کور / تازه خبرونه / په جلال آباد کې د ارواښاد قدرت الله حداد فاتحه واخيستل شوه

په جلال آباد کې د ارواښاد قدرت الله حداد فاتحه واخيستل شوه

جلال اباد:ارواښاد قدرت الله حداد چې د ۱۳۹۰ کال د قوس په ۲۵مه (د دسمبر ۱۶مه ۲۰۱۱) په حق رسيدلی وو او د امريکا په ويرجينيا ايالت کې خاورو ته وسپارل شو د فاتحې مراسم يی په جلال آباد کې د انجينير اجمل شمس په مشرۍ د افغان ملت ملي مترقي ګوند په مرکزي دفتر کې د جمعې په ورځ ۱۳۹۰ کال د جدي په ۲مه (د دسمبر ۲۳مه ۲۰۱۱) ولمانځل شول . پدې مراسمو کې د ګوند مشر انجينير اجمل شمس ، عموممي منشي وصلي خان ملاخيل ، د ګوند مرستيال امان الله اتل ، د عالي شورا ټولو غړو ، ګڼ شمير افغان ملتيانواود ارواښاد حداد صاحب عقيدت مندو ګډون وکړ. د افغان ملت ګوند د عالي شورا غړي او د ولسي جرګې پخواني وکيل ښاغلي ډاکټر فاروق ميړني هم د خپل يو پلاوي سره د فاتحې پدې مراسمو کې ګډون وکړ. د فاتحې پدې مراسمو کې د قران عظيم الشان د مبارکو آيتونو په تلاوت سره د مرحوم حداد صاحب د مغفرت لپاره دعاګانې وشوې . د غونډې په ترڅ کې انجينير اجمل شمس ، ډاکټر فاروق ميړني ، وصلي خان ملاخيل او عبدالکريم مستري د حداد صاحب په ژوند او مبارزه رڼا واچوله او دده د ملي ټولنيز او فرهنګي خدمتونو يادونه يی وکړه فاتحې د سحر د ۹ بجو نه د غرمې تر ۱۲ بجو پورې دوام درلوده