کور / راپور / سويډن: د افغان ستور مزلي په وياړ غونډه ترسره سوه

سويډن: د افغان ستور مزلي په وياړ غونډه ترسره سوه

نوښت : د لراوبر ويبپاڼه وياړي چي ددغي تاریخي غونډي راپور د غونډي له تالاره په ژوندۍ بڼه خپروي ، په دې برخه کي د لراوبر ويبپاڼي د خبري څانګي همکار سلېمان يوسفي له کابله د لراوبر سره په مخامخ توګه همکاري کوله . ددې غونډي انځوريز راپور ته دا ځای کليک کړئ .


د افغانستان د لومړي ستورمزلي عبدالاحد مومند په وياړ علمي سيمنار نن د جنوري پر ٢١ – مه نېټه په سويډن په مالمو ښار کي پيل سوه.
غونډه د منيرجان ساپي له خوا د قران کريم په تلاوت سره پيل سوه، چي چلوونکى يې نيازمحمدپياوړى او زرلښت حبيب دي.


د قران کريم تر تلاوت وروسته د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز د ماشومانو ډلي ملي سردو وړاندي کړ، دغو ټولو ماشومانو ښاغلي مومند ته د ګلونو ګېډۍ وړاندي کړې ، د ملي سرود وړاندي کولو څخه وروسته ښاغلي مومند هم هر يوه ماشوم ته ډالۍ وړاندي کړه .


Click here کليک يې کړئ


ښاغلی عبدالاحد مومند د غونډي د مشر مېلمه او د هوايي مدافع پخوانۍ قومندان قيام الدين خان صالح ، حکيم منګل ، ډګروال کريم خان د غونډي مشرتابه پلاوي په توګه ځانګړې ځای ته ور وبلل سول .


په غونډه کي د سويډن او اروپا د نورو هيوادونو څخه سلګونو افغانانو برخه اخستې ده .



د غونډي پرانستونکې وينا د انجنير عزيز مقري وکړه، نوموړي د بهرنيو هيوادونو او سويډن هيواد څخه ټولو راغليو ميلمنو ته تر ښه راغلاست وروسته  د افغانستان د هوانوردۍ په باب لنډ معلومات وړاندي کړل:
((٨٥ کاله مخکي د استقلال په جنګ کي څو ليبرت څو شوروي جوړ الوتکي افغانستان ته را وړلې، څو کسان د پيلوټۍ او هوايي چارو د زدکړي د پاره جرمني ته واستول سول .
اولين پيلوټ احسان خان چي هوايي قوا ته معرفي سو ،  دوهم عبدالرزاق و چي د ريس ارکان په توګه وټاکل سو
وروسته د انګلستان څخه هم الوتکي واخستل سوې، چي هغه وخت په شير پور کي چي اوس شير چور ورته وايي ځای پر ځای سوې .  تر هغه وروسته که څه م هوايي ځواک پر ځای پاته وو خو هغسي پرمختګ چي لازم و ، رامنځته نسو .
د ارواښآد داود خان په وخت کي بيا د هوايي پوځ پراختيا د پاره کار وسو. د عبدالرزاق خان په پاملرنه  دداود خان په هڅه افغانستان ته بېلابيلي نوي الوتکي واخستل سوې ، په داخل او خارج کي انجنيران او پيلوټان وروزل سول ، په شنډنډ ، کندهار ، کابل او مزارشريف کي هوايي کنډکونه ځای پر ځا ی سول .
د هوايي ځواک ترڅنګ يوه علمي ادارې ته اړتيا سته چي د هغه له مخي پيلوټان وکولای سي هوايي خدمتونه تر سره کړي .
افغانستان په وروستيو کي ۵۰۰ پيلوټان يا هوايي انجنيران درلودل .
هوايي قوا ، رادار او دافع هوا زموږ د هوايي ميدانونو درې مهيم پوستونه وه ، هوايي پوهنتون چي مليونونه ډالره يي ارزښت درلودۍ ، هلته زموږ پيلوټان او ماشين کاران روزل کيدل ، د هغه ټولو اړينو سامانونو سره له منځه يووړه سوه .
په دې وروستيو کي د ډي ډي آر او نورو پلانونو له مخي زموږ زيات شمير پيلوټان تقاعد او د کار له ډګره و ايستل سول )).


د ښاغلي مقري تر وينا وروسته د افغانانو علمي او فرهنګي مرکز لخوا د ښاغلي مومند په اړه جوړ سوی فلم نندارې ته وړاندي سو . دا فلم چي د بېلابېلو ويډيوي ټوټو څخه جوړ سوی و ، فضا ته د بېړۍ د توغول کېدو څخه بيرته تر مځکي پوري د رارسيدو جريان پکښي ښودل سوئ او په ږغ کي د ښاغلي مومند ژوند ليک هم ثبت سوئ و .


