کور / هراړخیز / نړۍ وال بدلون

نړۍ وال بدلون

په نړۍ کې نوي بدلونونه دومره په توندۍ سره کیږي چې د نړۍ یو نظام يې هم لاره نه شي نیولی.انساني عقل چې کوم څه نه منل هغه يې ولیدل.ژوند ته د اسانتیاو راوړلو زغل دومره توند شوی چې د نړۍ د هرګټ انسان يې د یوه بل سره په رابطو مجبوره کړی.


دا تړون او رابطه په خپل کومي کې ډیر پخواني اقدار او روایات چقوي.او په راتلونکي وختونو کې د قومیت تصور او وجود ته ستره خطره پيښيدی شي.کله چې د نړۍ د انسانانو موخه یواځې وسایل قبضه کول او ژوند ته د اسانتیاو راوړل جوړه شي نو دا فکري یو والی د ذهنونو نه ډیر پخواني تصورات له مینځه وړی شي او د ځان ځانئ یو داسې وخت هم راتلی شي چې ټولنیز فکرونه او نظریات به ساه ګانې ورکړي.


مونږه ددې بدلون بیلګې په خپله ټولنه کې په ډاګه لیدی شو.لکه چې ذروغ نه وایو نو زمونږ د پښتنې ټولنې نه د رشتو قدر ورک شو-پخوا به خلکو لرې لرې خپلوئ پاللې.د یو بل کره به شپو له تلل.او د یو نفر په سر به ټوله قبیله راپاڅیده.خو دا کار اوس نزدې نزدې ختم دی.او د ټولنیز ژوند بل اړخ ته که وګورو نو ددې بدلون نخښې تاسو په سیاسي ډګر هم لیدی شئ.چې نظریاتي سیاست ورو ورو ساه ورکوي.


د ډیرو وسایلو لرونکو خلکو د هرې سیاسي ډلې د سر صفونه ونیول.او غریب او لاچاره اولس ستونزمن ژوند ته د اسانتیاو راوړو په غرض د مجبوریته دغه خلک هم ومنل.په راتلونکي وختونو کې هغه ورځې تلونکي دي چې چا به د نیکه او پلار په ښیګړو د اولس ذهنونه او زړونه قبضه کول.او د شمار په څو نارو به يې کورونو ته بې شمیره ګټې راوړې.ددې نوي بدلون لاره د پيړیو نه د واک په چوکۍ ناستو عرب واکدارانو هم ونه نیوی شوه او نړۍ والو د هغوي تاجونه او تختونه د اولس په پښو کې په دوړو کې ککړ ولیدل.


ددې نوي بدلون لاره ګوټه ملا او د لوي لښکر لرونکی فوځي جرنیل هم نه شي نیوی.او خیالي او تش د ويئنا تربریده انقلابیان به هم په دې اولسي سیلاب کې لکه د خسڼو متره شي.د وطنونو جغرافيې به ورته ټينګې نه شي او د حق او نا حق پخوانی تصور به له مینځه لاړ شي.او نوی او لوستلی اولسي فکر او عمل به ټول هغه پخواني عقیدوي بتان مات کړي کوم چې یواځې ويئنا(تهیوري) وه او عملي کول يې په اوسنئ انساني ټولنه کې بیخي ممکن نه دي.اوس د چغو تر بریده خو هرسړی دا چغې وهي چې او دعوه کوي چې مونږ به ددې بدلون لاره ونیسو خو تریخ او منلی حقیقت دادی چې دا بدلون راغلی دی.خو ځنې خلکو پرې سترګې پټې کړي دي.
په درناوي