کور / تازه خبرونه / د پکتیا پوهنتون لپاره ۳۰ پایی کمپیوټرنه ورکړل شول

د پکتیا پوهنتون لپاره ۳۰ پایی کمپیوټرنه ورکړل شول

د پکتیا والی جمعه خان همدرد لخوا د پکتیا ولایت د پوهنتون ریاست ، د عامی روغتیا ریاست او د ۱۳ ولسوالیو دفترو لپاره اړین تجهیزات وویشل شول.
دغه مواد چی نن د ولایت مقام له ادای غونډی وروسته اړوندو مراجعو ته وویشل شول پکښی د پکتیا پوهنتون لپاره ۳۰ پایی کمپیوټر او پرنترونه ، همدا رنګه د پوهنتو کتابتون لپاره ۵۰۰ ټوګه ډول ډول کتابونه ، د عامی روغتیا ریاست لپاره دوه ډوله طبی ماشینونه ، د څمکنیو ولسوالۍ لپاره ټول دفتری لوازم ، د ۱۳ اړوندو ولسوالیو لپاره ۱۳ د خطابی میزونه او ۱۳۰ کمبلی او توشکی او همدا رنګه د ډنډ پټان ولسوالۍ د کرګټ ټیم لپاره د لوبو سامان شامل وو.
دغه توګی د ایشیا فونډیشن په مالی لګښت برابر شوی وو ، ددغو توګو په برابرو ولو سره د اړوندو ادارو شته ستونزی چی په دغو برخو کی یی لری حل کیدای شی .