کور / هراړخیز / لطيف پدرام: كسی است كه امي را ترجمه كند

لطيف پدرام: كسی است كه امي را ترجمه كند

 د ۱۳۸۳ کال د ولسمشرۍ  د ۱۸ كانديدانو له جملې څخه يو هم لطيف پدرام و. نوموړی، چې په اصل كې د بدخشان اوسيدونكی دی، وايي زده كړې يې  په فرانسه او ايران كې كړې، خو په افغانستان كې د ستم ملي گوند د مشر طاهر بدخشي، كارمل او ځينو جهادي متعصبو قوماندانانو ملگری پاتې شوی . نوموړی ځان د دري ژبې شاعر، ليكوال او تاريخپوه معرفي كوي او په افغانستان كې د فدرالي سیستم پلوی دی، چې افغانستان د تجزيې لور ته بيايي.


لطيف پدرام د افغانستان ملي قايد او رهبر امير امان الله خان ته ډير ستر سپكاوی وكړ. هغه ته يې په يوه انټرنيټي مصاحبه كې، چې خپلو ملگرو ته مخاطب و ډېرې سپكې سپورې لا څه، چې كنځلې وکړې او بې معنی تورونه يې پرې ولګول .


له پدارم سره هم په يوه خبري غونډه كې، چې د اطلاعاتو او كولتور وزارت د كنفرانسونو په تالاركې جوړه شوې وه مخ شوم. نوموړى هم د ولسمشرۍ د څوکۍ يو کانديد و. په دې ښه پوه و، چې رایې نشي وړلای، خو موخه يې یوازې ځان مطرح كول و،  ډېر خبريالان د اطلاعاتو او كولتور د رسنيو تالار ته ورغلي وو، پدارم ترخبرو وروسته د خبريالانو  پوښتنې ځوابولې،  د ملي راډيو تلويزيون يوه خبريال ترې په پښتو وپوښتل :


ستاسې لهجه مكمله ايرانۍ ده او ډيرلغات هم دهمدغې ژبې استعمالوﺉ، چې ډير خلك په ځانگړې توگه تاته رايه دركوونكي كسان به پرې پوه نه شي؟ څه فكر کوﺉ تاسې به خلك قانع كړای شئ، چې تاسې ته رايه دركړي ؟
پدارم شاوخوا وكتل:


كسی است كه امی ره ترجمه كند؟
په دې سره په تالار كې ناستو خبريالانو په زوره وخندل، خو د نوموړي والله كه چورت هم خراب شوی وي. هغه خبريال، چې دا پوښتنه يې په پښتو ژبه كړې وه بيرته راپورته شواو خپله پوښتنه يې په دري ترې  وكړه .


نوموړي په خپله مغلقه لهجه ويل:


نه خيرلهجه من خيلی درست وبه جای است . ما يك زبان داريم او هم فارسی است به نام دری کدام چیزی موجود نیست …
زما وار، چې راغی مجبور وم لاس ورته پورته كړم(خبريالان په هره خبري غونډه كې دوينا وال څخه دپوښتنې پرمهال لاس اوچتوي )، ده هم فكر كاوه، چې رئيس جمهور دی بيا به يې زموږ له منځه يوه تن ته گوته ونيوله:


شما بفرمائيد
اغای پدرام شما به زبان پشتو حتی يك حرف گفته نه مي توانيد وهمچنان فهميده نمي توانيد  چی توقع از ان مردم داريد كه اكثريت شان به زبان پشتو تكلم مي كيند. ايا انان برايتان  رای خواهند داد ؟
ها ها ها، جالب است، من سعی ميكنم كه زبان پشتو را ياد بگیرم اما خيلی مشكل است،  فكر نكنم كه ياد گرفته بتوانم !!!!!!!!!!. من ميدانم كه بعضی عقاید وجود دارد، من نميدانم كه اكثريت واقليت كيها استند ………..
نوموړي خبرې ډيرې اوږدې او مغلقې كړې، يو خو يې هسې هم څوك په خبرونه پوهېدل، چې بل لغات پرانې يې پيل كړه  له فارسۍ نه يې سوره ببو جوړه كړه.


د نوموړي دا خبرې دومره ډيرې او بې معنی شوې، چې نږدې ټول خبريالان د غونډې په نيمايي كې  ترې راووتل.


پدارم اوس ، هم كله  ناكله پر يوه تلويزيون او د ځينو راډيو گانو په دري برخه كي راڅرگند شي اودادی په دې اوس(١٣٩٠) دوره کې، خو دولسی جرګی غړی هم دی . هغه مهال چې نوموړی امیر امان الله خان ته سپکاوی کړی ووی دلوی پکیتا ځینوسوداګرودنوموړي دوژنې پرسردوه لکه امریکایی ډالرانعام ایښی وو، چې له امله یې نوموړي ډیر وخت ورک وو،خو اوس بیا شاوخوا غومبر وهي . جالبه خولاداده ،چې نوموړې به کله پردوستم کله پرعبدالله ………………. پورې ځان ونښلاوه خو دا ځل یې په ولسي جرګه کې دننګرهاردخلکوپه استازي حاجي قدیرپسې ځان غوټه کړی او هغه تیره ورځ خوننګرهارته هم تللی وچیرته ،چې دغازی امان الله خان مقبره ده .یاره دافغانستان هم عجیبه خلک اوتاریخ دی ،یوه ورځ به یو سړی خاین ملی بله ورځ بیا قهرمان ملی وی،یوه ورځ یو کس غل وي بله ورځ بیا لوی سوداګراودقوم مشراواستازی .


 افسوس پر هغو خلکو، چې دداسی خلکوملاتړکوي، هغه کسان چې ددې هیواد له نامه سره تضاد لری او ځان ته حتی افغان  نه وایی له هغوی څخه به دخدمت څه هیله وه شي !


د پدرام د ږغ دپاره دلته کليک وکړئ Audio


نور سرليکونه : http://larawbar.com/detail.php?id=4847