کور / هراړخیز / دبوديجې نه مصرف د وزارتونو بی کيفايتی !

دبوديجې نه مصرف د وزارتونو بی کيفايتی !

بوديجه پخپله يو مصرفی پلان دی چې بيلابيل ارګانونه او ادارې يې د اړوند کارونو د پرمخ بيولو لپاره ترتيب او په مصرف رسوی . بوديجه البته په دولتی ادراو کی يولړمراحل لری چی له قانونی مراحلو دبشپرولو وروسته دمصرف جواز پيدا کوی ،پدې ډول چی دماليې وزارت لومړی دهيواد داړتياؤ په پام کې نيولو سره اړوند وزارتونو او ادراو ته د اړتيا وړ بوديجه ځانګړی کوی او د تصويب لپاره يې پارلمان ته ليږی ،په پارلمان کې د هراړخيزې څيړنې وروسته (که لازم وبلل شی په بوديجه کې تغيرات هم راتلای شی)تاييدوی او دنوموړی تاييد وروسته واړه وزارتونه او اداری قانوناً دمصرف اجازه لری.
بوديجه دوه برخی لری:
۱-عادی بوديجه
۲-پرمختيايي بوديجه
عادی بوديجه دهيواد اړوند ادارو عادی مصارف چی ډيره برخه يې معاشونه او او اداری مصارف تشکيلوی ، په برکې نيسی.نوموړی بوديجه دمامورينوپه شمير پوری مستقيمه اړه لری پدی مانا چی دمامورينو شمير په زياتيدو سره زياتيږی او دمامورينو دشمير په کميدو سره کموالی پيدا کوی .د مامورينوشمير ترڅنګ يوبل فکتور چی پدی ډول بوديجه تاثيرات لری هغه هم اداری مصارف دی ترڅواړوند اداره وکولای شی د ادارې عادی اړتياوې پوره کړی مثلاً دسون توکو(تيل،ګاز،….. او يوشمير نور) او نور مواردو کې (دولايتونواويوشمير رياستون د درسترخوان مصارف چی عموماً په ميلمستياؤ مصرف کيږی) په پام کی نيول کيږی.
پرمختيايی بوديجه د عادی بودجی برخلاف دهيواد پرمختيايي اړخ په پام کی نيسی او د وزارتو او نورو ادارو د منظموپلانونو او پروژو په اساس تنظيميږی .پرمختيايي بوديجه په عادی مصارفو کی نه معامله کيږی بلکه د ادارو د موثروپرمختيايي پلانونو په واسطه تعين او مصرفيږی. هر وزارت او دهغې اړوند ادارې دقانون په چوکاټ کی د نوموړو مصارفو د مصرف حق پيدا کوی او دا د هرې ادارې په کيفايت پوری مستقيماً ارتباط پيدا کوی چی ورته تخصيص شوی پيسی په څه ډول مصرف کړی .
اداره کی تخصص او استعداد شرط دی پدې مانا چی دکاراهل او متخصيصن واړه منابعو(وخت ،کارمندان او نور)څخه موثره استفاده کوی.اداره ديوضرورت او اړتيا پربنياد رامنځته کيږی او هرڅوک چی د يوې ادارې مسووليت په غاړه اخلی ،پکار ده پوه شی چی دلته اړتيا ده او داړتيا مطابق بايد چی کار وشی ا ومسووليت بايدچې ديو مسووليت په حيث وپيژندل شی او د ادارې مشر سره دا ويره موجوده وی چې که احياناً بی مسووليتی احساس شی ،شايد مجازات شی .
په افغانستان کی تيرو او موجوده جنګونو ډيری ستونزی پيدا کړی دی چی حل کول يي ترډيره بريده دافغانانو په غاړه دی نو پکار ده چی په ادارو کی داسی کسان په دندو وګمارل شی چی لږ تر لږه د موجوده امکاناتو څخه دخپل ولس لپاره اعظمی استفاده وکړی .هرکار خرابی او اصلاح د ادارې له سره پيل کيږی ،که د ادارې مشر با مسووليته او خپل ولس ته وفادار شخص وی زه باور لرم چی داسی اداره به په هيڅ وخت خرابه نشی او هيڅ وخت به ولس له ستونزو سره مخ نکړی خو برعکس که داسی شخص د ادارې په سرکې قرار ولری چی هغه کم علمه او ياهم د ولس سره مينه نلری نو شک نشته چی د داسی کسانو موجوديت د ټولنې په ضرر تماميږی .
د افغانستان په تيرو مالی کالونو کی د هر وزارت مالی راپورونه ښيي چی دوی سره ددی چی هيواد د زياتو پرمختيايي ستونزو سره مخ دی ،ولی بيا هم دوی ته تخصيص شوی پيسی نشی مصرفولای ،دا کار په واضح ډول دا څرګندوی چی په ادارو کی داسی مشران موجود دی چی ددوی موجوديت موثر ندی او دوی دټولني اړتياوی نشی تشخيصولای.
پارلمان چې دملت استازو څخه تشکيل شوی دټولنيز څاروونکی په توګه مسووليت لری چی د وزارتونو او ادارو دکارونو او پروژو څخه کتنه او کنترول وکړی .کنترول او څارنه روان کار دپلان شوی کار سره پرتله کوی او دهغې نتيجه ارزيابی کوی ،که موجوده کار دپلان شوی کار سره سم وی خلاص په خلاص مګر که دپلان شوی کار سره تفاوت ولری او ناسم وی ،څاروونکی خپل اوياد ادارې مشر ته نوموړی راپور ورکوی او له هغه څه په کار کی دتوجه غوښتنه کوی او ياهم که قوي کنترول موجود وی مجازات ورکوی.بناُ پارليمان او نورو بامسووليته ادار و ته پکار دی چی دوی هم دهيواد شته ستونزو ته توجه وکړی او د هيواد مشران کار ته سوق کړی او پرينږدی چی دولس ستونزو لاپسی زياتي کړی .هغه وزيران اوهغه ريسيان (په مرکز او ولاياتو کې )چی تخصيص شوی بوديجه يی نده مصرف کړی بايد راوغوښتل شی او له دوی څخه يي علت وپوښتل شی که پاتی راشي پکار ده چی اصولی او قانونی چلند لکه ديوعادی افغان سره چی کيږی ورسره وشی .ترڅودا کار د نورو لپاره عبرت او په عين وخت کې د شته امکاناتو څخه هرڅومره چې ممکن وی دخپل ولس لپاره کار واخيستل شی .
په ټوله افغانی مينه