکا ته نوى نورې اړتياوې زرغونه شوي دي چې ډېرې دي او وخت غواړي، هغه د اقتصاد بيرته ښه کول دي، چې نه يوازې د نن او سبا د خپلو راتلونکي نسلونو ته خوشحالي راولي او له نظر نه عمل ته پلى شي.
پانګه داسې وکارول شي چې د امريکا راتلونکي سم شي؟ له هغو اړتياو يو  د سون  پاکو  د موادو موندل دي چاپيريال سپېڅلى او د تېلو ځاى ونيسي او نوى ژوندون به لاس راشي، زامن مو په کراروي مصيبتونه وشړل شي بيا به دې ته اړتيا نه وي نورو هيوادونو ته لاړ شو، مونږ دا وکړو او دا به آسانه نه وي او ژر به و نه شي بيا بويه وشي تر څو به پوځي عمليات کوو کله به د افغانستان له جگړې تېر شو.
امريکايان چې اوس هغه گوري څه يې تر لاسه نه کړل يو حکومت يې و نه دراوه چې خپل کار وکولاى شي په غلا، غصب هيواد دښمنه ؤ د امريکا خلک چې د جگړې لګښت يې اوږو باندې دى، د همدغې تېرې جگړې پور به ورکوي هغه هم په لسو کلونو کې…
نور کمزورى، مارشال، سترجنرال ډگر جنرال… کابينه واليان ولسي جرگه، مشرانو جرگه دې فکر وکړي چې امريکاله  بل ملت نه پور وړى دى، مونږ دپاره څه وکړي؟ بې شرمه خلک ډېرې دومره فکر نه چې د يوه بل ملت له ربړ او خوارۍ نه چړچې کوي، د امريکا اقتصاد تر هغه ويجاړ دى چې دوى فکر کاؤه ، اته ميليونه کارونه تللي دي، يو فيلسوف ويلي: تاسې يو حقيقت په ښکنځلو ورک کولى نه شي، يا خپلې سترگې پټې کړي، هغه به وي چې وي.
د افغانستان اسلامي امارت په خپل مهال د يوه امنيت نمونه وښوده، د خلکو دين، سر، مال او ناموس خوندي ؤ.
مثالونه يې د خلکو په ياد دي، اوس هماغه هيواد په نړۍ کې لومړى فاسد هيواد دى، مفسدان په کې ناست دى، په اخبارو کې يې نومونه لوستل کيږي، په راډيوگانو کې اورېدل کيږي او تلويزيونو کې ليدل کيږي.
په ٢٠٠١د ٩/١١ کې چې کومه پېښه په نيويارک او واشنګټن کې شوې وه) د افغانستان اسلامي امارت سره يې هيڅ اړه نه درلوده.


پاکتيسيا Poctyciaلوى افغانستان، تاريخ، جغرافيه او ملي فلسفه.
١٣٩هـ ل د وږي ١٨ د ٢٠١١م د اګست ٩
٩/١١ په پېښې کې هيڅ يوه نخښه نه وه چې په افغانستان  سره يې اړه وي، خلکو ليدل چې هلته څه ؤ؟ په همغه ورځ له څلورو اسرائيلي کارکوونکو يو هم کار ته نه ؤ راغلى او نه ؤ وژل شوى (غوا که توره ده شيدې يې سپينې دي) دا حقيقت به هيڅکله بدل نه شي.
نهم د سپتمبر ٢٠٠١نه وروسته (اووه ويشت ورځې) افغانستان باندې چې بشپړ امن ؤ بريد وشو او اسلامي امارت يې بې ځايه کړ، بيا هم شته او وي به، په دې موده کې وليدل شول امن په ځاى نا امني د نظم په ځاى بې نظمي د صداقت په ځاى خيانت، چپا و غصب راغى څوک چې لږ ملي وجدان ولري دې ته ښه او هغه ته بد نه شي ويلاى.
