کور / هراړخیز / افغانستان دغازي امان الله خان په دوره كې (۱۲مه برخه)

افغانستان دغازي امان الله خان په دوره كې (۱۲مه برخه)

(مذهبي او ټولنيز غبرګونونه)



دويم څپركى //۱۲مه برخه   ددې لړۍ يوولسمه برخه له دې ځايه ولولئ


ليكواله/ (Drs, Senzil Nawid)


ژباړه: جاويد واك


د انګرېزانو پر ضد د پاڅونونو اصلي محرک د امير حبيب الله خان ځوان ورو نايب السلطنه نصر الله خان وو. نصر الله خان يو متدين، پرهېزګار او په عين حال کې د افغانستان د اردو يو باصلاحيته مامور وو.


هغه په کورني او بهرني سياست کې له اسلامي نظرياتو پيروي کوله. له اسلامي قوانينو څخه د هغه ملاتړ د دې لامل شوی وو، چې د علماوو تر منځ ځانګړی محبوبيت پيدا کړي.


سردار نصر الله خان د مولوي عبدالرزاق په مرسته د افغانستان له ټولو علماووسره، په ځانګړي ډول د کرښې اخوا د برتانيوي هند د سهېل لويديځ ايالت له علماوو سره نږدې اړيکې ټينګې کړې. ۴۵


مولوي عبدالرزاق په سلطنتي کورنۍ کې د پراخ نفوذ څښتن او ددې ترڅنګ د پولې دواړو لورو ته د ديني خوځښتونو يوه مهمه هسته وه.


سردار نصر الله خان له ډېرو هڅو وروسته په دې وتوانېد، چې د رښتينو علماوو پر مټ يې يو ملي خوځښت، چې پر اسلامي اساساتو متکي وو، را منځته کړ.


انګليسي مقاماتو نصر الله خان د شمال لوېديځو پاڅونونو تر شا يو مهم عنصر ګاڼه. او همدا راز هغه ته يې په دې سترګه کتل، چې په دې توانېدلی وو، چې بېلا بېلې مذهبي ډلې يې تر يوه بيرغ لاندې را ټولې کړې او د يوه اسلام تر چتر لاندې يې د هغوی مرسته کوله. ۴۶


همدا رنګه د ارنولد کپل په وينا،نايب السلطنه نصرالله خان د هغو ديرش ۳۰ زره وسلو په قاچاق کې هم لاس درلود، چې په کال ۱۹۰۷ ز کال کې د فارس خليج او هند له لارې افغانستان ته راغلې. دغه وسلې، د ملايانو د شبکې لخوا کندهار ته راتللې او له هغه ځايه د انګرېزانو پرضد د قبايلو د تحريکولو لپاره لېږل کېدې. ۴۷


په کال ۱۹۰۶ز کې نايب السلطنه، د ملا سيد لعل شا په نوم يو کس په خوست کې د دې لپاره د خپل استازي په توګه و ټاکه، چې د منګلو، وزيرو او مسعودو قومونو په منځ کې فعاليت وکړي. ۴۸


لارد هاردينګ د جولای په ۱۴مه د همدې موضوع په اړه د افغانستان امير ته داسې شکايت وکړ:


((په ډېر تاسف سره بايد تاسو ته خبر درکړم، چې په دې وروستيو درې مياشتو کې، د سترې برېتانيا په قلمرو کې يو لړ کش ماکشونه را ټوکېدلي. تر کومه ځايه چې زه خبر يم، دغه شورشونه د ملا پاينده په نوم د يوه کس د فعاليتونو پايله ده. ملا پاينده، نه يوازې دا چې د خوست خلک يې تحريک کړي، بلکې د وزيرستان خلک يې هم را پارولي، چې زمونږ د حکومت پرضد راپورته شي. ويل کېږي، چې په دې وروستيو کې ملا پاينده په کابل کې ځينې ليدنې در لودې او له قبايلو څخه د خپلو غوښتنو لپاره يې ستاسو له نومه ګټه پورته کړې او له هغوی څخه يې غوښتنه کړې، چې تاوتريخوالي ته لمن ووهي)).۴۹


د هند وايسرازياته کړه، چې له ځينو نيول شويو کسانو سره يې داسې نامې هم پيدا کړي، چې پکې د ملا پاينده او نايب السلطنه ګډ مهرونه او لاسليکونه لږېدلي دي. ۵۰


سره له دې، چې امير حبيب الله خان د روس او انګليس تر منځ په تړونليک کې له ځينو پريکړو سخت ناراضه وو، او په پيل کې يې خپله د انګرېزانو پر ضد پاڅونونو ته لمن وهله، خو په دې وخت کې يې غوښتل، چې د انګرېزانو له دښمنۍ لرې و اوسي.


