کور / سياسي / دتجزيې زوړ پلان او نوي لوبغاړي

دتجزيې زوړ پلان او نوي لوبغاړي

کله چي شوروي اتحاد په افغانستان تجاوز وکړاوغوښتل يي له دي لاري ګرمو اوبو ته ځان ورسوي او د امريکا سره د خپلي سيالۍ په ډګر کي مستضعف خو خپلواک ولسونه ترپښو لاندي کړي نو ددس شوم پلان لباره يي يوڅه خرڅ شوي افغانان هم له ځان سره ملګري کړه او له هغوي نه يي د کوربه وظيفه اخيسته ترڅو ورته د افغانستان ټول دزمکي لاندي او د ځمکي په سر امکانات وروښايي او هغوي ورنه د ځان په ګټه استفاده وکړي نو هاغه وه چي د افغانستان مسلمان ولس يي په مخ کي ودريد او د شورويانو فوځي يرغل ته يي د خپل ايمان په مټ غاښ ماتوونکي جواپ ورکړ او شورويان يي نه يواځي داچي له افغانستان وشړل بلکي ټوله امپراتوري يي دړي وړي کړه چي نن يي ټوله نړۍ ويني.


خوکله چي شوروي اتحاد شکست وخوړ او بيا يي لاسپوڅي اداره هم څو کاله وروسته ړنګه شوه نو شوروي اتحاد چي هغه وخت په څو هيوادونو تبديل شوي وه او د شوروي ميراث د روسيي هيواد ته پاتي وه نو د روسيي هيواد د خپلي ماتي او شکست د غڅ اخيستلو په خاطر يي د افغانستان د تجزيي او په نسلي يا ژبنيو بنيادونود ويشلو هڅي پيل کړي


د افغانانو ترمينځ د خپل مينځي جګړو په مهال يي خپل ( خلقي اوپرچمي ) ګوډاګيان له دواړو جګړه ماروډلو سره يود بل په وړاندي ودرول  او په دي لار کي يي ډيري پيسي او وسلي هم وکارولي ترڅو د افغانستان کړيدلۍ ولس لاپسي د کړاوونو ګرداب ته ورواچوي بايد ووايوچي په دي پلان او دسيسه کي زمونږ يو شمير ګاونډيان هم شامل وه چي غوښتل يي د مذهب ترعنوان لاندي يو څه دوي ته هم ورپاتي شي ځکه چي افغانستان يي  ميراث گڼلۍ وه .


بيا چي کله افغانان د قدرت په سره د خپل مينځي جګړو نه ترپوزي ورسيدل او طالبانو د امنيت راوستلو ابتکار وکړ نو خداي شته د هيواد زياتي برخي د امنيت د لوي نعمت تر پوښښ لاندي راغلي او په هيواد کي مثالي ارامي راغله خو د روسانو دا هڅي هماغسي رواني وي او له بده مرغه دشمال ټلوالي پردي پالي ( چي ځانونه د شمال نماينده ګان بولي خود شمال شريف او په وطن ميين افغانان تري پناه غواړي او يوشميرپښتانه هم پکي دشرم شيبي تيروي ) لا هم د روسانو په غيږ کي پراته وه اوآن تردي چي د تاجکستان د (کولاب) فوځي اډه او نورفوځي تآسيسات يي د افغانستان په ضد په ډيرى سپين سترګۍ کارول اوله هغه لوري به پوه وسلو او ټانکونو سمبال دجګړي لپاره راتلل .


خو لکه څنګه چي تير تاريخ ښودلي داځل هم د روسانو او د هغوي د نوکرانو داخوب رښتيا نشو چي ګواکي افغانستان په څو ټوټو وويشي او پوره ناهيلي پاتي شول.


بيا د لږ ځنډ وروسته  امريکا او ناټو تړون د سپتمبرد يوولمسي (١١/٩) په پلمه د افغانستان په حريم ناروا يرغل وکړ


داچي امريکايانو ته هم لکه د شوروي اتحاد د افغانانو اخيستل اړين وه نو هماغه وه چي د شمال تلوالي پردي پال يي يوځل بيا د څو کارتنه ډالرو په بدل کښي واخيستل او د خپل هيواد په خلاف يي وکارول چي داټولي کيسي د( سي اي اى) پخوانو کارکوونکو د کتابونو او ليکنو په شکل کي هم کړي.


خو د الله جل جلاله په کومک او د مسلمانانو د قوي مقاومت په اساس يوځل بيا يرغلګرامريکايان د ماتي او ذلت په درشل ودريدل نو لکه د روسانو نوره تري لار ورکه شوه اود تجزيي د بي معنا او نامعقولي طرحي لپاره يي د جرمني په برلين کي د هغه هيواد د مسيحي ديموکرات ګوند په مرسته چي ( البته هغه به هم د تنصيرد خپرولو په لارکي له پخوا راهيسي د افغانستان دقسم خوړلو او ازلي دښمنانو سره پخي اړيکي درلودي ) زمونږ د هيواد معلوم الحاله کمونستان، توپکماران ، ستميان ، توکمپالان او ځيني د مذهب تجاران سره راټول کړل او ډيره په بيړه يي دافغانستان د فدرالي نظام  غوښتلو په نامه د تجزيي زړه لوبه په نوي انداز دنيا ته د وړاندي کولو هڅه وکړه.


دافغانستان مسلمان ولس به انشاآلله  لکه د پخوا په شان يو ځل بيا هم ددي تورو څيرو دا تور او بدنامه پلانونه له خاورو سره خاوري کوي او دنياوالو ته به په ډاګه شي چي افغانان که د شمال دي او که د جنوب ، که د شرق دي او که د غرب ، که تاجک دي که پښتانه ، که هزاره دي اوکه ازبک ټول د يوه ژوندي ولس په څير ددښمن دارنګ دسيسو د شندولو پوره صلاحيت لري .