حيران يم د آشنا را ته جرګې دي چې راځي
او ما ته بوږنونکي وسوسې دي چې راځي
عاجز ليکوال چې له افغانستان نه وتلى بيا نه دى تللى، خو تاريخ چې څه وايي هغه يې ګوري، ٩/١١ باندې څېړنې  شوي، هغه کې هم څه نه دي موندل شوي، نړۍ بدله شوه، افغانستان کې څومره خلک شهيدان شول؟ تر ماشومانو ښځو پورې، پريوتى دولت وايي هر څه ښه دي، ملي اردو پياوړې ده، او د ناټو دا خبره نه مني چې څلورويشت زره عسکر ترې تښتېدلي، هره ورځ وژل کيږي، پريوتي چارواکي يو سړى (مسعود ) شهيد بولي نور نه دي، هره ورځ په دروغو وايي دومره يې ووژل او دومره يې ونيول.
د بنديانو ځورول او په ځورولو يې يوه خبره ده.
خبر جوړول په دې هر څوک پوهيږي، په کمونستي حکومتونو کې هم دا کېدل، څنګه چې هغوى پاتې راغلل، پريوتى دولت مخکې له مخکې پرېوتى دى، د حامد کرزي د بل پر مټ  دولت او د افغانستان تاريخ بدل کړ چې د دسيسې دولت شو هرو مرو به افغانان خپل ملي دولت جوړوي او په شريعت به يې چلوي، پاکستان کې به هم دا وشي که زور ؤ، همدا دى که وژل دي همدا دي، که پيسې دي همدا دي.
پريوتى دولت چې خپل سرداران يې پريوتي بولي له دې بل نوم نه شي ګټلى.
د افغانستان کاني زيرمې:
د دغو زيرمو واک د افغانستان د ملت دى، پريوتى دولت نه شي کولاى، د هغو په برخه کې به خبرې وکړي، بهرنيو دولتونو دا غوښتل خو يو شرط يې ؤ او هغه امنيت ؤ، چې دوى يې نه شي راوستى، بيا هوايي خبرې شوې، رښتيا نه دي.
په امريکا کې يو ځانګړى حالت دى چې د بل کال د ټاکنو دپاره دواړه ګوندونه هلې ځلې کوي، که څه هم وايي چې افغانستان مرسته نه شي کولاى، افغانستان که وکولاى شي امنيت راولي او اقتصادي  پلان ولري نو اقتصادي مرسته کوي، له هغه د مخه د افغانستان له پريوتي دولت نه يو حساب غواړي څو بيا غلبيل نه وي، چې ټول تويې شي، دا دواړه اوسنى دولت نه شي کولاى، نه هغې کې پاتې دى، چې ترې وتلى نه شي.
په امريکا کې ډېرې اقتصادي ويجاړۍ دي لکه د امريکايانود  روغتيا بيمه او د زړو خلکو ساتل چې ټول عمر يې امريکا ته کار کړى دى، خو زاړه شوي، کوم عقل دا مني چې دوى به پرېږدي، پريوتي افغان چارواکو ته پيسې ورکوي، مرسته او ساتل سره بيل دي، امريکا دې ته ګوري حامد کرزى او نور پريوتي هر چا ته لاس غځوي او پيسې غواړي او هغوى په کومو شرطونو مرسته ورکوي، لومړى به يې  پلان  امريکا ته څرګند وي، څنګه چې په سيمې کې وليدل شو خلک تاريخ پسې ګرځي.
استاد احمد علي کهزاد لومړى تاريخپوه چې د افغانانو پام تاريخ ته راگرځوي او د افغانستان تاريخ يې په سمه توګه ليکلى دى په ډېرې زړورتيا ګرشاسب بابا او ګرشاسبنامه يې تحليل او تعبير کړى ده
د ګرديز تاريخ او د طبقات ناصري باندې پوهاند حبيبي تعليقات ليکلي دي.
حامد کرزي ډيرمشاورين  لري هغوى په تاريخي خط نه دي خبر چې هغه ته يې وښيي پخپله يو سوداگر دى هوښيار نه دى.
طغرل شاه يو پادشاه ؤ چې له آرى په ترک شمېره کېده، د بابا ظاهر عريان د کتاب په سريزه کې يې  ليکلي دي چې طغرل شاه له خپلو لښکرو سره چېرته روان ؤ په لار يې وليدل چې يوې غونډۍ  باندې درې فقيران هلته گرځي، طغرل له خپل يوه سلاکار نه وپوښتل  دا څوک دي؟
او څه کوي هغه وويل: دا درې پېژندل شوي فقيران دي، طغرل له آس نه کوز شو.
