کور / سياسي / امريکايي عسکر بايد د ۳ نه ، بلکي ۳۰۰۰ بنديانو سره تبادله شي

امريکايي عسکر بايد د ۳ نه ، بلکي ۳۰۰۰ بنديانو سره تبادله شي


تر شک زياتې حقيقت ته نژدې ګونګوسې دي چې د ګوانتنامو د بدنام زندان څخه پنځه تنه طالب بنديان خوشې شوي او د عربي هيواد قطر مرکز دوحې ته رسيدلي دي چيرته چې لا  له پخوا څخه لږ تر لږه پنځه تنه نور طالب ديپلوماتان تللي او د امريکا سره نيغ په نيغه د مذاکراتو په ميز ناست دي .
دا نده څرګنده چې دغه په تپه تياره يا د اوو پردو شاته خبرې څه ډول دي ، ايا طالبان هم هلته همداسې ناست دي لکه کرزى چې په کابل کې د خپلو امريکايي بادارانو په وړاندې ناست وي ، ايا طالبان د داسې ليکل شوي تړون سره مخ شول لکه د امريکا سره د ستراتيژيک تړون لپاره د رابلل شوې لويې جرګې نژدې دوه زره غړي چې وسره مخ شول او کنه طالبانو ته د يو حکومت د استازو په سترګه کتل کيږي سره لدې چې طالبان حکومت نه لري او لا تر اوسه پورې يواځې يوه جنګي ډله ده.



د مذاکراتو د ښکاره اعلان څخه وروسته د هيواد په يو شمير سيمو کې د طالبانو د بريدونو ګړنديتوب خو دوه معناوى درلودلاى شي لمړى دا چې يا خو طالبان غواړي وښيي چې د جګړې په ډګر کې ندي کمزوري شوي چې له يوې خوا به  د امريکا سره د خبرو پر مهال په هغوى فشار زيات شي او له بلې خوا به په افغانستان کې د طالبانو د اسلامي امارت په پلوئ جنګيدونکي طالبان د خبرو او جوړ جاړي د پيل له کبله د هغوى څخه مخ ونه ګرځوي .
او يا خو دا معنى لري چې د طالبانو په ليکو کې يو بل ځواک موجود دى چې غواړي د طالبانو خبرې بې اغيزې وښيي او په ډاګه کړي چې د مذاکراتو پلوي طالبان د جنګ په لمړيو کرښو واک نه لري چې پدې سره به د طالبانو خبرې بې اغيزې او بې ګټې وي ، نه به امريکا ته ګټه ورسوي او نه  طالبانو ته بلکه پايله به يې يوه داسې رسوايي وي چې يا به طالبان د تيرو لسو کلونو قربانۍ له لاسه ورکوي او د ملت په وړاندې به مخ تورن کيږي او يا لدې کبله چې د يوې سپږې لپاره ټول پوستين ته اور ورته نه کړي ، يا د يوې ګوتې لپاره ټول ورغوى پرې نه کړي د خپل بدن څخه به يوه برخه پرې کوي او داسې يو اعلان به کوي چې هغه به بيا په اصطلاح د طالبانو بل اپشن يا (B) پلان وي.
دا خبره هم تر غوږو کيږي که څه هم امريکا او طالبانو په رسمي توګه اعلان ندې کړې چې د اسلامي امارت د امير المؤمنين ملا محمد عمر “مجاهد” نوم د امريکا د تور لست څخه ايستل شوې خو حقيقت دا دې چې د نوموړي نوم د تور لست څخه ليرې شوې ، بلکه نوموړى اوس پداسې موقعيت کې دې چې د امريکا لپاره تر ټولو مطلوب شخص ندئ .
دا پوښتنه چې ايا په دوحه کې روانې خبرې د څه لپاره او په کومو موضوعاتو دي ؟؟ هيچاته يې بشپړ معلومات نشته او هيڅوک يې قناعت بخښوونکى ځواب نه شي ويلاى خو د پوهانو په اند داسې بريښي چې د مقاومت مشران هم د چوکۍ د خوند اخيستل غواړي.