د دوستۍ فرهنګي ټولني مشر حبيب الله غمخور د خپلو خبرو په ترڅ کي وويل چي د افغانستان د دغه ملي قهرمان د ستايني غونډه چي بايد دافغانستان په پلازمېنه کي جوړه سوې وای، خو د قدرت  تږو د دغه ملي قهرمان او زموږ د هوايي پوځ هوابازان هېر دي ، ده خوښي څرګنده کړه چي په سويډن کي مېشت افغانان د دې وياړ لري چي د خپل هيواد قهرمانان ولمانځي .
نوموړي د يو شمېر افغان پوهانو او سياسي څېرو نومونه ياد کړل چي يا له پامه غورځول سوي دي او يا يې هډونه په بهرنيو ملکونو کي خاوري سول ، هغه چي ژوندي دي د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د مهاجرت او سرګردانۍ ژوند تيروي .


غمخور صاحب زياته کړه: ((يوري ګاګارين د شوروي اتحاد لومړنی ستور مزلئ چي بيرته مځکي ته راوګرځېدئ، په شوروي اتحاد کي يې خلکو د موټر ټيرونو ته ګلان ور شيندل، د ټولي نړۍ هيوادونو تر څنګ امريکا د هغه مېلمستيا او درناوی وکړ، خو افسوس چي په افغانستان کي هغه وخت هم يوازي يو نيم خبر خپور سو چي عبدالاحد مومند افغان ستورمزلي فضا ته سفر وکړ، يو څو کسه يي هرکلي ته ور وتلي وه، تر هغه وروسته عبدالاحد مومند د ټولو هېر سو .
هغه د نړۍ يوازنی ستورمزلى دئ، چي د جلاوطنۍ او هجرت په چاپيريال کي ژوند کوي، دا د افسوس خبره ده)) .


ښاغلي غمخور دغه لاندي وړانديزونه هم وکړل چي د غونډي د برخه والو لخوا يې هرکلی او ملاتړ وسو .
لومړی : دغزني ولايت يوه ليسه دي د ده په نوم ونومول سي .
دوهم : دپښتونستان څلورلاري څخه تر هوايي ډگرپوري داواټ دې دعبدالاحدمومندواټ په نوم يادشي .
دريم :دحربي پوهنتون هوايي پوهنځی دي دده په نوم ياده شي .
څلرم :دبگرام هوايي ډگرته دې دعبدالاحد مومند هوايي ډگرنوم ورکړه شي .
پنځم : د علومو اکاډمي هغه علمي انستيتوت چي د عبدالاحد مومند په زيار جوړسوى، بيرته دي فعاله سي .


وروسته په ډنمارک کي د افغانانو ټولني په استازيتوب ښاغلي بيکسيار پيغام وړاندي کړ .


هالنډ مېشتي افغان فرهنګپال ډاکټر عبدالظفر لرغون فضا ته د ښاغلي مومند د سفر په اړه يوه مقاله او د هغه وختونو خاطره وړاندي کړه : ((هغه مهال بېلابېل خبرونه خپاره سول، چي ګواکي مځکي ته د مومند صاحب د راتګ په سفر کي تخنيکی ستونزي پيدا سوي دي، محصلينو به ټوکي هم کولې چي مومند صاحب د سپينې کنټرول په لاس کي اخيستی دي اوغواړي چي سپينه د شوري اتحاد پر ځای په افغانستان کي راکښته کړي)).


وروسته له امريکې څخه د ښاغلي حميد الوتاند پيغام او شعر ولوستل سول، هغه مومند د ګاونډيو هيوادونو او سيمي يوازنی سيال او اتل بللی وو.


د هوايي ځواکونو ډګروال پيلوټ ښاغلي زړه ور خان د خپلو همکارانو په استازيتوب د کوربه ټولني څخه مننه وکړه او د دوی ملي او کلتوري هڅي يې وستايلې . هغه عبدالاحد موند د افغانستان تاج او د هوايي ځواکونو سرتاج وباله.
نوموړي زياته کړه: (( په وروستيو وختونو کي د افغانستان د هوايي قواوو جنازه واخيستل سوه ،دا پيلوټان او دا هوايي څواک د کونډو او بيت المال په پيسو چمتو سوي وه، دغو پيلوټانو او هوايي څواک د خپل هيواد څخه داسي دفاع کوله، چي په نړۍ کي څوک سترګي نسي پر پټولای، که دغه جريانات دغسي روان وي، ډېر ژر به د افغانستان جنازه هم واخيستل سي ، نو راسئ چي دغه ميتود ته تغير ورکړو.
نن هغه ورځ را رسېدلې ده چي د مسلحو قواوو جنازه جګیږي، که خدای مکړه دغه غميزه جريان پيدا کړي نو په نيم ساعت کي به پاکستان اونور ګاونډيان وکولای سي په سروبي کي خپل بيرغ درته جګ کړي)) .


