کور / هراړخیز / د حفيظ الله امين وروستۍ مرکه د يوې عربي ورځپاڼي سره

د حفيظ الله امين وروستۍ مرکه د يوې عربي ورځپاڼي سره

د حفیظ الله امین اخرنۍ مرکه د یو عربي ژورنالست، تاریخ دان او ناول لیکونکئ عادل بشاطاوي سره
( عربي خبري ورځپاڼه، جده سعودي عرب دسمبر ۳۱، ۱۹۸۰)


عادل بشاطاوي عربي ژورنالست لیکي:


د افغانستان پخوانی جمهور رئيس حفیظ الله امین وايي چې هغه په وار وار د شوروي اتحاد راتګ او د هغوی ځای پر ځای کېدل رد کړي دي. حفیظ الله امین زیاتوي که د شوروي اتحاد په افغانستان کې مداخلت وکړي نو دا به ډېر منفي اثرات ولري او ددوی شتون به د افغانانو د قهر او عضب ښکار وګرځي.
ښاغلي امین دغه خبرې پخپله اخيرنۍ مرکه کې د یو عربي خبري ورځپاڼې سره د هغه مرګ څخه مخکې کړې وې، چې ددې څخه وروسته شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړو چې په پايله کې يې امین له منځه ولاړو او ببرک کارمل منځته راغلو.
حفیظ الله امین زیاتوي چې افغانستان ېو بې طرفه او مستقل هېواد دی او پدې حقیقت باندې شوروي اتحاد هم ډېر ښه پوهېږي او دهمدې خبرې هغوي درناوې کوي.


د شوروي اتحاد سره د دوستۍ په اړونده پوښتنه کې امین زیاته کړه چې د شوروي اتحاد دده حکومت سره د انقلابي رژیم په ساتنه کې هر راز مرستې پېشنهاد کړې وې او دا يې هم منلې ده چې په بدله کې ئې هېڅ هم نه غواړي، همدغه شان امین زیاته کړه چې روسانو په وار وار د افغانستان په داخلي چارو کې د نه مداخلت ژمنه کړې وه.


امین زياتوله: چې دده حکومت له ځنې داخلي او باندینیو مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ دی، اکثرا خارجي هېوادونه یاغیان د افغانستان د حکومت په خلاف روزي او خارجیان يې له یاغیانو سره په مرستو کولو تورن کړي ول، ښاغلي امین وويل: چې په ډېره لویه کچه کمپاینونه او تبلیغات پدې خاطر وشول چې دې سوشیالیست (ټولنیز) سیستم د رامنځته کولو کوښښونه کوي کوم، چې به افغانستان په قبیلو وویشي او افغانستان به د تل لپاره وروسته پاتې شي.


ښاغلې امین دعوه وکړله چې دده امنیتي ځواکونه او سرتېري ډېرې لاسته راوړنې لري او په تېرو دوه میاشتو کې يې یاغیان پر شاه تنبولي دي، امین دا خبره په کلکه سره رده وله، چې ګواکې یاغیان د افغانستان په خاور ۶۰ ٪ سلنه واکمن دي.


امین مخکې وويل چې هغه تمه لري او ددې خبرې هیله مند دی، چې له پاکستاني چارواکو سره کښېني او خصوصاً د افغان کډوالو په باره کې ورسره په تفصیل خبرې اترې وکړي چې په هغه هېواد کې مېشت دي.


امین وويل چې دی اسلام او اسلامي احکاماتو ته درناوی لري او دا خبره يې په سختۍ سره رد کړله، چې ګواکې هغه د خلکو پر مخ مسجدونه او جماتونه تړلي او ټول مذهبي مشران يې په زندانونو کې اچولي دي، ښاغلي امین زیاته کړله، چې  افغانان پخپل اسلامي دودونو او اسلامي عقیده فخر کوي، او په افغانستان کې ټولو مسلمانانو ته مذهبي ازادي ده. 
ښاغلي امین د عربي نړۍ په سلوک او رویه افسوس وکړو او ويې ويل چې عربي نړۍ ولې د افغاني رژیم ضد ده؟ همدارنګه ښاغلي امین زیاته کړله، چې ددې خواهشمند دی چې عربي نړۍ په دې قانع کړي  او يو هئيت ولېږي چې په افغانستان کې د مشکلاتو او ستونزو اصلي جرړه په کوم ځای کې ده، خو دده حکومت د مالي منابعو د لږوالي له امله متاثره شوی وه!