بل پلو د المان د برلن په ښار کې د وروستيو غونډو په رڼا کې دا هم تشه خبره نه شي کيدلاى چې شونې ده امريکا په افغانستان کې د شمالي ټلوالى په مقابل کې يو بل قوت رامنځته کول غواړي او هغه کار ځينې اخيستل غواړي چې د کرزي او د هغه د ډلې ټپلې څخه يې نه شو اخيستلاى ځکه چې د برلن غونډه د افغانستان د فيدرالي کيدو غوښتنه کوي او د مذاکراتو په اړه دا خبره کيږي چې د طالبانو سره به موافقه وشي څو په څو ولايتونو کې ازاد وګرځي يعنى واک يې په لاس کې ورکړل شي چې همدا ځواک به د ياغي شمالي ټلوالى د مشرانو په وړاندې د يو بلاک حيثيت ولري.
د دوحې د روانو خبرو د پايلو په اړه به ووايو چې (الله اعلم) خو ايا دا به سمه وي چې طالبان دې د خپلو درې يا پنځو تنو همسنګرو په بدل کې هغه يواځېنى امريکايي عسکر خوشې کړي چې د هغوى په بند کې شپې ورځې تيروي .
مونږ د جنګي اسير د تبادلې يوه داسې بيلګه په مخ کې لرو چې هم د افغانستان د حالت سره ورته والى لري ، هم د طالبانو د مقاومت سره سمون خوري ، او هم له هره اړخه سره نژديکت لري چې هغه د فلسطين د مقاومت لخوا په خپلو برياليو شرايطو د يو اسرائيلي عسکر په بدل کې د سلګونو بنديانو د خوشې کولو غوښتنه ده او پايله يې برياليتوب دى.
جلعاد شاليط (Gilad Shalit) د نعوم شاليط زوى چې  اصلاً فرانسويان دي خو دې کورنۍ د اسرائلو د صهيوني دولت تر جوړيدو وروسته اسرائلو ته  هجرت کړى ، نوموړى د نولس سوه او شپږ اتيا کال د اګست په اته ويشتمه نيټه زيږيدلې ، په دوه زره او پنځم کال کې د اسرائيلي قانون له مخې جبراً عسکرۍ ته استول شوې او د دوه زره او شپږم کال د جون د مياشتې په پنځه ويشتمه نيټه د فلسطيني مقاومت لخوا اسير شوى دى .
نوموړى د فلسطين په تاريخ کې د ځانګړيو او بې ساري فدايي عملياتو په ترڅ کې ونيول شو کوم چې د حماس د اسلامي ګوند د عسکري څانګې (عز الدين قسام)  د غونډ ، د (الناصر صلاح الدين) د غونډ کوم چې د ملي مقاومت د کميټې تر چتر  لاندې فعاليت کوي  او د (جيش الاسلام) د فعالانو لخوا تر سره شول.
دغه عمليات د فلسطين د رفح  په ښار  کې د اسرائلو پولې ته نژدې  شوي  چې په ترڅ کې يې شاليط بندي ، دوه تنه اسرائلي فوځيان مړه او پنځه نور ټپيان شول او هم په جګړه کې دوه تنه فلسطينيان شهيدان شول.
د دوه زره او نهم ميلادي کال د اکتوبر په دوهمه نيټه د عز الدين قسام غونډې وکولاى شول د خبرو له لارې يواځې د شاليط د يوې دوه دقيقه ايزې ويډيو په خپرولو سره د اسرائلو د زندانونو څخه نولس فلسطينۍ ميرمنې چې اسرائيلو نيولې او بندي کړې وې خوشې کړي ، د عز الدين قسام څانګه يواځې او يواځې د دې لپاره د دې ويډيو په خپرولو رضا شوي وه چې وښيي شاليط د هغوى سره او ښه دى خو د دې په بدل کې يې د خپلو نولسو خويندو هم عفت وساته.
