کور / سياسي / ایا ایران کولی شي چې د هرمز تنګي بنده کړي؟؟

ایا ایران کولی شي چې د هرمز تنګي بنده کړي؟؟

د شپیګل اونیزې څخه ژباړه


د هرمز تنګي ۵۴ کیلو متره اوږدوالی لري او په ځنو ورځو کې سړی کولی شي چې له ایران نه جزیره عرب وګوري. ایران کولی شي د سمندري ماینونو ځای په ځای کولو سره او ګرلیايي سمندري تکتیک سره د هر مز تنګي بنده کړي. ایران څه د پاسه تر ۲۰۰۰ سمندري ماینونه لري او په خپلو وړو ـ چټکو بېړیو او وړو تحت البحري بېړیو چې رنګارنګ راکټونه ویشتلی شي کولی شي د هرمز تنګي په موقتي توګه بنده کړي.


د هرمز تنګي د تیلو د صادراتو مهمه لاره ده . څه د پاسه د نړۍ ۴۰ سلمه تیل له همدې لارې نړیوالو بندرونو ته صادرېږي او ایران غواړي چې دغه صادرات ودروي.. که چېرې د هرمز تنګي بنده شي نو دا به په ځانګړې توګه د عربي هیوادونو په اقتصاد او نړیوالو بازارونو ډیره ناوړه اغېزه ولري. نو دلته که ایران د هرمز تنګي بنده کړي، د نړیوالو ځواکونو تر څنګ به عربي هیوادونه هم د ایران په ضد راپاڅېږي.
په ځانګړې توګه سعودي عربستان چې د ایران تر څنګ یو سیمییز نظامي واک بلل کېږي، د ایران په وړاندې به چوپه خوله پاتې نشي. په سټاکهولم کې د نړیوالې سولې څېړنیز انسټیټوټ په یو راپور کې راغلي چې عربستان په کال ۲۰۱۰م تر ۳۴ ملیارده ډالره په خپلو نظامي ځواکونو مصرف کړي. دا په دې معنا چې عربستان د ایران په پرتله ۶ برابره نظامي مصارف لري.


عربستان دا وېره لري چې که چېرې ایران د هرمز تنګي بنده او له دې کبله امریکا ایران باندې نظامي برید وکړي نو ایران به په خپلو راکټونو سره د عربي هیوادو د تیلو څاګانې او ګودامونه په نښه کړي. له بلې خو د هر مز د تنګي په بندېدو سره کوم تیل چې په بندرونو کې بند پاتېکېږي هم کېدای شي چې ایران یې بمباردمان کړي. همدا وجه ده چې عربستان او د خلیج عرب ځنې هیوادونه په ۲۰۱۱م د ۴ ملیاردو ډالرو په لګښت ځان ته د هوايي بریدونو په وړاندې د امریکا نه یو دفاعي سیسټم واخست چې ( لاک هېډ مارتین ) نومېږي. د دې تر څنګ په سلهاوو ( پاټریوټ ) راګټونه عربي اماراتو، عربستاناو کویټ د امریکا نه په بیه اخستي.


په ټولیزه توګه ایران چې د امریکایي نظامي اډو لخوا معاصره دی، نشي کولی چې د نړیوالو ځواکونو او د خلیج عرب هیوادونو ته ډیر تاوان ورسوي. یواځنې درد سر چې نړیوال ځواکونه یې لري هغه دا دی چې ایران د هرمز تنګي کې ماینونه ځای په ځای کړي. خو دا ماینونه د سټلایټونو له لخواموندل کېدی شي او د لمنځه وړولو له پاره یې یواځې څو ونیو ته اړتیا ده.