کور / هراړخیز / سړي مړه شول!!!

سړي مړه شول!!!

هغه مشهور متل دی چی سل دی ومره خو یو نه!!! ۲۰۱۱ کال د دیکتاتورانو لپاره تر ټولو بد کال وو. یا وضع داسی راغله او یا زړ بوډی نور دوی نشوای زغملی.
صدام حسین یی وواژه! قضافی یی له مینځه ویوړ. حُسنِ مُبارک یی بندی کړ او د نورو وضع لا هم مالومه نه ده. په تیرو یاد شوو نومونو کی ځينو له امریکی سره یو وخت پالل خو د امریکی یاري هم\”یار له کوڅی تیر کړه، رنګ یی هیر کړه\”.
کله، کله خو د امریکی یاران د سپي په مرګ مړه کیږي خو هغه چی بیا ډیره بخت ورسره یاری کوي څه نا څه کفن مومي.  د ایران شاه رضا پهلوي هم له ورته سرنوشت سره مخامخ شو چی اوس هم په مصر کی امانت سُپردِ خاک دی!
د پیرو جنرال نوریګا لا تراوسه په خپلو توکړو لاړو پښیمانه دی. خو هغه د انګریزانو خبره په تویو شوو شیدو ژړا عبث دی.
امریکی عراق، ایران او شمالي کوریا د شیطانی محور په نوم یاده ول. په دوی کی یی صدام و پرځاوه، جونګ سره ژوند یاري ونه کړه. دا چی له خامنه یی صاب سره به څه پيښیږي، له وخت به مخکی خبره وي.


د وینزیویلا هوګو چاویز، د کیوبا کاسټرو، او د کوریا جونګ یو له بل سره پالل. د دوی سره بیا د قذافی او حسین همدردي هم وه. ایران هم هڅه کوله چی له شمالی کوریا او بولیویا سره یی وپالي او یو بل بلاک رامنځ ته کړي خو د شپيتو بړیڅو ورځ په ورځ کمۍ دی.


امریکی ایران،عراق، لیبیا او شمالی کوریا ته ځکه د شک په سترګه کتل چی هڅی یی کولی اتومی ځواک او واک ولري. چی په دی هڅه کی یی صدام چپه، قذافی تسلیم، شمالی کوریا مشر له لاسه ورکړ، ایران ته اوس هڅه کوي چی اوبه خړی کړي. د پاکستان ډاکټر عبدالقدیر هم هڅه کړی وه چی اتوم په دوی باندی په کباړي بازار کی خرڅ کړي چی هماغه وو پرویز مشرف سړی تر خپل ګِرفت لاندی راوست.


جونګ د خپل پلار سونګ ځای ناستی وو او له ده وروسته به یی ځوی کیم جونګ ان د ګوند،خلکو او فوځ واک په لاس کی اخلي.
خلکو ته به د حیرانتیا خبره وي خو د کوریا مدیریت کی دا منلی خبره ده. څوک یی رده ولی نه شي. نه دا چی په دولتی پوستونو کی دا ډول ځای ناستي ټاکل کیږي بلکی په کاروباری چاپیریال کی یی هم پالي.


د نن سبا دیموکراتانو هم کوریایی مدیریت ته مخه کړی. د صدام ځای ناستي یی زامن وو؛ د حُسنی مبارک،جمال وو؛ د قضافی سیف الاسلام وو، د یمنی علی صالح احمد عبدالله علی صالح؛ زرداری بلاول ټاکلی، نه پوهیږو چی ښاغلی ولسمشر به د ولی له مرګ وروسته څوک د هیواد د سرنوشت لپاره ټاکي؟


چاویز،کاسترو او جونګ رفیقان وو او تر پایه یی هڅه کوله چی خپلی کمونیستی ته یو نوی رنګ ورکړي خو دوی تر پایه متنازع پاتی شول.