يادو درې ډلو د خپلو يو زر او څلور نيم سوه بنديانو د خوشې کولو غوښتنه کوله ، د شاليط د خوشې کولو په لړ کې  ملګري ملتونه ، روسيه ، امريکا ، ترکيه ، مصر ، المان ، فرانس ، سويټزيرلينډ  ، يو شمير نور اسلامي او غير اسلامي هيوادونه ، او ګڼ شمير نړيوالې او سيمه ايزې ادارې  راښکيل شوې خو فلسطيني مقاومت د هيچا ونه منله او نه يې د اسرائلو په شرائطو مذاکراتو ته غاړه کيښوده.
د نورو ډول ډول لارو څخه هم د نوموړي د خوشې کيدو لپاره کوښښونه وشول ، اسرائيلي فوځ ځاى ځاى عمليات تر سره کړل ، پدې لړ کې ډيرې فلسطينيان شهيدان شول آن  تر دې چې په غزه کې د مسيحي کليسا څخه هم کار واخيستل شو خو بې ګټې او فلسطيني مقاومت د خپل ملت په استازيتوب په خپلو شرايطو کلک ولاړ ؤ .
بالاخره فلسطيني مقاومت د يو زر او اوه ويشت تنو بنديانو په بدل کې د يواځې  يو تن اسرائيلي عسکر په خوشې کولو رضا او  د دوه زره او يوولسم ميلادي کال د اکتوبر د مياشتې په اتلسمه نيټه حماس مصر ته شاليط وسپاره چې د اسرائيلو په زندانونو کې بنديان څلور سوه او اوه اويا تنه فلسطينيان په همدې ورځ خوشې او پاتې نور دوه مياشتې وروسته  خوشې کيدل ، د مقاومت شرط دا ؤ چې نوموړى عسکر به وروسته تر دې اسرائيلو ته رسيږي چې ټول بنديان خوشې او کورونو ته ورسيږي.
څومره په زړه پورې او د بشپړ اسلامي او ملي وياړ څخه ډک توافق بريښي چې په ترڅ کې يې يواځې اسرائيلو د خپل يو تن تبعه ژوند خوندي کړ خو فلسطيني مقاومت سياسي ګټې تر لاسه ، نظامي فايده يې وکړه ، ملت يې په ځان رامات کړ ، د خويندو عزت او ناموس يې خوندي کړ او په خپل دريځ ثبات يې ثابت کړ ځکه چې :
په خوشې شويو بنديانو کې په څلور نيم سوه تنو د ټول ژوند د بند فيصله شوې وه ، په هغوى کې ديرش فلسطينۍ ميرمنې وې چې د هغوى په خوشې کيدو سره د اسرائيلو په زندانونو کې يوه فلسطينۍ هم پاتې نه شوه ، شپږ تنه هغه بنديان هم خوشې شول چې اصلاً فلسطينيان خو د اسرائيلو تابعيت يې  درلود ، اسرائيلو غوښتل چې تر خوشې کيدو وروسته به پنځه سوه تنه د فلسطين څخه تبعيد شي خو مقاومت په دوه سوه تنو موافقه څرګنده کړه .
يو لړ نور شرطونه هم د مقاومت د مشرتابه لخوا په هغوى ومنل شول ، داسې بنديان هم د دې يو عسکر په بدل کې ازاد کړاى شول چې هغه د مقاومت مشران او کلک مبارزين وه ، په دوى کې داسې کسان هم وه چې په ټوليزه توګه د پنځه سوه او نهه شپيته تنو اسرائيليانو په وژلو کې يې لاس درلود.
