کور / تازه خبرونه / په پېښورکې د ارواښاد حداد پاک روح ته دعاوې وشوى

په پېښورکې د ارواښاد حداد پاک روح ته دعاوې وشوى

پېښور : د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز لخوا په نوموړي مرکز کې د ارواښاد قدرت الله حداد پاک روح ته د قرآن عظيم الشان ختم ترسره شو. د پېښور يو شمېر قاري صاحبانو په دغه ختم کې برخه واخيسته او د ارواښاد پاک روح ته يې د دعا لاسونه پورته کړل. د يادونې وړ ده چې په دې مهال د ساپي د مرکز د پخواني مشر قتيل خوږياڼي د روغ صحت لپاره هم دعا وشوه همدارنگه په پېښور کې افغان ادبي بهيراو دمهترلام بابا ادبي ټولنې په جلا جلا غونډوکې دارواښاد حداد روح ته دوعاوې کړې او دهغه ادبي ،سياسي او تاريخي هلې ځلې ستايلي دي ديادونې وړ ده چې د دشنبې په ورځ د سهار له لسوبجوتردولسوپورې د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز او د ارواښاد شمس الهدى (شمس) د کورنۍ لخوا د پېښور ارباب روډ د ګل حاجي پلازې په جومات کې حداد فرهاد فاتحه اخيستل کيږي.