کور / هراړخیز / دعبرت ځاى دى تماشه نه ده

دعبرت ځاى دى تماشه نه ده

په ليبيا هيوادکې د څلورولسيزو ډيرې بادشاهى کولو وروسته قذافى دخپلو هيوادوالو په لاسونو په ډيره بى رحمۍ سر ووژل شو اوباغيانودهغه مړى په سرکونو کش کړ ،اوهغه يې په ټرک لدى لپاره کيښودچې دخلکولپاره يوه نښانه وى ، دهغه په مرګ عامه وګړو خوشالى څرګنده کړه کومو خلکوچې د ٤٢ کلونو پوري خپل مشر ټاکلى ؤ دهغوى په اندهغه په ډيرسپک مرګ ووژل شو، له اتومياشتوپه خپل منځي جنګ جګړو کې له ديرشو څخه ترپنځه ديرشو پورې کسان وژل شوې دى ، ترټولو دردونکى ځاى دادې چې دوژلو واله هم مسلمان دى او وژل کيدونکى هم مسلمان دى اود اسلام دښمانانوته هم داسلام پورې دخندنى موقع په لاس ورغلى ، اودهغوى هغه الزام ته مضبوط والى په برخه شويدې ، چې دهغوى په اندمسلمانان ديوبل وينى بهوې ، انتقام ، وحشت اود وينى بهولو دهغوى پخوانى عمل يا روايت دى ، په پايله کې اسلام بدناميږې ، قذافى يوسوچه بادشاه ؤ چې دجمهورې نظام يومخالف ياديده ، په اولنو پيړيوکې د مسلمانانو هيوادونوچې کوم حکومتونه ؤ خليفه ، بادشاه اوشيوخ به بادشاهان ؤ په اسلام کې د جمهوريت لپاره کوم ځاى نه نشته ، په جمهوريت کې خلک شميرل کيږې او تلل کيږي نه ، که حکمرانان دعامو وګړو خيال وساتى دعامه وګړو دخدمت دجذبى په کچه برابر وى چې په شپوکې ګشتونه وکړې ، دکونډو او يتيمانو دغم د درد لپاره به ټکورشې چې په خپله اوږه باندې دخوړلو توکې دهغوى ترکوره ورسوې ، چې هغوى خنديلې نه وي ترهغې پورې دهغوى لخوا ولاړ نه شې ښه او نيک عمل که غيرمسلم هم وکړې پدې نړۍ کې خپله برخه ورته رسيږې ، جنرال ډيکال هم په فرانس باندې ٤٠ کاله حکومت کولو وروسته ولاړ، خلکو وويل باغې اديب سارترولى نه نيولې ډيکال وويل ايا فرانس ونيسم ؟
ډيکال دفرانسې دډيرى وګړو دخوښي حکمران ؤ دجنوبى افريقا مشر نيلسن منډيلا دخپل هيواد د ازادى لپاره ٢٧ کاله زندان تيرکړه ، دچونى په کان يامعدن کې دکار کولو په وجه يې ديوى سترګې ديد هم له لاسه ورکړې ، مګرد سمت حکومت درڼا څخه د ژغورلولپاره عينکى هم نه دى ورکړى هغه ليکلې دى ته چې په زندان کې دهغه دميرمنى خط د هغه لپاره په ګرم بيابان کې داوبوديوڅاڅکى په څيرؤ ٢٧ کاله وروسته هغه ته ازادى ورپه برخه شوه ، نود ولسمشرۍ ماڼى ته د ورداخليدو پرځاى د ميزرى د چت واله کورته ولاړ ، دوه کاله وروسته ولسمشرشو اوله هغې وروسته يې په خپله خوښه تقاعد واخيست او حکومت يې عواموته پريښود، نيلسن منډيلا نړۍ وال اتل دى برتانيې ته ولاړ او په پارليمان کې د مهمان خصوصى اعزاز واخيست ، موخه داچې هرکه خدمت کرداد خدمت شد ، قذافى هم ځينې ښه کارونه کړي ؤ ، دتيلو د دولت څخه يې که ذاتې فائده اوچته کړې ده نودعوامو لپاره يې ټولګټې پروژې هم سرته رسولې ، دليبيا هيواد مخه يې بدله کړې ، په سواحلوکې يې د سمندرې بيړيو او جهازونو آډې اود الوتکو لپاره يې هوايې ميدانونه ،سرکونه او پولونه هم جوړکړيدې ، په صحرا( بيابان ) کې دصبا په نوم درى ښارونه هم ابادکړيدې ، بريښنا ، ګازاودابولپاره يې پايپونه نم غزولې او ترټولو لوى کاريې دا کړې چې ، حرص کونکو ، امريکا ، فرانسه او برتانيه ته يې دليبيا دتيلو څخه په واټن کې ساتلى اوهغوى ته يې اجازه نه ده ورکړې چې دهغوې تيل هړپ ( چې شخوندپرې ونه وهې ) کړي لدې امله يادو هيوادونو باغيانو سره ډيره مرسته وکړه ، د ناټو هوايې الوتکو بمونه وورول ، په ١٩٨٤ کال کې په اسکاټ ليند کې يوه هوايې الوتکه دويشتلووروسته رانسکوره کړاى شوه ، نو لويدزوالو اوپه ځانګړى ډول امريکا کې ډيره غوغاپيل شوه ، دامريکاولسمشر رونالډريګن دقذافى پرخلاف سپکه لهجه وکاروله قذافى هم ورته غاښ ماتونکى ځواب ورکړ ، چې يوفلمې ايکټردې خپل اوقات نه هيروې ، روښانه دې وې ريګن په پيل کې يو فلمې ستورى ؤ ، افسوس خودادى چې ، نه مسيحيان په خپلو منځوکې جنګيږې نه يهود وهنود نه نصارى نه اسرائيل په پخپلو کې جنګيږې په هرځاى کې مسلمانان په خپلومنځوکې سره جنګونه کوې ، په شام کې بغاوت خوردى ، دافغانستان ټول تاريخ د جنګونو ډګ پروت دى ،سردار محمد داود ووژل شو ، بادشاه غازى امان الله خان ، ملکه ثريا اوظاهرشاه دجلاوطنۍ ژوندتيرکړاوله دنيا څخه ولاړل ، نن چې څه کيږې هغه دنړۍ په مخ کې دې ، په عراق کې د صدام حسين سره څه وشول ، جردان اوپه کويت هرځاى کې مسلمانان په خپلو کې جنګونه کوې ددې يوازنۍ وجه داده چې په دوى کې دتعليم کچه کمه ده ، علم انسان ته انسانيت ورښايې ، زموږ په هغه نعموتونو کې کوم چې وموږ په ځمکوکې ، دريابونو ، غرونو اوسمندرونوکې خواره کړې چې ته دهغوې څخه فائدې واخلې ، او زموږ شکرپرځاى کړې …….؟؟
دمسلمانانو غميزه داده چې ، ايډيسن د بريښنا بلپ ايجاد کړاوتوره شپه يې په ورځ بدله کړه ، ميډم کيورې ريډم ايجاد کړ اوپه کرړونو دسرطان مريضانوعلاج يې وکړ ، فليمنګ انسولين ايجاد کړ اوپه کرړونو بلکې په کهربونو دشکر مريضانو ژوند يې وژغوره ، او مسلمانان دې چې دعلم ساينس ويلوباندې دکفرفتواوى صادروې اوهغوې د ايجادونو څخه خپلې فايدې اوچته وې .