دې روغې جوړې ته د اسرائيلو لمړي وزير بنيامين نتنياهو وويل چې دا د عبري دولت په تاريخ کې تر ټولو ستره موافقه وه ، او اسرائلي رسنيو دغه توافق روغه جوړه نه ، بلکه تسليميدل وبلل.
بل پلو د دوه زره او نهم کال د جون د مياشتې په ديرشمه نيټه د سنګر سنګر هيواد افغانستان د پکتيکا ولايت د يوسف خيل په ولسوالۍ کې د بهرني اشغال پر ضد د مقاومت د سرکښانو په لاس کې يو تن امريکايي عسکر (Bowe Robert Bergdahl ) د بندي په توګه کښيوت .




د نيول کيدو څخه وروسته تر اوسه پورې چې نژدې دوه نيم کاله کيږي نيول شوى امريکايي عسکر په پنځو ويډيو ګانو کې راڅرګند شوى دى پداسې حال کې چې د اسرائلي عسکر تر نيول کيدو وروسته په څه دپاسه پنځه کلونو کې د هغه د نورې نړۍ سره يواځې پنځه ځلې اړيکې ټينګې شوي چې درې يې خپلې کورنۍ ته ليکونه استولي وه ، يو د هغه په اواز اډيو اواز ؤ او بله هغه ويډيو وه چې د اسرائيلي زندانونو څخه يې په بدل کې نولس تنه فلسطينۍ خويندې را خلاصى کړاى شوې.
د اسرائيلي عسکر د خوشې کولو لپاره ټوله نړۍ په خوځښت راغلې وه ان تر دې چې په فلسطين کې هم يو شمير خواوو د هغه د خوشې کولو غوښتنه وکړه خو د امريکايي عسکر د خوشې کولو لپاره يواځې امريکا کوښښونه کوي خو د دواړو مقاومتونو د غوښتنو او شرايطو تر منځ خورا ستر توپير تر سترګو کيږي.
فلسطيني مقاومت له پيله تر وروستۍ لحظې پورې د خپلو بنديانو د خوشې کولو غوښتنه کوله خو افغاني مقاومت بيا تر ټولو لمړې د يو ميليون امريکايي ډالرو غوښتنه کړې ، څومره په مادياتو ولاړ!!!
همدا راز افغاني مقاومت د نوموړي په بدل کې يواځې د خپلو يو ويشت تنو ملګرو خوشي کيدل غواړي او د عافيه صديقي د ازادولو د غوښتنې څخه د يو شمير نورو کړيو او خواوو د اغيز پته هم لګولاى شو.
اسرائيلي عسکر د خپل نوعيت لمړى بندي نه ؤ بلکه تر دې دمخه هم فلسطيني مقاومت او د لبنان حزب اسلامي اسرائلي عسکر نيولي وه خو امريکايي عسکر بيا په افغانستان کې لمړى عسکر دى چې طالبان يې اسيروي ، اسرائيلي عسکر تر خوشې کيدو پورې عسکر ؤ خو امريکايي عسکر ته بيا په بند کې هم دوه ځلې رتبه لوړه کړاى شوې ده ، د نيول کيدو پر مهال د شاليط عمر نولس کاله خو د برګډال عمر بيا درويشت کاله ؤ ، امريکايي عسکر ته دوه رتبې لوړى کړاى شوې سره لدې چې هغه بندي ؤ خو اسرائيلي عسکر بيا په خپله رتبه پاتې شو چې دا ټول د امريکايي عسکر په اهميت دلالت کوي.