په پښو د فقيرانو په لور وخوځېد، بابا ظاهر ته ودرېد ظاهر ورباندې غږ وکړ اوه ترکه د خداى له بندګانو سره څه کوي؟
طغرل وويل: هر څه چې ته را ته ووايې؟ بابا ظاهر، نه يې هر څه چې خداى ويلي خداى تعالى فرمايي چې له بندګانو سره يې عدل او احسان وکړه، طغرل شاه ترې نورې خبرې وغوښتې، بابا وويل: همدا بس، مطلب له دې لنډ حکايت دا دى چې طغر شاه يو پادشاه ؤ، ترک ؤ خو د ترک او پښتون خبره نه ده، د عدل او احسان خبره ده چې د هيواد مشران يې  بايد ولري.
پښتانه د اسلام په ارشاداتو پوهيږي او له پخوا پوهېدل، اوس عاليقدر اميرالمؤمنين ملامحمد عمرمجاهد په دې مهال تر هر چا په عدل او احسان ښه پوهيږي، په نړۍ  کې يې پلى کولاى شي، او دا له ده ليدل شوي، تر کله به پرېوتى له هغه سترگې پټوي.
کله چې د طالبانو د حکومت په مهال په  ټول افغانستان کې امنيت ؤ بيا مفسدينودا خبره په  هر ځاى رواج کړه چې امنيت په محبس کې هم وي، که محبس کې هم امنيت بيا بيا محبس ښه دى.
مه غوږ باسه د نا اهلو قيل و قال
په کار نه ده قيل و قال د بد سګال
يا به هسې پوچ ګويي کاندې آغازه
چې مضمون يې نه مردار وي نه حلال
د دنيا چارې به تل په خواب و خيال وي
څوک به څه کا اعتماد په خوب و خيال
لکه دود چې غرونه غرونه څرګنديږي
تار په تار شي په  يوه  نري  شمال
رحمان بابا
دناټو يوه ټانکر باندې چاودنه، پنځه ويشت نور بشپړ سوځولي دي


پاکتيسيا Pocticyلوى افغانستان ، تاريخ ، جغرافيه او ملي فلسفه :
١٣٩٠هـ ل، د ليندى٢٢، د 2011م دسمبر ١٠
دکويټې  په لاره دناټو يوه ټانکر باندې چاودنه شوى، پنځه ويشت نور ټانکونه يې  بشپړ سوځولي  دي  دا مثال ديوې ورځې دى چې دا جګړه دلويديځې پانګه څومره ګرانه  پريوزي  ؟ ناټو امريکا که دا جګړه وغځوي بشپړله پښو پاتې شي لويديځه پانګه واله نړۍ چې اوس يې پانګه له لاس وتلى  ډيره بې رحمه ده  بل خبردادى چې يوه انګليسي عسکر يو افغان ماشوم په چاړه وهلى دى دتصوير له مخې ماشوم دپنځو کلونو ښکاريده ،ددوى د زړه له کومې کينه له افغان سره ښيى .
چې په نامه پښتون غوڅيږي پرې خوښيږي
اورنګ زيب هسې پادشاه دى داسلام
خوشحال بابا ديرغلګرو په نيت پوهيدلى ؤ که ماشوم هم وى يرغلګر چې اوس امريکااو اروپا دي  له سړيتوب وتلي  دى په همدې حال يو شمېر لاسپوڅي يې  په  پېسو اخيستى دي  او پلورل شويدي چې وپلورل شي له هرڅه يې لاس وخيږي بيا نه سړى نه مسلمان او نه افغان دى يو شى دى چې اخيستل شويدى بل تعريف نه لري دوى فکر کوي چې افغان او مسلمان به وي دبن په خبرو کې يو بل خبر داؤ چې نړيوالو رسنيو کې راغلى او وليدل شو .
په لنډو کې خبر داسې دى : دکونړ په ولايت کې په يوه جومات کې بريد شوى په هغه کې امنيه قوماندان او داستخباراتو مدير وژل شوى سپږ نور پوليس Press tv.
يو څو چې دناټو امريکا دپاره خپل هېوادوال ، پښتون، مسلمان دامريکا دپاره وژني دهغه له جومات او دجمعى مبارکې له لمانځه سره څه دى دغه لمانځه دى ، لمانځه نه هسى ښکانځه شى
زمونږ ملى ادب کې درې سوه کاله وړاندې ويل شوى له ملي  تاريخ او ملي ادبه  ناخبره کله افغان کيداى شي څوک چې دين ، ناموس او خپلواکي نه غواړي .
