کور / هراړخیز / دبانکیمون او جان آلن متدافع ارقام

دبانکیمون او جان آلن متدافع ارقام

دنړیوالو رسنیو په استناد دتېرې سې شنبې په ورځ د دسمبر په شلمه په نړیواله کچه دافغانستان دجګړې په اړه دوه مهم راپورونه او ارزونې نشر شوې ، په دې تفصیلي راپورونو کې لومړنی یو یې په افغانستان کې دناټو دعمومي قومندان جان آلن راپور وو ، چې مطبوعاتو او مربوطو مراجعو ته یې وړاندې کړ .



په دې راپور کې لکه څنګه چې تمه کیده دافغانستان دجګړې نوي امریکایي متصدي جنرال الن دخپلو پخوانیو اسلافو ډیویډ مکرنن ، مک کرسټال او پیټراییس په پلونو پل ایښی ، او درست راپور یې له ( خپلې درنې او دبل سپکې ) څخه سکښتی دی ، آلن هم دکرسټال غوندې لاپې ویشتي ، او دپیټراییس په چم په غیرموجهه خوشباورۍ کې ډوب شوی دی ، جان آلن په خپل کلني راپور کې لیکلي چې سره له دې چې دتیرکال دوبی دطالبانو د حملو له درکه خورا زمولوونکی وو ، خو دکال په وروستیو کې یې سترې لاسته راوړنې درلودلې دي ، جان الن وایي چې فی الجمله پرمختګ شوی ، او دتېرکال په پرتله دطالبانو دحملو فیصدي اته سلنه رالوېدلې ده .


په کومه ورځ چې جان آلن دخپلو لاسته راوړنو په اړه بې بنیاده راپور مطبوعاتو ته سپاره ، له ښه بخته په دې ورځ دملل متحد سرمنشي بانکیمون هم دامنیت شورا غونډې ته دافغانستان دوضعیت په اړه خپل ترتیب کړی راپور وړاندې کړ ، چې دجان آلن له راپور سره یې دځمکې او اسمان فرق درلود .


دجان آلن دلاپو خلاف بانکیمون امنیت شورا ته وویل چې په تیر کال کې نه یوازې داچې دطالبانو فعالیتونه او بریدونه کم شوي نه دي بلکې په اوسط ډول په سلو کې ۲۱ زیاتوالی په کې راغلی دی ، دبانکیمون دراپور په اساس په تیرو ۱۱ میاشتو کې طالبانو ۲۱۹۴۵ بریدونه ترسره کړي دي چې داد تیرکال په پرتله چې دحملو شمیر اتلس زره وو څرګند زیاتوالی ښیي ، بانکیمون وویل چې په اوسط ډول دتیرکال په هره میاشت کې دطالبانو دبریدونو شمیر ۱۹۹۵ ته رسیږي ، دنوموړی په باور تېر دوبی دحملو دزیاتوالي له اړخه خورا سخت وو ، چې د ۲۰۱۰ کال د دوبي په پرتله په کې دطالبانو دحملو کچه په سلو کې ۳۸ لوړه تللې وه .


دبهرنیو ځواکونو په خلاف دحملو دکمي اړخ غوندې بانکیمون ددې بریدونو کیفي اړخ هم څیړلی ، نوموړي ویلي چې طالبانو دپخوا غوندې خپلو منظمو او پلان ګزاري شویو حملو ته هم زور ورکړی ، چې په عمومي امنیتي او پوځي وضعه یې ډیر اغیز پرې باسلی دی .


دجرمني DPA خبري اژانس چې د افغانستان دوضعیت په اړه ددې دواړو مهمو ارزونو په اړه یې راپور خپور کړی دی ، په خپله تبصره کې دجان آلن او بانکیمون دراپورونو او ارقامو ترمنځ ژور توپیر او تناقض ته اشاره کړې ده ، اژانس ویلي چې دالومړی ځل نه دی چې دازادو ادارو ارزونې او احصایې دناټو له ارقامو سره سمون نه خوري ، بلکې تردې پخوا هم همیشه دافغانستان دپوځي وضعیت په اړه دناټو راپورونه او ارزونې له بې طرفه قضاوتونو سره په تضاد کې ثابتې شوې دي .


له لوړ څرګنداوي نه معلومه شوه ، چې امریکایي پوځي مشران دخپل اعتبار دساتلو په خاطر همیشه خپل اولس او مطبوعاتو غلط راپورونه ورکوي ، امریکایي پوځي قومندانانو څو لسیزې وړاندې د ویتنام او کوریا په جګړو کې هم دخپلې ابرو دساتنې په خاطر خپلو سیاسي مشرانو او اولس ته همداسې غلط راپورونه مخابره کول ، چې پایله یې وروسته دامریکایانو لپاره دزرګونو پوځیانو مرګ ژوبله او اوږده ناکامه جګړه ثابته شوه ، که امریکایان د افغانستان په جګړه کې هم واقعي ونه اوسي ، نو باوري دې شي چې د دې ځان تېرایستلو او بې اساسه خوشبارۍ په پایله کې د ویتنام غوندې دلته هم (سر او سرسر) دواړه ترې تللی شي .