کور / تازه خبرونه / افراسياب خټک:د راتلونکې فیصله باید افغان ولس وکړي

افراسياب خټک:د راتلونکې فیصله باید افغان ولس وکړي

پېښورد عوامي نيشنل پارټۍ د خیبر پښتونخوا مشر سينټر افراسياب خټک وايي چې په افغانستان کې د امن لپاره د هر ډول مذاکراتو ملاتړ کوي خو د هغه په خبره د افغانستان د راتلونکې فیصله به بهرنیان نه بلکه خپل افغان ولس کوي.
نوموړي دا خبرې د پېښور پوهنتون په پولیټیکل ساینس څانګه کې د اتلسم ترمیم تر عنوان لاندې له رابلل شوي سېمینار وروسته په یوه ځانګړې مرکه کې کړې.افراسیاب خټک وايي لومړی دا چې د دوی ګوند د مذاکرتو په حق کې دی.ځکه چې په افغانستان کې روان صورتحال بې له خبرو اترو نه حلېږي.نو مذاکرات مثبته خبره ده.او پاته شوه دا خبره چې فیصله به څه کېږي،فیصله به دا کېږي چې افغان ولس ته د منلو وړ وي.ځکه چې په افغانستان کې د حکومت فیصله ،دنظام فیصله د مسقبل فیصله به افغان ولس په خپله کوي.بهر ملکونه کې مرسته ورسره کوي و دې کړي نو تر دې حده کافي ده. مګر دا حق دې بهر طاقتونه ځان ته نه ورکوي چې هغوی د افغانستان فیصلې بهر وکړي.افراسیاب خټک زیاته کړه دا خبره ضروري دي چې د افغانستان د سولې بهیر کې دې د پاکستان په ګډون د هغه هېواد ټول ګاونډیان شامل کړل شي.دده په خبره د منځنۍ اسییا هیوادونه ، ایران او نور ګاونډیان هم حق لري چې د افغانستان د سولې بهیر کې خپل نظر شریک کړي.خو حتمي فیصله باید له افغان ولس سره وي.