له همدې امله د وايسرای د پر لپسې فشارونو له امله، امير دې ته غاړه کېښوده، چې د سرحد دواړو لورو ته د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره هڅې وکړي.


په لومړي پړاو کې يې مولوي عبدالرزاق، چې د نايب السلطنه له ملاتړ څخه برخمن وو، او ورسره نور ملګري يې معزول او ټکول.


په سرحد کې د همدې نا اراميو له امله په پرلپسې توګه يو شمېر رهبران زنداني شول او د محاکمې لپاره کابل ته راوړل شول.


د انګرېزانو پر وړاندې د امير عبدالرحمن خان د چلند د تغير له امله، د دربار يو شمېر انګرېز ضد عناصرو د امير مخالفت وکړ.


له دې وړاندې د امير اړيکې په کال ۱۹۰۶ز کال کې هغه وخت له ځينو کورنيو عناصرو سره خرابې شوې،چې کله يې د نايب السلطنه اويو شمېر علما وو له مخالفتونو سره، سره بيا هم د وايسرای وړاندېز ومانه او هندوستان ته يې سفر وکړ. د دغو مخالفتونو پيل نصرالله خان او يو شمېر علماوو لکه سلطان اسلام پوري او داسې نورو وکړ.


د امير په وړاندې د مخالفتونو لړۍ له مشرقي ولايتونو څخه پيل شوه. او دغو مخالفتونو هغه وخت لا زور واخيست، چې کله د (فراماسون) په ټولنه کې د امير د غړيتوب اوازې خپرې شوې.


پايونير هندي ورځپاڼه د ۱۹۰۷ز کال د مارچ د مياشتې د ۱۳ مې ورځې په ګڼه کې په دې اړه داسې ليکي:


((په دې وروستيو کې د يو شمېر زياتو علماوو په ګډون د لغمان په سيمه کې يوه غونډه جوړه شوه، چې پکې ډېرې تندې او تېزې خطبې واورول شوې. په ياده غونډه کې امير باندې تور ولګول شو، چې د فراماسون ټولنې غړيتوب يې اخيستی او ديانت يې ګرځېدلی دی. ځيني سخت دريځي ملايان له دې هم پسې واوښتل او ويلې يې، چې امير نور دا لياقت نه لري، چې د هغوی باچا او مشر دې پاتې شي. کله چې د دغې جلسې خبر سردار عنايت الله خان ته، چې هغه وخت په جلال اباد کې وو، ورسېد، نو هغه د شلو په شاوخوا کې ملايان را ټول کړل او هڅه يې وکړه، چې د خبرو له لارې هغوی وپوهوي )). ۵۱


امير عبدا لرحمن خان چې کله هيواد ته راستون شو، نو سمدلاسه يې د دغو اتهاماتو پر وړاندې مبارزه پيل کړه او په شروع کې يې څلور نفره ملايان په دار وځړول. ۵۲


علما او د ملت جوړونې خوځښت:


د امير حبيب الله خان د سلطنت په دوران کې د د مليت او افغاني هويت مفاهيم را څرګند شول. سره له دې افغانستان له بهرنۍ نړۍ څخه وروسته پاتې وو، خو نوي فکرونه هغه وخت ورته راغلل، چې کله د امير عبدالرحمن لخوا تبعيد شوې کورنۍ بيرته خپل هيواد ته راستنې شوې.


همدا رنګه په هيواد کې د هندي او ترکي مسلمانو ښونکو شتون هم د دې لامل شو، چې د ملت جوړونې مفکوره خپره شي. بالاخره د مليتګرايۍ يا ميليتوب خوځښت، چې د غرب او پان اسلاميزم له فکرونو څخه جوړوو، را منځته شو. د دغه حرکت په رامنځته کېدو سره د انګريزي استعمال پر وړاندې د افغانانو مبارزې تازه رنګ ونيو.


امير حبيب الله خان د خپلې واکمنۍ په پيل کې دا سې ښودنه کوله، چې ګني دی يو پرمختګ غوښتونکی او پياوړی باچا دی. د بېلګې په ډول، په لومړيو کې يې ټولو هغو کورنيو ته، چې د پلار د واکمنۍ په موده کې يې له هيواده تبعيد شوې وې، عمومي عفوه اعلان کړه او هغوی ته يې اجازه ورکړه، چې خپل هيواد ته راستانه شي.


