کور / سياسي / فډرالیزم، سنټرالیزم، او که ښه حکومت؟

فډرالیزم، سنټرالیزم، او که ښه حکومت؟


د برلین له ناروا مجلس سره سم د فډرالیزم او سنټرالیزم موضوع یو ځل بیا ګرمه سوه. که څه هم له ډېرو کلونو راهیسي، دا مناظره د افغان پالټیکس په چپي، اخواني، نشنلسټي، او نورو روشنفکري جریانونو کي موجود وه او ده، خو په برلین کي د دوستم، محقق، ضیا مسعود، او جمع د متحده ایالاتو په کانګرس کي د کلفورنیا غټ او نیمچه لیوني استازي روراباکر وروستۍ غونډي دا سیاسي جدل بیا را برسېره کړ . ښاغلی روراباکر یو عجیبه غوندي سیاسي مخلوق دی. هغه د افغان جهاد څخه یوازي پکول ، شورا نظار، او د شمال ټلوالي ښه ډېر جنګسالاران پېژني، او اوس هم په کانګرس کي د همدې ناکامي او بن بست ته رسیدلي جناح ملاتړ او پروموشن کوي.
اوس نو، ایا د افغانستان لپاره فډرالي که مرکزي نظام ښه دی؟ د افغانانو په سیاسي ادبیاتو او ګرداوونو(بحثونو) کي فډرالیزم عمومآ د تجزیې مترادف ګڼل کېږي. زیاتره ګومان کوي چي فډرالیزم به بالاخره هېواد تجزیه کاندي، نو باید مخه يې ونیول سي. په هېواد کي د فډرالیزم تاریخ او غوښتنه د ۱۹۶۰ کلونو ته رسېږي. هله، ستمي، ماوویسټي، او ځینو نورو اقلیتي چپي ګروپونو د فډرالیزم غوښتنه د خپلو سیاسي مفکورو یو مهم اصل ټاکلی وو. هغوی د « ملي ستم» خبري کولې. د پښتون هژموني پر خلاف يې مبارزه کوله، او نور اقلیتونه يې تر ستم او تبعیض لاندي ګڼل.
د ثور کودتا او په تېره بیا د شوروي اشغال سره سم د ملي خلاصون او سراسر ي جهاد وزن او ضرورت د فډرالیږم مسله څه سړه کړه، او قریب ګرده ولس د شوروي سره ډغرو وهلو ته لمړیتوب ورکړ. بلخوا،سیاسي واقعیتونو هم د ملی وحدت ضرورت تشویقاوه. خو بیاهم د جهاد په دوران کي اکثره جهادي احزاب پر قومي او فرقوي لیکو باندي تنظیم او ویشل سوي ول. سیمه ایزي لیکي معلومي وې. برعلاوه، په کابل کي د یوه کمزوري حکومت شتون د سیمه ایزو تمایلاتو او اشخاصو د لا تقویه کېدو لپاره ښه فرصت برابرکړی وو. نو بنآ د ۱۹۸۰ را وروسته د تجزیې تهدید تل د هېواد په سیاسي بطن کي پروت او موجود دی.
د ۱۹۹۰ په کلونو کي ، د طالب اکا په ښه عبارت « د شر او فساد په دوران کي» افغانستان عملا اوباش فډرالیزم تجربه کاوه. مسعود، دوستم، مزاري، محقق ، سیاف، حکمتیار او نورو جنګسالارانو پر خپلو وړو سلطنتونو باندي راج چلاوه. طبعآ، د شر او فساد په کلونو کي مرکز لا کمزوری او چاپېریال لا غښتلی سو. له مرکزه فرار یو موډ او فېشن وو. د تاجیک، هزاره، اوزبک،او پښتون تر مینځ کشمکش لا زیات سو. وخت ناوخت جنګونو مطلقآ قومي بڼه غوره کوله او سخت مرګاني کېدل. ښارونه له منځنۍ کچي څخه ورو ورو تخلیه کېدل، او ښاري طبقات یو په بل پسې منهدم او ړنګېدل. ښاري ژوند او فرهنګ کمرنګه کېده، او سیاسي خپلسري او ډانګیتوب خورېده. د مرکز- کابل- لوټ او تالان په ملي سپورټ او عنعنې بدل سو. د شر او فساد په «خرمبار» کي ملي يووالي او روحیې ته کاري صدمې ورسېدلې. لنډه داچي د افغان اقوامو تر مینځ بې اعتمادي ډېرېده.