اوس پوښتنه دا ده چې د طالبانو د اسلامي امارت د دې تنازل او دې بې غورۍ څه مطلب کيدلاى شي چې هغوى د يو امريکايي عسکر په بدل کې يواځې د درې تنو بنديانو په خوشې کيدو موافقه کوي ؟
دا لمړى ځل ندې چې طالبان دا ډول بې معنى او رخيصه معامله کوي ، لدې وړاندې يې ترکي اينجينران خوشې کړي دي ، يوه ژورنالسته يې د څلور سوه زره امريکايي ډالرو په بدل کې خوشې کړې ده او دوه تنه فرانسوي ژورنالستان هر يو (Stéphane Taponier) او (Hervé Ghesquière) چې د کاپيسا په ولايت کې يې نيولي وه د څو پيسو او يواځې څو تنو چې شايد درې يا پنځه تنه وه بنديانو په بدل کې ازاد کړل سره لدې چې طالبانو نيول شوي کسان ژورنالستان نه ، بلکه جاسوسان بلل او ويل يې چې هغوى واجب القتل دي.
د طالبانو دا ډول کړنې به د هغه وخت اړتيا او غوښتنې وبولو ، علت به يې دا وښيو او به يې منو چې پداسې ناوړه حالاتو کې دومره کار کول هم ستره لاسته راوړنه ده خو هر کله چې په نړيواله کچه معامله کيږي نو بيا ولې بايد دومره سسته او بې ارزښته وي.
که چيرته هغه اسلامي امارت چې د افغانانو په سپيڅلو وينو تر اوسه پورې پاييدلې دې ، هغه اسلامي امارت چې د شهيدانو په ککريو تر اسمانه پورې دنګ شوى دى ، هغه اسلامي امارت چې د کونډو ، بورو ، ورارو او يتيمانو په کريکو يې غږ د نړۍ تر ګوټ ګوټ پورې رسيدلې دى ، هغه اسلامي امارت چې په هر ډګر کې يې غوره وهلې ملت يې تر شا ولاړ دى او ملت ريښتيا هم د سکوت په تصديق د هغوى ملاتړ کړى او هغه اسلامي امارت چې تنکيو ځوانانو يې په يو حکم خپل سرونه شيندلي ، په ډله ايزه توګه يې د شهادت جامونه چښلي دي او هغه امارت چې پيغلو يې هم په ملاتړ په ځان پورې بارود وتړل اوس د هغوى په سرونو او عقيدو دومره ارزانه پريکړه وکړي چې يواځې د څو تنو په مقابل کې له هر څه تير شي نو دا به خورا ناځواني وي.
بايد هغه بنديان هير نه کړاى شي چې هره ورځ په زندانونو کې تعذيبيږي ، هغه هير نه کړاى شي چې کورونه يې بې اسري پاتې دي ، هغه له ياده ونه ايستل شي چې د اسلامي حکومت د قيام په تمه او هيله د زندان په کوټنيو کې شپې ورځې تيروي او پدې هيله دي چې وروڼه به يې بريالي شي ، بايد د هر يو د ازادۍ غوښتنه وشي ، بايد د هر يو پوښتنه وشي او بايد د هر يو مرسته وشي .
لدې کبله چې اسلامي امارت د فلسطيني مقاومت په څير محکوم او له هرې خوا محاصره ندې بلکه ټولې نړۍ ته يې ماتې ورکړې ، لدې کبله چې اسلامي امارت برلاسى دى ، لدې امله چې اسلامي امارت نړيوال دى او لدې کبله چې اسلامي امارت خپلواک دى د فلسطيني مقاومت د غوښتنو په نسبت څو چنده زياتې  غوښتنې وکړي او د برګډال په مقابل کې د خپلو درې زره بنديانو ازادي تر لاسه کړي .
دا به د درې تنو په مقابل کې د امريکايي عسکر تر خوشې کولو هم  ډيره بده وي چې همدغه پياوړې او سپيڅلې اسلامي امارت د افغانستان په سياسي او يا ملي ډګر کې څه منلو ته چمتو او په اصطلاح د خپل پياوړي دريځ څخه تير شي .
غواړو به دا چې الله دې د افغانستان ملت ته خوښۍ په نصيب کړي که هغه په دوحه کې د امريکا او طالبانو تر منځ د خبرو په پايله کې وي او که په کابل کې د حزب اسلامي او کرزي د خبرو په پايله کې .
پاى