د دولت د جرګې واک يې لوړ کړ، د زندانيانو په شکنجه کولو يې بنديز ولګاوه او د عصري زده کړو زمينه يې د ښونځيو، مطبعو او د دارالترجمې په پرانستلو برابره کړه، خو د زمان په تېرېدو سره هغه هم د خپل پلار په څېر استبداد ته مخه کړه او خپل سلطنت يې الهي حق وګاڼه.


غبار وايي، چې امير به په عمومي غونډو کې ويل، چې باچا پر ځمکه د خدای سيوری دی او د هغه اوامر په حقيقت کې هغه اوامر دي، چې د څښتن تعالی لخوا ورکړل شوي دي ۵۳


د امير د واک په موده کې د هغه په امر د اياتونو او احاديثو پر استناد يو کتاب چاپ شو، چې پکې ويل شوي وو، چې هيڅ اسلامي ملک پرته له له کوم باچا يا واکمن تر ډېره نشي پاتې کېدای، ځکه باچا پرځمکه د خدای سيوری، روزي رسان او د رعيت لارښود دی. له همدې امله د اولی الامر پيروي د هر مسلمان ديني او اسلامي دنده ده. په دغه کتاب کې راغلي وو، چې مسلمان سلطان د نظم د ساتلو او د عدالت او امنيت د تامين په موخه له شريعت سره سم مسووليت لري او د دغو دندو د ترسره کولو په اړه يوازې د څښتن تعالی جوابګوی کيدای شي. ۵۴


وروسته بيا د يو شمېر زده کونکو، ښونکو او ځينو ازادي غوښتونکو علماوو پر مټ د مطلقه غوښتونکو پر ضد د پټ ملي حزب په نوم يو حزب تاسيس شو، چې وروسته بيا د غه حزب د مشروطه غوښتونکو په نوم ونومول شو.


لکه څنګه، چې له نوم څخه يې هم ښکاري، د مشروطه غوښتونکو موخه دا وه، چې امير حبيب الله له واکه وغورځوي او پر ځای يې يو ملي او مشروطه نظام را منځ ته کړي.


د مشروطه غوښتونکو د حزب مشر، مولوي محمد سرور واصف وو، ښاغلی واصف د کندهار يو ستر عالم او تر څنګ يې په حبيبيه لېسه کې د ښوونکي په حيث کار کاوه. ۵۵


استاد واصف او د هغه نږدې ملګري مير سيد قاسم به هميشه له قانوني اصلاحاتو څخه ملاتړ کاوه. ۵۶


محمد سرور واصف په يوه ليک کې امير حبيب الله خان ته مشوره ورکوي، چې د ملت د پرمختګ او سلامتيا په موخه د افغانستان لپاره مشروطه نظام ومني:


((په ځينو نورو هيوادونو کې خلک په جبر او زور حکومت دې ته تابع کوي، چې نظام د خلکو د غوښتنو پر اساس رامنځته کړي او هغه ته يو مشروطه او قانوني بڼه ورکړي. او په ځينو هيوادونو کې بيا باچا په خپله د خپلې پوهې او روشنفکرۍ پر اساس مشروطه نظام په ملک کې جاري کوي. لکه څنګه چې سراج الملت والدين يو پرمختګ غوښتونکی او عالم باچا دی، نو له ده څخه هيله کېږي، چې د حکومت نظام د مشروطيت په ډول جوړ کړي. په دې ډول به خلک د خپل سرو احکامو او د غير اسلامي کړنو مخنيوی وکړي او خلک به د نظام او قانون تر سيوري لاندې په مشروطه نظام کې ارامه او څوکاله ژوندوکړي ))، ۵۷


له دې ور اخوا د علماوو له ډلې څخه ځيني نور ازادي غوښتونکی اشخاص، چې د بدلونونو پلوي يې کوله، مولوي عبدالروف کندهاری او د نوموړي دوه ځامن هر يو مولوي عبدالواسع او مولوي عبدالرب وو.


مولوی عبدالروف کندهاری د مولوي عبدالرحيم الکوزي زوی وو، چې خپله عبدالرحيم الکوزی د امير عبدالرحمن خان لخوا په قتل رسيدلی وو.


