کور / سياسي / درسنۍ اوخبریال ارزښت او مسؤلیت – د محقق مرکه

درسنۍ اوخبریال ارزښت او مسؤلیت – د محقق مرکه

تیره شپه دهیواد په یوه خصوصي تلویزون کې دخرب وحدت ګوند مشرمحقق سره یوه ځوان خبریال ،چې لارډېروخت یې دخبریالۍ نه کیږي مرکه کوله ، دا مرکه دومره جالبه ،بې لوري اودخبریالۍ په اصولو برابره وه ،چې دنړیوالو رسنیوسره پرتله کیدای شوای . که څه هم یاد خصوصي تلویزون په هیواد کې په لورؤ لرونکو خپرونوتورن دی او تل دیوې خاصي ډلې او لوري پلوي کوي ، خو په دې مرکه کې دا سي څه ،چې دنقد وړ وي نه وو، کیدای شي مرکه کونکي خبریال یا دیاد دتلویزون دپالیسۍ سره بلد نه وه یا یې قصدآ غوښتي وو ،چې بې لوري او سپیني خبري وکړي .


  ددې مرکي اړتیا په جرمني کې دڅو جنګسالارانوترناستي وروسته ،چې ښاغلی محقق یې هم برخه وو، لیدل شوی وه ، کیدایشي محقق به ځکه مرکې ته زړه ښه کړی وو،چې غوښتل یې دجرمني دغونډې په ارزښت اوبریا وه غږیږي اویوځلې بیا ځان په سیا سي ډګرکې مطرح کړي ،خو خبریال داسي را ګیرکړ،چې کله کله خو به ترپوښتني څولحظې وروسته هم محقق حیران وو ،چې څه ورته وه وایې . ان تردې چې پرښاغلي محقق په دې سره ژمي کې هم خولې راماتې وي .


زه فکر کوم محقق به په دا ډېر وخت دداسې مرکې اوپوښتنوسره نه وؤ مخ شوی اوفکر به یې هم نه کاوه ،چې څوک په ځانګړې توګه یو ځوان دې یې داسي راګیرکړي ، چې دبیا مرکې لپاره به لس لس ځله فکرکوي . په دې مرکه کې ټولې هغه پوښتنې ،چې اړیني وي شوی دي اوپرځینوهغوخودخبریال له لوري سخت ټینګارهم کیده ،چې ښاغلي محقق به ترې ځان تیراوه . ددې مرکي څو پوښتنې ،چې دخبریال په ډېرومعلوماتواوبې پريتوب دلالت کوي ـ


تاسي په حکومت کې(دسولې په عالي شورا) په دولت کې ( ولسي جرګه ) اوددولت او حکومت په سیاسي اپوزسیون (ملي جبه ) کې یاستی ،اخیرڅه غواړئ ؟


ـ غربیانوخوتاسواوجنرال دوستم دبشرلوی ناقضین بللی ، څه وه شول ،چې اوس مو ملاتړ کوي ؟


ـ ایا دا داندېښنې ځای نه دی ،چې تاسو اوس هم دیوه خاص قوم ملاتړاومشري کوی ؟


دې ته ورته دیادي مرکې ټولې برخې همداسي ننګونکې اوبې تکلفه وي ،چې محقق یې په هو اونه ویلو ستړی کړی وو .


دبي بي سي ، سې ان ان ، الجزیري او دپاکستان دځینو تلویزونو لکه جیوتلویزون مرکې  خلک په ډېره مینه ګوري په دې مرکوکې ځکه ډېرقوت او ډېراودلیدونکي ځانته کاږي ،چې خبریال یې بې لوري ، سپینې او دخلکو دزړونو خبرې کوي . څو ورځې وړاندي دبی بي سي فارسي برخې دهمدغه رسنۍ دانګلیسې برخې یوه مرکه ،چې جنرال پرویزمشرف سره یې کړې وه ژباړلې وه ، دا مرکه دومره زړه راښکونکې او له معلوماتو ډکه وه ،چې له پوځي جنرال څخه به یې دخپلې واکنۍ مهمې پیښې هم هیرې کړې ،چې هغه به بیا خبریال ور یاده ولې .


خو له بده بخته ،چې لا په افغانستان کې دا فرهنګ ،جرائت اووړتیا یا داده ،چې پیدا شوې نه ده اویا یې څوک درواجه ولوڅخه ویره لري ،چې دچارواکو، رهبرانو ،قومندانانو،زورواکو یرغلګرو اوبل هرښکیل لوري سره داسي خبري وه شي ،چې حقیقت راڅرګند او دخلکو دزړه خبره وکړي اوملامت او سلامت خلکو ته ور وه پیژنې . زه نه وایم ،چې دا کار دومره اسانه اوارزانه دی ،کیدای شي تر داسي کړنو وروسته خبریالانو ته ځني ستونزي هم پیدا شي خو اخیر ترکومه به خلک همداسي ړانده او کاڼه ساتل کیږي ؟ ایا بې له قربانۍ او سر تیرۍ هم کومه کړنه بریالی شوې ؟


 په دې هیواد ،کې داسي خونخارداړه ماران شته ،چې لایې دخلکو په وینو سره لاسونه نه دي وچ اودوی لادنوروکړنواوبریادیوفکرونه کوي . دا سې خلک ،چې دبشر په تاریخ کې یې ترټولوبد ظلمونه اوجنایتونه کړي ، ازاد ګرځي اوځان لا دهغه او دغه قوم مشران او ټیکه داران بولي. نړیواله ټولنه هم هسې دخولې دانصاف اوعدالت نارې وهي،افغان ولس له نړیوالې ټولني څخه څومره هیله لرله ،چې دوی به ورته انصاف ورکړي اوحق به په حقدار وه سپاري ،خوهغوی نه یوازي دا ،چې افغانانو ته انصاف ورنکړ بلکي دهمدغوجانیانوسره ملګري او افغان ولس یې یو ځلې بیا داسي غوبل کړ،چې سمون اورغون به یې کلونه وخت غواړي ،اوس نو یوازي او یوازي له همدغو خبریالانو،لیکوالانو ،روڼ اندو دپوهنتون اوښونځیوله استادانواوبا احساسه محصلینوڅخه هیله کیدای شي ،چې دافغان ولس په راویښه ولو اوپوهه لوکې مرسته وکړي او په دې ټولو کې بیا ډېرمسؤلیت درسنیواوخبریالانودی، ځکه داسي څوک به نه وي ،چې رسنۍ دې وانه وري ، ونه ګوري اووه نه لولي . که خبریالانو او رسنیو دې چارې ته مخ کړه پوه شئ ،چې هیواد به مو له شته تیریو،جانیانو، جنګسالارانو، وطن پلورنکو ، دهمسایه اونړیوال ګوډاګي توب اوهرې ستونزې څخه خلاص کړي او که داسي نه شول بیا یې برعکس بوله .


  دسرلوړي اوازاد افغانستان په هیله