لکه څنګه چی صدام له قاسم او قضافی له ادریس-اول پڅخه واک اخیستی وو په ده هم شکونه دي چی خپل ورور  شورا کیم(پيونګ-ایل لومړنی) یی وژلی. مور یی ویشتل شوی خو وروسته دعوی وشوی چی مور یی د ماشوم د زیږدن پرمهال پور پری کړی.


له وړکتوبه یی په سیاست کی لاس وهه. د ماشومانو په اتحادیه کی فعال غړی وو او د ځوانانو په دیموکرات لیګ کی یی پوره ونډه درلوده. داسی هم ویل کیږي چی د مالټا په پوهنتون کی یی انګریزي تعلیم هم ترلاسه کړی(۱۹۷۰). د جونګ پلار سونګ دوه ځلی  واده کړی او له بلی ښځی یی هم یو کیم پیانګ-ایل(دپیانګ-ایل لومړني نوم یی په ده ایښی وو) درلودی. کیم سونګ د کمال کار دا کړی وو چی پيانګ-ایل یی په اروپا او پولنډ کی سفیر ټاکلی وو او ددی علت هم دا وو چی ددواړو زامنو ترمنځ یی په واک لانجه  رانشي.


خو جونګ بیا په ودونو کی د خپل پلار ریکارډ مات کړی. یو ځلی یی واده کړی خو دری نوره یی نه نکاح کړي له ځان سره ساتلي. د جونګ لومړنی میرمن کیم یونګ سوک نومیده. میرم سوک په کوریا کی د یو لوړ پوړي فوځي مامور لور وه. د جونګ لومړنی واده د پلار سونګ په خوښه ترسره شوی وو.


د نه نکاح کړو میرمنو په قطار کی یی د سانګ هی ریم،یانګ هی، او اوکی نومونه اخیستلی شو: سانګ هی ریم چی کوریایی فلمی اداکاره وه اړیکی درلودی. دی له بل سړي سره واده کړی وو خو جونګ هغه مجبور کړ چی سانګ ته طلاق ورکړي.


بله نه نکاح شوی ښځه یی کو یانګ هي نومیده. نوموړی جاپان-پیدا شوي کوریایانو څخه وه. یانګ ښه ګډیدونکی وه. کله چی په کال ۲۰۰۴ کی یانګ له دی دنیا سترګی پټی کړی نو د جونګ نظر په خپلی سکرتری کیم اوکی ولوید. نوموړی له ۱۹۸۰ څخه د جونګ په شخصی سکرتریت پوست باندی کار کړی وو.


د پلار له وفات څخه وروسته، او د خپل واک په موده کی ورته رسنیو بیلابیل نومونه او لقبونه ورکړل. کله به یی \”ښاغلی رهبر\”، کله به یی \”نه ډاریدونکی لارښود\” یاداوه. دی په دی کار سره نشو ګرمولی ځکه چی مجسمی جوړول،لوی پلی کارتونه لګول، لقبونه اخیستل د ټولو دیموکراتانو سنت دی. کوریایان دومره دده دشخصیت په اړه ړانده وو چی فکر یی کاوه جونګ موسم د خپل طبیعت مطابق کنترولوي. یو ځلی په کال ۲۰۱۰ کی د شمالی کوریا رسنیو داسی خبرونه خپاره کړل چی ویل یی د کیم کالیو نړیوال فیشن د سړیو ټولی مقابلی ګټلي دي.


یو وخت داسی هم راغی چی رسنیو دی بیا د\”ښاغلي رهبر\” پرځای \”ښاغلی پلار\” باله(۱۹۸۰). همدی ښاغلی رهبر د ۲۰۰،۰۰۰ په شاوخوا کی سیاسیون د اوسپنزو میلو ترشا اچولي وو. سیاسی،مذهبی، او مطبوعاتی ازادی یی په کُلی ډول ځپلی وی.


