کور / هراړخیز / دميوند غزا ، معاصره سزا

دميوند غزا ، معاصره سزا

شاوخوا اتلس مياشتي مخکي په هلمند ولايت کي د (دانيل کروک) په نامه انگريزي پوځي يو هلمندى زده کوونکى غلام نبي چي د شهزاده نومي هلمندي زوى ؤپه داسي حالت کي په خپل ورسره چاړه وواهه چي نوموړى زده کوونکى دښوونځى څخه کور ته په لاره ؤ او کله چي يې خپل پلار وليد ورمنډه يې کړه.


 په دې پېښه باندي دبرتانيې دولت خبر سو ،په افغانستان کي د انگرېز پوځ خبرپاڼي دا خبر خپور کړ چي (( ددې پيښي مخکي په تېره شپه دانيل له اندازې زيات شراب څکلي وه)) په څرګند ډول دا يوه بهانه ده خوافغانان او په ځانګړي ډول هلمنديان ددې ډول پېښو ترشاه د ميوند دغزا د غچ فلسفه انگېري .


ددې بشري جنايت په کولو سره د انګرېز پوځ اوحکومت له پاره د شرم خبره دا ده چي دوى دنړيوال (بخښن غوښتني) دود هم پرځاى نه کړاو د نوموړي ماشوم له کورنۍ څخه يې عادي بخښنه هم ونه غوښته بلکه په ډيري بې پروايي يې دې پيښي ته پام ونه کړ ؛ يوازي په مطبوعاتي ډول ( دانيل) ته جزا واورول سوه خو په عملي ډول د زده کوونکي د  کورنۍ ، هر هلمندي او هر افغان زړه دا نه مني چي (دانيل) ته دي سزا ورکړه سي ځکه افغانان د انګرېزانو  د لرغونو بديو او چالاکيو اوږده او کلاسيکه مخينه لري ، هيڅکله هم  ددوى په معاصرو چلونو نه تېروځي او د انگريوانو د تېرو لسو کلونو دې ته ورته تکراري پېښي چي د نورو افغانستان ميشتو بهرنيانو د (شمالي انتلانتيک تړون ناټو ) له هغې سره ډېر توپير لري تصادفي نه گڼي بلکه دا دميوند دغزا او دانگريز دهغي ماتي چي په کال ( ١٢٩٧ سپوږميز) د برات پر( ١٧ ) اووه لسمه په مېوند کي (دغازي محمد ايوب خان) په مشرۍ رامنځ ته سوه معاصره سزا بولي . ددوى چي کوم شهزاده گان هلمند ته راځي له خولو يې د زړې دښمنۍ بوى ځي .


دا يو فرنگي متل هم دى چي (( که انگريز سل کاله ورسته غچ واخلي بيا يې هم وختي گڼي .))


که چيري دا ډول عمل يو هلمندي يا يو افغان ځوان د يو لندني زده کوونکي سره تر سره کړى واى ، نو دې پيښي به نړۍ سره ښورولې واى او بې چاره افغان به په يوه علني محکمه کي په سخت عذاب محکوم سوى واى . توپير دلته دى چي د افغان وينه هيڅ قيمت او ارزښت نه لري او دى (افغان) يو اروپايي هم نه دى  او ورسره د نړۍ يو بې قدره بشر دى ، برتانوى چي يو اروپايي هم دى د نړۍ ډېر  ارزښتناک او خپل حکومت ته محبوب دى.


همدا اوس په عملي توگه انگريزان د افغانانو تر منځ په نفاق اچونه بوخت دي او په لارو کوڅو کي د پلټني پر مهال له افغانانو څخه د قوم پښتنه کوي چي په قوم څه شي ( زى)يې؟ او په څنګ کي ورسره د مېوند په غرا کي د ونډه اخيستونکو د زامنو او لمسيانو پوښتنه کوي اوبيا ور باند دتروريست په نامه د شپې چاپې وهي او شکنجه کوي يې  خو ان لا نن هم د هغه کلاسيک شعاره څخه معاصره گټه پورته کوي چي (ترفرقه واچوه پاچاهي وکړه .)


بل دا چي همدا انگريزان د افغان دولت لپاره هم د کوکنارو په کښت کي د سر درد جوړ سوي


د هلمند په هغو ځايونو لکه(نادعلي ،چاه انجيرله گرشکه تر مرجي د هلمند سيند لوېديزي غاړي ته چي دوى مېشت دي د ځايي خلکو په وينا بزګران د کوکنارو کرلو ته هڅوي او پخپله ددوى د پوځي چوڼيو په څنګ کي د کوکنارو پراخه کښتونه هم ددې دليل شاهدي ورکوي، د ځايي خلکو په وينا چي انګرېزان ورته وايي پر موږ ډزي مه کوئ خپل کوکنار وکر‌ئ .


  دا هر چا ته څرګنده ده چي برتانوى پوځ په هلمند کي د يوې جګړې د گټلو بېلگه نه لري او دسنگين ولسوالۍ په څېر له هري سيمي ناکام راوتلي .


انگلستان چي د نړۍ يو ښکېلاکگر او ځبيښاکگر هيواد دى دا ځل بيا د تېر غچ د اخيستلو په نيت دنړيوالو ځواکونو سره د نيم مار په څېر په بل پوښ کي راغلي . انگرېزانو دافغانستان اوامريکا په شمول د نړۍ شاوخوا ( ٥٦ ) شپږپنځوس هيوادو ورڅخه ازادي اخيستې ده او په ټولو ځايو کي يو ناولې مخينه لري .


اوبل داچي دلښکرگاه ښار په منځ کي د انگريزانو د ولايتي بيا رغوني ټيم ( پي . آر . ټي ) په ټيټه ارتفاع د نظامي الوتکو الوتنو هم د لښکرگاه ښاريان په ځانګرې توګه ناروغان ، ماشومان او دډير عمر خاوندان په روهي ناروغيو اخته کړي ، دلته پوښتنه راولاړيږي چي ايا دوى په خپل هيواد کي هم نظامي چوڼۍ اوهوايي ډګرونه د ښارونو مېشتځايونوپه منځ کي جوړوي ؟؟؟


په دې اړه د لښکرګاه ښاريانو څوځله له والي او حتى اولسمشره پوري تللي خو هيچا يې ږغ نه دى اورېدلى .


په هلمند کي د انګريزانو دمرستو کچه هم تر نورو هغو ډېره لږ ده دوى هرڅه ته دخپلو ګټو له زاويې ګوري او تېري لسيزه کي دوى يوازي په دفاعي حالت کي وو اوفقط يې دخپلو هدفونو په لاس ته راوړلو کي بوخت پاته وه ، ددوى په شتون دهلمنديانو په ژوند کي دا چي ښه والى را نغلى نور يې هم ژوند تريخ شو . په کارونو کي يې يو بنسټيز او دقناعت وړ کار هم ونه کړ، يو ځل بيا هغه لومړنۍ خبري ته ور ګرځو چي د انګريزانو د تېرو لسو کلونو کړني په هلمنديان يوازي او يوازي د ميوند د غزا معاصره سزا گڼي نور څه نه ! ! !  .