تر ډګروال زړه ور خان وروسته په ناروې کي د هيواد راډيو استازي ميرمن انيسه رحيمه ژواک د خپلي راډيو پيغام ولوست او هم يې په ناروې کي د خپلي راډيو او هلته د شاعرانو په استازيتوب ښاغلي مومند ته ډالۍ وړاندي کړه .


وروسته ډاکټر حکمت الله حکمت د ښاغلي مومند په اړه وويل :((دده عکس په کابل کي د کابل د ورانوونکي د عکس څنګته نسته، دا د خوښۍ ځای دي، اوس په کابل کي د کابل او افغانستان ورانوونکو عکسونه ځړېږي او هغه ته د افغانستان د اتل په نامه ويل کيږي.
مومند صاحب زموږ د زړونو اتل دئ، هغه وخت ليري نه دئ چي د افغانستان په تعليمي نصاب کي به د عبدالاحد مومند نوم د افغانستان د تلپاتي اتل په توګه ثبتېږي او زموږ ماشومان به يې په ښوونځيو کي زده کوي او پېژني به يې، دا چي اوس شرايط دې ته جوړ نه دي، بايد تحمل يې کړو .
سرکاري چارواکي وغواړي کنه، مومند صاحب لومړنى انسان دئ، چي د قران کريم ايتونه يې په فضا کي ولوستل،لومړنی افغان و چي په فضا کي يي په پښتو ژبه چي د خوشحال بابا او رحمان بابا ژبه ده خبري وکړې .
خان عبدالولي خان د افغانستان جګړې ته پردۍ جګړه ويلي وه ، ددغي جګړې ددواړو خواوو افغانانو شهيدانو روح ته دعا کوم ، دا که د هوايي ځواک قهرمانان وه او که ددې وطن د کلي او ښارونو عادي اوسېدونکي وو ، او په بيلابيلو نومونو وژل سوي دي ، ټولو ته دعا کوم .


ښاغلي حکمت وويل، يوه پيلوټ کيسه راته وکړه چي په دې ۲۳ کاله د پاکستان يوه الوتکه يو سانتي متر د افغانستان فضا ته نه ده راننوتلې، ځکه هغوی پوهېدل چي که راواوړي موږ څه ورسره کوو . خو دی وايي چي زه به په وار وار د دوی خاورې ته ور اوښتم، خو بيرته به مي ويل چي دا هم زما ولس او زما خلک دي .


ښاغلي حاجي حکمت وروسته د ښاغلي جهاني پيغام واوراوه چي له امريکا يې رالېږلئ و .


وروسته عبدالله احسان د لراوبر ويبپاڼي او په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني په استازيتوب د داسي غونډو جوړيدل وستايل . هغه وويل چي دېرش کاله کيږي چي افغانان د جګړو په لمبو کي سوځي ، نن که موږ د يو چا له لاسه مهاجرت ته اړ سوي يو ، تيري دورې هم له بده مرغه داسي وې چي په لکونو او مليونونو افغانان يې د اعمالو له کبله مهاجرت ته اړ سوي وو ، سوله ده چي افغانان بيرته د وروولۍ و خواته بيايي .


بيا غونډي ته د ښاغلي حاجي امين باوري د نه راتګ علت برخه والو ته وويل سو، دارواښاد عزيزالله باوري پاک روح ته دعا او کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه وسوه .


 ډګروال غلام دستګير محبت خپل پيغام ولوست، ورپسې ليکوال او ژورناليست ښاغلي يوسف هيواددوست د خپلي مقالې ځيني برخي ولوستې: ((د مځکي له پرواز څخه پيل د افغانستان راډيو څلوريشت ساعته د ښاغلي مومند د سفر جزيات خپرول ، هغه وايي چي په دې وياړ کوم چي نن په داسي غونډه کي برخه اخلم، چي په افغانستان کي مي هم د ښاغلي مومند په وياړ داسي يوه غونډه کي برخه نه وه اخستې)) .


