کور / هراړخیز / د مرغومي ٦مه، د وخت د شوروي اتحاد د يرغل ٣٢مه کليزه

د مرغومي ٦مه، د وخت د شوروي اتحاد د يرغل ٣٢مه کليزه

تاريخ ته مراجعه د عبرت، پند او ارشاد لپاره ده، ژړا او اوويلا د تاريخ خلاگاني او خطاگاني نه جبرانوي، ملتونو ته فکري تعمق او وېښتابه په کار ده (فاروق وردگ)  


32 کاله د مخه په همدې نېټې، يعنې د مرغومې په شپږمه، د وخت تر ټولو زبېښاک قدرت، د شوروي اتحاد وسله والو ځواکونو په بې شرمانه ډول پر افغانستان يرغل وکړ او د دې يرغل په پايله کې چې، د کمونيستي رژيم د ملاتړ په بهانه يې ځواکونه افغانستان ته راغلل، د دوو ميليونه بې وزله افغانانو په مرگ او د سلهاوو نورو په معيوبيت منتج شو او افغانانو ته يې يو داسې افغانستان په ميراث پرېښود چې يو کور هم پکې بې داغه او هيڅ يو کلى او ښار په کې سالم پاتې نه شو، د هيواد اساسي ستنې ونړيدې، ارزښتونه او فرهنگي ميراثونه له منځه لاړل، ممتاز او متخصص کادرونه متلاشي شول او نږدې لس ميليونه وگړي له هيواد څخه بهر هجرت ته اړ ايستل شول.


دغه نهه کلنه غميزه د اسلامي امت او د نړۍ د بدبختيو په تاريخ کې دويم مثال نه لري. افغانانو بې شمېره قربانۍ ورکړې، مجاهدت يې وکړ او د وخت تر ټولو قدرتمن قطب يې راونړاوه، اما د افسوس ځاى دا دی چې دغه ستر جهاد او قربانيو د افغانانو آرمانونه (د عادل اسلامي نظام استقرار) د بريمنو مجاهدينو په مټ ممکن نه کړ او د جهاد لاسته راوړنې د کورنيو جګړو، منازعو، اختلافونو او ټکرونو په توپان کې ايره شوې.


د روسانو تر يرغل وروسته د انقلابونو دا لنډ سرگذشت د اوښکو تويولو په خاطر نه يادوم، بلکې هدف مې دا دى چې له تير تاريخ او سرگذشت څخه بايد عبرت واخستل شي.


عبرت دا دى چې نور داسې تريخ تاريخ او ستمگر سرگذشت پر موږ تېر نه شي او زموږ ملت تکراراً د نورو انقلابونو او د نورو د جگړو او د نورو د توسعه طلبيو قرباني نه شي.


په دې خاطر چې داسې ناميمونه مکررات تکرار نه شي، او دغه اوسني زرين فرصتونه او ترسره شوي د تقدير وړ گامونه هدر نه شي، نو په کار ده چې د افغان عزيز ملت د فکري وېښتابه او عقلي ژورتابه لپاره بنيادي او اساسي کار، د يو ملي مشارکت پر احساس ترسره شي، دغه فکري وېښتابه او عقلي ژورتابه، يواځي او يواځي د معارف په ملاتړ، د معارف د فعاليتونو په غښتلتيا او د معارف د نظام په انکشاف سره ممکنه کيداى شي.


د معارف د وزير او د دې ډگر د يوه متعهده خدمتگار په توگه د مرغومې د شپږمې يرغل له يوې خوا شديداً غندم او دا يرغل د عظيم ولس په حق کې يو ناروا تجاوز بولم، له بلې خوا په همدې ورځ او په همداسې يوه مناسبت د هيواد هغه وسله وال مخالف ته چې د پردي ټوپک او د پرديو مرميو  په وسيله خپل کور ورانوي او خپل خلک وژني او عزتمنده فاميلونه د مجبوريت په دروازه دروي او يو ځل بيا يې گاونډو هيوادونو ته په هجرت او فرار مجبوروي، غږ کوم چې دوى بايد پوه شي چې د دوى دغه له خشونت ډکې هڅې او فعاليتونه زموږ د هيواد، استقلاليت، سالميت، حاکميت او د ولس نيکمرغه سباوون او راتلونکي د نورو په گيرو کې ورکوي او د محتاجۍ او ذلالت په لیکه کې یې دروي.


پر بيدار ملت او د ولس پر جيدو علماوو، سياسيونو، روڼ آندو او مخورو غږ کوم چې له انقلابونو څخه په عبرت دې، هيچاته اجازه نه ورکوي چې زموږ ملي تاسيسات تخريب او د ملي رغون په وړاندې خنډ واقع کړي.


زموږ ملي تاسيسات، زموږ د ملي نواميسو حيثيت لري چې د بيت المال په لگښت جوړيږي، په دې موسساتو کې د اسلامي جمهوري نظام تاسيس او انتخابي حاکميت شتون، يوه ارزښمنه متاع ده، د جهاد وياړونه د يوې مهمې شتمنۍ په توگه د لمانځنې وړ دي. او په تيرو لسو کلونو کې زموږ مکاتب، انستيتيوتونه، ديني مدرسي او بيا په دوى که زموږ ملي پانگه چې زموږ معلمين او مدرسين دي او زموږ ماشومان، ځوانان او د تعليم په طلب راوتلې پېغلې دي چې د خپلو کورنيو او د وطن د راتلونکي سبا لپاره په اسلامي تعليماتو او د وطندوستۍ پر روحيې سمباليږي او د يوه آزاد، مستقل، په خپلو پښو متکي افغانستان آينده ورسره نښتې ده، د ملي شتمنيو يوه طلايي او سپېڅلې برخه ده چې په ساتنې او پالنې کې يې بايد ټول ونډه واخلي او په دې توگه هر افغان د هيواد د وياړونو او مجاهدتونو او د وطن لپاره د لازيات او غوره خدمت په لاره کې خپل ديني او وطني رسالت ادا کړي.
سرلوړى دې وي د افغانستان اسلامي جمهوريت
خوار او زبون دې وي د دې خاورې دښمنان