کور / تازه خبرونه / اورکزو کې ١٥ طالبان وژل شوي

اورکزو کې ١٥ طالبان وژل شوي

اورکزۍ: په قبائيلي سيمه بره اورکزو کې دطالبانو په پټتځايونو الوتکو څخه ترسره شوې بمبارۍ کې لږ ترلږه ١٥ طالبان وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي چارواکو وئیلي الوتکو دبره اورکزو په خديزۍ، ماموزۍ او تور سمنت سيمو کې ترسره کړې ده دسرچينو وينا ده په دغه بمبارۍ کې د١٥طالبانو دوژل کيدو او ٨ؤ نورو دژوبل کيدو ترڅنگ دهغو څلورپتنځايونه تباه شوي دي