تر هيواد دوست وروسته ډګروال ودير ساپي د خپلي ليکني لنډيز ووايه، عزيز الله حقپل د ډنمارک د فريډيشا ښار د افغانانو ټولني په استازيتوب وويل: ((اوسني تش په نامه حکومت عبدالاحد مومند او د هغه خدمتونه هير کړي دي، هغه وړانديز وکړ چي په کابل کي هغه لاره چي مومند صاحب هوايي مرکز ته پر تګ راتګ کاوه بايد د ده په نامه سي )).


وروسته ښاغلي عبدالاحد مومند خپلي خبري داسي پيل کړې: ((خلک فکر کوي چي فضا ته تګ امتياز دئ، خو دا امتياز نه دئ، بلکي مسوليت دئ، چي يو چاته سپارل کيږي، زموږ د همکارانو څخه هر يوه دا کار کولای سو، خو د تخنيکي، علمي او روغتيايي پلوه د ځينو ستونزو د مخنيوي په خاطر دا مسوليت د ځينو شرايطو په پام کي  نيولو سره يو چاته سپارل کيږي .
فضا ته تګ تحقيق او څېړني دي، چي له فضا څخه په بېلابېلو برخو کي ترسره کېږي . دغه تحقيقاتي پروګرامونه د افغانستان د خاوري عکاسي د مختلفو کمرو پذريعه و، د طب په برخه کي هم ما تحقيقات کړي دي چي دا هم په فضا کي ترسره سول، له دغه طبي تحيقاتو څخه د هوايي طب ډاکټران کار اخلي .
ما هغه وخت هم چي په افغانستان کي جګړه وه له ټولو افغانانو هغه که په کور دننه وه که بهر ، او له ټولو خارجي هيوادونو څخه مي له کيهان څخه دا غوښتنه وکړه، چي د افغانانو په هیواد کي سوله راسي. يو تعدد افغانانو او ځينو خارجي هيوادونو زما ږغ ته لبيک ونه وايه او جنګ لازور واخستی .
اوس بيا هغه وخت راسيدلی دئ، په وطن کي جنګ جګړې رواني دي، جنګ ورانول دي ، جنګ وطن خرابول دي، دغه جنګ ته که څه هم ديموکراسي ويل کيږي دا خو زه نسم منلای چي ټوپک په لاس کي ، پر ټانک ناست ددموکراسئ خبري کوي .
زه بيا دغه خبره له د ې ځايه کوم، او له ټولو افغانانو دا هيله کوم چي زموږ د ستونزو د حل يوازنۍ لاره د سولي لاره ده، ټوله بايد د سولي راتګ ته غاړه کښيږدو .
پوه ، عالم او اکاډميک افغانانو څخه چي د هيواد څخه بهر اوسيږي او په هيڅ جنګ کي يي برخه نه ده اخستې له دوی هيله کوم چي راسي او په افغانستان کي د سولي راوستلو ته لاره هواره کړي ، د جهاني ټولنو څخه داهيله کوم چي ددغسي افغانانو تر شا ودريږي تر څو چي په افغانستان کي سوله راسي)) .


ښاغلي مومند مځکي ته د راتګ پر مهال د يوې ورځي د ځنډ په اړه په زړه پوري مالومات وړاندي کړل .


نوموړي وويل: دلته پر مځکه موږ په ۲۴ ساعتونو کي يو واري ورځ لرو، یو واري شپه لرو، خو په فضا کي مو په ۲۴ ساعته کي شپاړس واره شپه لرله او ۱۶ واره موږ ورځ لرله .



د پوښتنو برخه :
يو چا پوښتنه وکړه چي د سفر پر مهال يې روغتيايي ستونزي لرلې يا ورسره مخامخ سو کنه؟
جواب:  له هيڅ ډول ستونزي سره مخامخ نه سوم، يو وخت خارجي کس چي فضا ته سفر وکړ، پر مځکه يې صحت بالکل سم و ، خو چي فضا ته ولاړ تر ۷ ورځو يي خبري نسوای کولای.
په کوچني کفسول کي سړی ډېر حرکت او ګرځېدل نسي کولای خو د مير ستيشن د هغه په پرتله غټ دئ او هلته چي سړی ګرځي نو يو څه سرڅرخي ورته پيدا کېدای سي، خو الحمدالله ما داستونزه هم نه درلوده . ښايي علت يي په مير سټېشن کي زما د قرآن کريم تلاوت ، چي ما هيڅ ستونزه ونه ليده .