دغه نه ډاریدونکی رهبر!!! د می په ۲۰۱۰ کی چین او او د۲۰۱۱ د اګست په اخرو کی روسیی ته د ډار له وجی چی امریکا او یا یی هم د جنوبی کوریا استخبارات اغوا نه کړي، په خپل شخصی اورګاډي کی سفرونه ترسره کړل.
 پلار یی په کال ۱۹۹۴ کی د زړه د حملی له وجی پور پری کړی وو چی ځوی یی هم په همدی نقش قدم پل کیښود. حرامی به وي چی د پلار په لار نه ځي!!!


په جنوبی کوریا کی د امریکی د حضور له وجی، شمالی کوریا مجبوره شوه چی اتومی ځواک ته لاس رسی پیدا کړي هماغه وو چی دوی په رسمی ډول د اکتوبر په ۶ کال ۲۰۰۶ کی اعلان وکړ چی دوی ځمکی لاندی کامیابه اتومی ازمایښت ترسره کړیدی.


کیم د فلم لیدلو ټاکو وو. داسی هم ویل کیږي چی څه نا څه ۲۰،۰۰۰ ویډیو ګانی یی له ځان سره ساتلي دي. اداکاره ایلزبیټ ټیلر یی خوښیدله. د\”سینما هنر\” په نوم کتاب یی هم لیکلی دی. دده په امر په کال ۱۹۷۸ کی د جنوبی کوریا فلمی هدایتکار شین سنک اوکی او دهغه اداکاره میرمن چیو ایون هي وتښتول شول او ددی تښتیدو شاته هم همدا یو هدف پټ وو ترڅو دوی د شمالي کوریا فلمی صنعت رامنځ ته او وده ورکړي.
 
دده یو پخوانی محافظ لي یانګ کوک وایی چی جونګ هر هغه خواړه او یا څښاک چی په شمالی کوریا کی به نه وو تولید شوی ردول خو ددی هرڅه با وجود یی فرانسوی شرابو ته تاب نه درلود.  په باسکیټ بال او ګولف لوبو کی هم ښه وو. ځان به یی د انټرنیټ متخصص هم باله.
ارواپوهانو اډالف هټلر، جوسف سټالین ، صدام حسین او کیم جونګ د ځانګړتیاوو


له مخی په یوه قطار کی درولي. ده ټولی هغه ځانګړتیاوی لکه:
۱.سادیسم(د نورو له ځورونی خوند اخیستل)
۲.غیر اجتماعی
۳.نارسیزم(ځان مین)
۴.وهمی
۵.پارناید(داسی یو حالت چی یو څوک فکر کوي چی نور خلک یی نه خوښوي او یا هم په دی لټه کی دي چی ده ته زیان ورسوي)
درلودی چی د خپل ډول یو ځانګړی کس یی بللی شو.


ویل کیږي چی جونګ د شمالی کوریا د ننه ۱۷ مختلف شیش محلونه درلودل. د نورو وطن خوړو غوندی دی هم کم نه وو. په اروپایی بانکونو کی یی ۴ بلیونه ډالر ځای پرځای کړي وو که کله هم له واکه بی واکه شو چی ګټه تری واخلي. سنډی ټیلی ګراف لیکي چی دغه پیسی یی د لوګسمبورګ په بانکونو کی ځای پرځای کړی وی.


جونګ د یو کاري سفر پرمهال د زړه د حملی له وجی مړ شو.
د ملی دفاع دکمیسون دمشر کیم جونګ پږی به له ۱۷ دیسمبره تر ۲۹ ډیسمبره د کوم سوسن يادګاری قصر کی ایښودل شوی وي. زیارت کوونکی کولای شي چی له ۲۰ ډیسمبره تر ۲۷ ډیسمبره له مرحوم!!! لیددنه وکړي او خپل احترامات وړاندی کړي.


په نهه ویشتمه چی د مرحوم!!! لپاره به د اخری رسوماتو ورځ وي په مرکز پيونګ یانګ او ولایتو کی به توپخانه سلامي کوي او ټول رسمی موټری به په دی غمجنه ورځ هارنونه غږه وي.
nnwriter@yahoo.com