مولوي روف د شاهي مدرسې مشر او د دربار ستر عالم وو. د افغانستان د ملي ارشيف د اسنادو پر استناد ويل شوي، چې په کابل کې د چوب فروشی د مدرسې علما وو او همدا راز د مولوي عبدالروف په ګډون يو شمېر نورو علماوو، امير حبيب الله خان ته ليک واستوه او غوښتنه يې وکړه، چې دوی ته اجازه ورکړل شي، چې په کابل کې يو پنځلس ورځنی اخبار پيل کړي.


اعتمادالدوله دغه غوښتنه امير ته وړاندې کړه او هغه ومنله. ۵۸


د دغه اخبار لومړۍ ګڼه د مولوي عبدالروف په مشرۍ په کال ۱۹۰۶ز خپره شوه، په اخبار کې داسې شعر هم نشر شو، چې د امير پام يې د نړۍ د پرمختللو خلکو لورته اړوه. ۵۹


په کال ۱۹۰۹ ز کال کې حبيب الله خان د (پټ ملي حزب) له يوې دسيسې خبر شو، چې د ده د نظام د ړنګېدو په موخه جوړه شوې وه. سمدلاسه يې د هغوی پر ضد اقدامات وکړل. د دغه حزب ځيني غړي يې ونيول، چې ځينو ته يې د مرګ او ځينو ته يې د بند متفاوته سزا ورکړه.


مولوي محمد سرور واصف، ملا محمد سرور الکوزی، قاضي عبدالاحد سليمانخېل، ملا محمد اکبر اخوندزاده، مولوي غلام محی الدين، صاحب زاده عبدالله مجددي *، ملا منهاج الدي او مولوي عبدالواسع کندهاری د مولوي روف زوی، ټول هغه علما وو، چې د امير لخوا ونيول شول او زندان ته واستول شول. ۶۰


په همدې کال مولوي محمد سرور له څو تنو نورو کسانو سره د باچا پر ضد د توطيې پر جرم په دار وځړول شو. ويل کېږي، چې نوموړي مولوی په وروستي ځل مخکې له اعدام څخه خپلو ملګرو ته يو ليک وليکه او په يوه برخه کې يې دا شعر راغلی وو:


ترک جان و ترک مال و ترک سر


در ره مشروطه اول منزل است ۶۱


د ۱۹۰۹ ز کال پېښو د امير او ازادي غوښتونکو ډلو تر منځ مخالفتونه را منځته کړل. په پايله کې د امير علاقه د مدرنې پوهنې په برخه کې راکمه شوه، ځکه چې د مشروطيت خوځښت له حبيبې لېسې څخه پيل شو. په وروستيو کې امير خپل ټول فکر د دربارعصري کېدو ته اړولی وو او خپل بېکاره وخت يې په ښکار او عکاسۍ تېروه.


لمنليکونه:


۴۵ـ Government of India, Serial No. 88(Secret) Who,s Who in Afghanistan, 1914,11.


۴۶ـ Kepple, 72-73.


۴۷ـ Ibid,52.


۴۸ـ Adamec, Historical and political Who,s Who of Afghanistan, 181.


۴۹ـ From HE the Victory to HM Amir of Afghanistan, IOR, L/P&S/14/6, Kharita no. 11, Simla, July 14, 1913.


۵۰ـ Ibid.


۵۱ ـ NAI, Foreign Secret File, nos. 23-32, Feb.1907.


۵۲ ـ Adamec, Afganistan, 1900-1923,67.


۵۳ ـ غبار، ۷۱۱.


۵۴ ـ محمد تاج الدين افغاني، تحفته الاميرفې بيان سلوک والتدبير، ۱ـ ۵ فصلونه.


۵۵ ـ حبيبي، په افغانستان کې د مشروطيت حنبش، ۳۶.


۵۶ ـ حبيبي، په افغانستان کې د مشروطيت حنبش، ۳۶.


۵۷ ـ حبيبي، په افغانستان کې د مشروطيت حنبش، ۴۰.


۵۸ ـ 26 ، اهنګ، ۷۲ـ ۷۳.


۵۹ ـ حبيبي، په افغانستان کې د مشروطيت حنبش، ۴۲ـ ۴۶.


*ـ د صاحب زاده عبدالله جان مجددي کونۍ وايي، چې نوموړی د نادرخان د واکمنۍ پرمهال زنداني شوی وو ـ محمد نعيم مجددي.


۶۰ـ غبار، ۷۱۸ـ ۱۷۱۹.


۶۱ ـ حبيبي، په افغانستان کې د مشروطيت حنبش،۳۸، غبار، ۷۱۸. (دغه بيت په وروسته وختونو کې د مشروطه غوښتونوکو شعار وګرځېد).