په لسو کلونو کې کوم  وړ بدلون نه ليدل کيږي : بل خبردادى چې کارپوهان وايي : ناامني  دوام لري ، جګړه  پاى ته نه ده  رسيدلى هغه جګړه  چې هره ورځ اقتصاد لاندې راولى دپرس ټى وى خبر دى چې دانګلستان دشاهى اردو يو انجنير وژل شوى بيا هم انګلستان وايي  په هلمند کې دامن سيمې پراخوي افغانان پوهيږي چې له انګلستانو سره ددوى دښمنى پاى نه لرى درې پيړيو کې دافغان انګليس جګړې  دي  لاسپوڅي دولت بيا هم له انګليس سره ددوستۍ  لاس ورکوي او له هغه مرسته غواړي په حقيقت کې همدغه دولت دافغانستان لوى غليم دى دادهېښتيا ځاى دى چې دغه ډول سوله هم غواړي چې طالبانو سره وشي .
طالبانو دهېواد تاريخ ساتلى دى
که داسې نه وي کوم هېوادونه چې افغانستان ته راغلى سره پرتله کيداى نه شي هماغه الهى حکمت دى چې افغان سره ؤ .
په کندهار او کشمېر کې  له  انګليسانو سره جګړې   : د اهغه جګړې  دي  چې تاريخ ډيرې  خبرې  ورباندې نه دي  کړي  کله چې کابل کې د ١٨٤٢م ملى پاڅون وشو او دانګلستانو ټول پوځ ووژل شو دا ډيره مشهوره ده دا چې په همدغه مهال کې کندهار او کشمېر کې څه تيريدل هغه پاتې ده په دې برخه کې دايران يوه شهزاده چې عليقلى ميرانوا(اعتضادالسلطنه ) ؤ ډير په زړه پورې تاريخ ليکلى دى او ښه تصويرونه يې هم ورسره چاپ کړيدى په هغه  کې دوه تصويره دامير دوست محمد خان دى په يوه کې امير دوست خان مکناټن ته ځا ن تسليموي  په بل تصوير کې امير دوست محمد دانګليس له مشرانو سره دخبرو په حال کې ولاړ دى
١-  دلومړى تصوير لاندې يې ليکلى دى : امير دوست محمد خان خودرا به ويليام هى مک ناتن تسليم مې کند .
٢-  دويم تصوير لاندې ليکل شوى انگليسى ها ناچار از پذير فتن امير دوست محمد خان وديگر شرايط مې شوند .
دا ډول خلک اوس دغه ګړۍ  هم شته چې هره ورځ يې خبرونه راځي او ټول يې  ويني .
په دې برخې کې چې کشمير او کندهار دکابل له ملي پاڅون سره دانګلستان په  مقابل کې وو، په يو مهال وشو  دا دملي تاريخ غوره برخه ده ،ددې موضوع يادول اړينه ده چې کورني هېواد پلورونکي وپيژندل شي  نن دافغانستان دپېښو او جګړو خبرونه ډير ؤ دافغانستان خلک خواشينى دى چې پېښې ډيريږي .
په کابل کې دعاشورا دوير ژلو غونډه وه چې ډير غمجن سره غونډه شوى ؤ په دې غونډى کې څو تنو خبرى وکړى لکه محقق دوحدت له ګوند ، عبدالله عبدالله ، ضياء مسعود له خپل توان نه يې پورته وې  دوى دى دغه دولت ته وګورى چې په څومره درغليو دامريکا او ناټو په خوا کې جوړ شوى اودريدلى يادرول شوى .په  پاکستان کې دولت او ملت بيل دى په افغانستان کې هم دادى نه دولت څه کولاى شى او نه ملت څوک چې په عمل کې له يرغلګرو سره جګړه کوي او دهغو له لاس پوڅي سره هغه طالبان دي  څو په دواړو هېوادونو ملت او دولت يو نه شى غوره څه شى کيداى .
څنګه شوى اشنا د نا اشنا په څير
نن خوراته ښکاري دبل چا په څير
حمزه بابا