د طالبانو په دوران کي، که څه هم جنګسالارتوب قریب ختم سو، خو د طالبانو سلطه د پښتون هژموني سره مترادفه سوه. د طالبانو په مقابل کي، د مخالفانو بغاوت له مرکزه د هزاره ، تاجیک او اوزبک تېښته تقلي کېدله. که څه هم نژدې وو چي طالبان د شمال ټلوالي کمبله ورټوله کړي، خو په امریکا کي د سپټمبر وحشت او بریریت هر څه سرچپه کړل. په عوض کي، طالبان را نسکوره سول، او د شر او فساد استازو بیرته د مرکزي حکومت واګي تر لاسه کړې.
د کرزي صاحب په حکومت کي، د مرکز او سیمو تر مینځ کشمکش د پخوا په شان تل محسوسېږي . مرکز په ټوليزه توګه فاسد، کمزوری، او بې غمباش دی، او ولایات او سیمي د پخواني جنګسالارانو تر مینځ عملا وېشل سويدي. که څه هم ریس صاحب کله کله امریکا او ایتلافي ملګرو ته شیرک شیرک کېږي، خو پر جنګسالارانو باندي نه ورځي. د بلخ والي، عطا نور، عملا پر ریس صاحب او مرکزي دولت باندي انتقاد او ملنډي وهي، خو ارګ له ډاره سوڼ نه وهي، او یو مرموز نرمښت او کرنش کوي.
په افغانستان کي، د فډرالیزم بدبختي دا ده چي جنګسالاران يې ملاتړ کوي. همدا وجه ده چي فډرالیزم د افغانانو په مینځ کي یوه رټل سوې کلمه ده. خلګ ترې ډار او وحشت لري، ځکه مدافعین يې بدنام خلګ دي. په بل عبارت، فډرالیزم هیڅکله د ښه حکومت کولو په منظور ندی وړاندی سوی، بلکي له مرکز څخه د تېښتي په مقصد پیشکش سوی دی. نو بنآ، د فډرالیزم په باب علمي او مفید بحث هم ندی سوی.
بل پلو، په افغانستان کي د سنټرالیزم یا مرکزي نظام تجربې هم چندان ښه نتیجه نده ورکړې. که چیري د کرزي صاحب اوسنی فاسد او بېغمباش نظام د سنټرالیزم بېلګه وي، دا تجربه سراسر ناکامه بویه. د هغه مرکزي نظام استازیتوب چي کرزی صاحب او انډیولان يې کوي، هغه د افغانستان هیڅ درد او رنځ نه سي دوا کولای، بلکي نوي ستونزي او بحرانونه خلقوي. لنډه دا چي که چیري یو حکومت بداو بې کفایته وي، که مرکزي او که فډرالي وي مخ يې تور او رنګ يې ورک. دا ډول حکومت مصیبت وي، غم وي، او ازار وي.
که چیري د کرزي صاحب په مرکزي حکومت کي فقط ۲۵ یا ۳۰ کورنۍ د هېواد پر اقتصاد او نظام باندي خپل ناروا انحصار ټینګ کړی وي، دا مرکز پرتله له تاوان څخه بل هیڅ نه سي ایجادولای. د کابل اوسنی حکومت نه مرکزي او نه هم فډرالي دی، بلکي دا  دوپه  او غل حکومت دی. دا د بانکونو د غلو، قماربازانو، او د مځکو مافیا حکومت دی او بس.
نو بنآ، نه ریاستي او نه هم پارلماني نظام، نه مرکزي او نه هم فډرالي سیسټم اهمیت لري، څه چي اهمیت لري هغه ښه، مسول، او باکفایته حکومت دی.
په پاي کي، د چین فقید مشر او د هغه هېواد د رواني اقتصادي معجزې طراح، ډینګ شیاووپنګ، د ښه او موثر نظام په باب ویلي ول: «دا مهمه نده چي د پيشي رنګ تور او که سپین وي، مهمه دا ده چي پيشو موږکان ونیسي.» اوس هم ، دا مهمه نده چي حکومتي نظام فډرالي او که مرکزي وي، مهمه دا ده چي حکومت کار ورکړي او خپل مسولیتونه او وظایف تر سره کړي. او بالاخره، د یو داسي پیشو حکومت د جوړېدو په هیله چي دوستم، محقق، مسعود ، اوکرزي غوندي موږکان ونیسي!
والسلام