کور / هراړخیز / د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی جرم دی

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی جرم دی

الله تعالی ښځه او نر دواړه انسانان پیدا کړي او دواړو ته یې د مخلوقاتو اشرف ویلی، د بشریت په لارښود کتاب قران عظیم الشان کې الله تعالی ټول انسانان ( ښځه او نر) د یا ایها الذین او یا ایهاالناس په کلمو سره مخاطب کړيدي، په دې مانا سره چې دلته یې انسانان مخاطب کړي دي هغه که نارینه دي او یا هم ښځینه، له کومې ورځې چې په نړۍ د اسلام د مبین دین زرینې وړانګې خپارې شوي نو ورسره جوخت یې انساني ژوند له ظلم، ستم او تاوتریخوالي ژغورلی دی، په ځانګړي ډول ښځې چې د جهالت په عصر کې د ډول ډول ناخوالو او ظلمونو ښکار وې د اسلام مبین دین د په کورونو کې د هغوی زوکړه رحمت وباله او ټول هغه حقوق یې ورکړل چې انسان یې د نړۍ په بل هیڅ دین او مذهب کې بېلګه نه شي پیدا کولای ان تر دې چې په قران کریم کې د دوی په اړه ځانګړی سورت(سورت النسا) ځاي پر ځای شو.


 افغاني ټولنه سره له دې چې یوه عنعنوي او دودیزه ټولنه ده خو له دې هم سترګې نه شي پټیدلی چې ددې ټولنې ولي او ریښې د اسلام د مبین دین پر ستنو کلکې ولاړې دي، پوښتنه داده چې څومره مونږ خپل دین او کلتور ته ژمن پاتې شوي یو؟ ایا د اسلام هغه اصول چې زمونږ او تاسو ژوند رهبري کوي مونږ مراعات کړي؟ ایا د کلتور هغه برخې کومې چې د اسلام سره ښکاره په ټکر کې دي مونږ محدودي کړي او یا مو هم ورته پام کړی؟


 دا ټولې هغه پوښتنې دي چې د یو مسلمان، ویښ او بیدار افغان په ذهن کې د تل له پاره را ټوکیږي. یوه مسله چې په ښکاره د اسلام د مبین دین د احکامو سره په ټکر کې ده هغه په بدو کې د جونو ورکول دي په دې دلیل چې له یوې خوا د اسلامي شریعت له مخې جرم فردي عمل بلل شوی او له بلې خوا د افغانستان نافذه قوانین هم جرم فردي عمل بولي، دلته لیدل کیږي چې مونږ د خپل شریعت پولې او د خپلو نافذه قوانینو چوکاټ ماتوو یوازې او یوازې د خپل کلتور دې منفي اړخ ته اعتبار ورکوو، د ځینو خلکو په ذهن کې ممکن داسې پوښتنه پیدا شي چې په بدو کې د جونو په ورکولو سره د دوو کورنیو ترمنځ شخړه په دوستۍ بدلیږي، شک نه شته چې د څه وخت له پاره شخړه په دوستۍ بدلیږي خو هغه پایلې چې وروسته ترې په لاس راځي ډېرې وخیمې او بدې وي د مثال په توګه له یوې خوا په بدو کې د ورکړ شوي جونې سره د یوې قاتلې په عنوان چلن کیږي او له هغې ټول هغه انساني او بشري حقوق چې اسلام او قانون ورکړي اخیستل کیږي بالاخره د جینۍ د ژوند کړۍ تنګیږي او په اخر کې یا ځان وژنه کوي او یا هم له کوره منډه کوم چې د دواړو کورنینو ترمنځ د نوي شخړې د رامنځ ته کیدو لامل ګرځي.


په هر صورت په افغاني ټولنه کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی معمول دی او دا به کالونه کالونه وخت په بر کې نیسي تر څو د افغاني ټولنې میرمنې له خپلو شرعي او قانوني حقوقو برخمنې شي. د قانون له مخې هر هغه عمل چې په فزیکي او ماناوی لحاظ د ښځې د ځورونې لامل وګرځي تاوتریخوالی بلل کیږي د مثال په ډول د ښځو وهل، د هغوی تحقیرول او سپک ګڼل، جنسی تیری، فحشا ته مجبورول، په بدو کې ورکول، له هغوی څخه د ازدواج د حق اخیستل، نشه یی موادو ته د هغوی مجبورول، هغوی ته ښکنځلې کول، د هغوي پر وړاندې د کیمیاوي او زهري موادو کارول ټول هغه اعمال دي چې د قانون له مخې تاوتریخوالی بلل شوی او تاوتریخوالی د قانون د احکامو سره سم جرم دي او د جرم مرتکب باید د عدلي تعقیب لاندې ونیول شي.