کور / سياسي / فدرالیزم څه ډول نظام دی ؟

فدرالیزم څه ډول نظام دی ؟

نن سبا په افغانستان کښی ځینی د دولت مخالفین ددي کوشش کوي تر څو د حکومت سیاسي جوړښت و فدرالي بڼي ته واړوي، زه نه پوهیږم چی دوی په دي کښي څه لیدلي دي، خو په هر حال که هر څه وي هغه ددوی خپل نظر ده، چی له دي ډول سیاسي جوړښت څخه دوی څه غواړی، رابه شو اصلی موضوع ته چي فدرالي سیستم په افغاستان کښي ګټور ده او که نه؟
اویا خپله فدرالیزم څه ډول نظام دی ؟
په لنډ ډول فدرالیزم یو سیاسی سیستم ده. کوم چی په دي سیستم کښی قدرت په مشروعي او قانوني ډول د مرکزی حکومت او سیمه ایزو ادارو(ایالتونو او یا هم ولایتونو) تر منځ ویشل شوی وي.
او هم دارنګه د فدرالیزم پر خصوصیاتو باندی به رڼا واچوو چی ایا دا د افغانستان لپاره ګټور تمامیږي او که نه.
په فدرالیزم کښي ډير داسي منفي خصوصیات شته چي ځینی له هغو یی لاندی ذکر شوي دي کوم چی زما په نظر د افغانستان د ملی حاکمیت، اقتصاد، امنیت، او پرمختګ لپاره خنډ ګرځي.
۱، سیمه ایز چارواکي د فیوډالیزم (ملوک الطوایفی) لورته میلان کوي.
افغانستان، یو قبیلوی هیواد ده، او ورسره په څنګ کښي د ژبني مشکلاتو درلودنکی ده، او اکثریت هیوادوال یی د لیک لوست سره اشنا نه دي، نو کوم ځای کښی چي بیسوادي زیاته وي هلته یو څو د ګوتو په شمیږ خلک د هغي ټولني بادارن د دایم لپاره کیږي او دا باداران بیا د خپلو شخصی ګټو لپاره د مربوطه ټولنی افراد استعمالوي، او په دي ترتیت، ملی یوالی، ملي حاکمیت له منځه ځي، نو که دي ته ځیر شو چی په افغانسان کښی کوم خلک چی د فدرالي نظام غوښتونکی دی هغوی د ځینو قومونو او قبیلو د بادارۍ خوبونه د همیش لپاره ویني، نه ددی ملت د مشکل د حل او پرمختګ لپاره. یاده دي وي چي د هغومربوطو منطقو، قوم او قبیلو د ګټو لپاره هم مثبت ګام نه پورته کوی بلکی د خپلو شخصی مفادو لپاره له دي ډول کړنو نه کار اخلي .
۲، فدرالیزم غربت له منځه نشي وړلی.
د ځینو تحقیقاتو او مطالعاتو له مخی کوم چي په بریتانیه کښی د لندن د (اقتصادي ښوونیزي اداری) له لوري او د امریکا د څیړنیزی اداری له خوا شوی وو، چی پکښی دري(۳) غیري متمرکز (فدرالي) امریکا، جرمنی او هند وو او دری متمرکز دولتونه لکه ایټالیا، هسپانیه او مکسیکو وو، له ۱۹۰۰ څخه بیا تر ۲۰۰۰ کلونو پوري ددي هیوادونو اقتصادي حالت ته ددوی د دولت د سیاسی جوړښت له زاویی نه کتل کیدل چی متمرکز قدرت درلودونکو هیوادونو ښه نتیجه پکښي ورکړي وه.
۳، ناوړه پلانونه او پالیسیاني منخ ته له ځانه سره راوړی.
فدرالیزم چی مهم اړخ یې د قدرت ویشنه له مرکزی حکومت څخه ده، نو ددي قدرت ویشني په نتیجه کښي د سیمه ایزو حکومتونو له مرکزی حکومت سره د پلانونو او پالیسیانو پر سر بي اعتمادي، بی باوري او سرغړوني منځ ته راځي او مرکزي حکومت له صحني څخه باسي، چي فیصله یو طرفه کیږی.
۴، د ولایتونو/ایالتونو ترمنځ اقتصادی نامساوات
هر ایالات له جغرافیوي، زراعتي او طبیعي زیرمو له لحاظه مختلف خصوصیات او ځانګړتیاوي لري او د هر ولایت/ایالت کوم محصول چي له نورو ایالتونو یا ولایتونو سره په شریکولو کښی د هیواد پر اقتصاد مثبت اغیز شیندی، خو فدرالیزم دا همکاري د ولایاتو او ایالتونو تر منځ له منځه وړي نو په نتیجه کښی د ایالتونو/ ولایتونو ترمنځ اقتصادي نا مساوات منځ ته راځی.
۵، فدرالیزم فساد زیاتوی
کوم وخت چي د مرکزي حکومت قدرت په برخو وویشل شو، نو په سیمه ایزو ادارو کښي د مرکزي حکومت له اوامرو سرغړونه کیږي او ایالات/ ولایت د یو مستقل هیواد بڼه نیسي، او په څنګ ددی کښي د مربوطه ولایت چارواکی د فیوډالیزم یا ملک اطوایفی شکل ځآن ته اختیاروي، چی په نتیجه کښی فساد اوج ته رسیږي نو ورسره چارواکی د ملت تر ګټو شخصی ګټو ته اولیت ورکوي.
بهرنیو سیستمونو ته په کتو سره هم باید دا ووایو چي فدرالي سیستم د کامیابي په لور د هیواد د پرمختګ لامل نه ګرځي که چیرته فدرالی سیستم ددی وړتیا لري نو نن سبا به نیمه نړۍ فدرالي سیستم وه، خو بر خلاف د نړۍ له ۱۹۳ هیوادو څخه یواځي ۲۵ یی فدرالي دي او له همدي ۲۵ څخه یی یواځی دري په اسیا کښی دي چی هغه هم د بریتانیا د وخت دمستعمری د تاثیراتو په نتیجه کښي منځ ته راغلي وو.
رابه شو دي ته چی ایا په افغانستان کښي د فدرالي نظام جوړښت ته ضرورت شته او که نه؟
زما په نظر موږ او تاسو اوس دا ډول د حکومت سیاسی جوړښت ته کوم ضرورت نه لرو، که هغه پښتون، تاجک، هزاره، ازبک مطلب دا چی که اکثریت او اقلیت وی، په ځای ددي چي قدرت تقسیم کړو باید د مرکزي حکومت په کلکه ملاتړ وشی. اوبل دا چي فدرالی سیستم د افغانستان لپار ډیر ګران تمامیږی ځکه چي کافي مالي منابع او بودیجه نه لري او اوس هم زموږ دولت زیاتره پرغیری دولتی سازمانونو باندی تکیه کړي ده. د فدرالي نظام له پورتنیو خصوصیاتو معلومیږی هرهغه څوک چي ددی نظام طرفدار دي هغه په ښکاره د اور طرف ته لمن وهی، او کوښښ کوی تر څو دا هیواد د نورو په لمسون د یو نامعلوم برخلیک په لور ټیله کړي.
په درنښت