پوښتنه: هلته مو په دوربين کي کتل که ّپه سترګو؟
جواب: غټي لويي وچي، دريابونه او ډېر غټ ځايونه په سترګو ليدل کېدای سوای او د نورو خاصو ځايونو لپاره ځانګړي سامان الات ، کامرې او دوربينونه موجود وو چي کار مو ترې اخستی.


پوښتنه: هغه مواد چي تاسو برابر کړه ، په اړه يې څېړني وسوې کنه ، د هغو پايلي څنګه سوې ؟
جواب: د افغانستان څخه د وتلو پر مهال په روسيه کي يو چا راته وويل چي د افغانستان لپاره لومړنی اطلس جوړ سوی دئ، ماته يي وهم ښودئ . حتی دغه هم زما په یاد دي چي د هغو موادو څخه دافغانستان خاوره تشخيص سوې ده، چي ۱۶ رنګه لري . دا د دې معنا لري چي د دې خاوري هر رنګ پخپل ځان کي پوهانو ته دا ور ښيي چي ددغه رنګ لرونکي خاوري سره څه شي ګډ دي يا يې تر لاندي څه شي سته.
هغه انستيتوت چي ددغه څېړنو دپاره جوړ سوی و او په دې برخه کي خلک د تخصص اخستلو دپاره هم واستول سول، زه يې افتخاري مشر وم ، خو د ګډوډيو په راتګ سره له منځه ولاړئ ، اوس نه پوهيږم چي روسيې هغه اسناد څه کړه ، له منځه يوړه سوه ، نورو ته ورکړل سوه که څنګه.


پوښتنه: له افغانستانه مو څه شي درسره وړي وه ؟
جواب: ما له ځان سره يو قران شريف او يوه جوړه تسبېح وړي وې، هغه دواړه اوس هم لرم، دلته په المان کي هم راسره دي .


پوښتنه: هغو اسنادو افغانستان ته څه ګټه درلوده؟
جواب: د دغسي اسنادو له مخي پوهېدلاى سو، چي موږ چيري زراعت کولای سو، چيري دايمي واوري لرو، چيري طبيعي زېرمي لرو او په هغه کي څه شي موجود دي؟ دغه ډول د موسم او اب او هوا او روغتيايي چارو په اړه ډېر تحقيقات کيږي په داسي سفرونو کي.



پوښتنه:  د سولي خبري رواني دي ، په قطر کي زموږ د مرور وروڼو دفتر جوړېږي، ايا تاسي به دسولي د استازي په توګه د افغانانو په نمايندګي دسولي په خبرو کي برخه واخلئ .
جواب : زه که هر ځای اوسم ، هرپاسپوټ ولرم ،زه افغان يم او زه د افغانستان يم، او د دې هيواد لپاره خدمت ته هميشه حاضر يم .


په پاى کي ښاغلي مومند ته د غونډي د مشرتابه پلاوي لخوا لنګۍ وتړل سوه، وروسته څو تنو ځوانانو ته د ټولني لخوا د موند صاحب په لاس ستاينليکونه ورکول سول.


د غونډي لومړۍ برخه د ستاينليکونو او مډالونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.
دا مهال د ډوډۍ او ماښام لمانځه تفريح ده.
د ډوډۍ خوړلو تر تفرېح وروسته د غونډي دوهمه برخه ( مشاعره ) پيل سول چي ښاغليو : سلام خان اندړ ، عبدالمالک بيکسيار ، اجمل اټک يوسفزی ، زرلښت حبيب ، عبدالقدوس رحمتزئ ، ډګروال محمد اسحق امانزئ ، ډګروال ګلمانشا ودير ساپئ، عبدالباقي تلاښ خپل شعرونه پکښي واورول .


د غونډي وروستۍ برخه اتڼونو او ټنګ ټکور ته ځانګړې سوې وه ، په دې برخه کي ځوان هنرمند کبيراميري ، ځوان سندرغاړي ادريس دراني ، يارمحمد عليزي ، فريدون صاحبزي ، صديق او سميع الله برخه اخستې وه ، به جشني برخه کي لومړئ د ښاغلي عبدالاحد مومند په ګډون د افغانستان د هوايي پوځ پيلوټانو ملي اتڼ اجرا کړ ، ورپسې ځوانانو مست اتڼونه وکړه .



دا غونډه چي د ماپښين پر يوه بجه پيل سوې وه ،تر دوولس ساعته دوام وروسته د شپې پر يوه بجه پای ته ورسېده .


ددې په زړه پوري او تاريخي غونډي انځوريز البم او د ښاغلي عبدالاحد مومند سره د لراوبر ويبپاڼي ځانګړې مرکه به وروسته په همدې پاڼه کي پرليکه سي .